مسکو د امریکا لهخوا د روسي ډیپلوماتانو ماشومانو ته په جبري توګه د تابعیت ورکول نه مني

د کرملین ویانده ماریا زاخارووا وایي، روسیه د امریکا له لوري د دوی د ډیپلوماتانو ماشومانو ته ورکړل شوی امریکایي تابعیت په رسمیت نه پېژني. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ زاخارووا دغه څرګندونې د «ودوموستي» ورځپاڼې لپاره په یوې خپرې شوې لیکنه کې کړې دي.
