اسټرالیا د هرمز تنګي د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار وکړ

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ د هرمز تنګي د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار وکړ؛ خو له «ازادۍ پروژې» سره یې د کېنبرا د یوځای کېدو له ژمنې ډډه وکړه. هغې یوې هوکړې ته د رسېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، داسې حل لاره باید وموندل شي چې د هرمز تنګي د خلاصېدو لامل شي.
