سميع سادات په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه اوږده لیکنه کې ویلي، د طالبانو د واکمنۍ نږدې پنځه کلونو او د پاکستان سره د ځینو نښتو له راپورونو وروسته، د دغه ډلې داخلي جوړښت له جدي اختلافاتو سره مخ شوی دی.
نوموړي ادعا کړې، چې د طالبانو د واک له نیولو وروسته په کابل کې سیاسي او نظامي بدلونونه رامنځته شوي، خو په عین حال کې د ډلې دننه د نفوذ او مشرتابه پر سر رقابتونه هم زیات شوي دي. د هغه په وینا، دا اختلافات د طالبانو د «کمزوري کېدو او احتمالي بېثباتۍ» لامل کېدای شي.
سادات زیاتوي، که څه هم د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده تر اوسه په رسمي ډول د پاکستان پر ضد ښکاره دریځ نه دی خپل کړی، خو په سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ د شخړو او تورونو راپورونه ورکړل شوي دي.
هغه ادعا کړې، چې په مقابل کې یو شمېر طالب قوماندانان د مشرتابه له اجازې پرته پر پاکستاني پوستو بریدونه کوي او همداراز د پاکستاني طالبانو له فعالیتونو ملاتړ کوي.
په دې لیکنه کې سادات دا هم ویلي چې د طالبانو په داخل کې د مشرتابه پر تګلارو اختلافات موجود دي او د ځینو لوړپوړو څېرو، لکه ملا متقیم اغا جان، له لوري د مشرتابه پر چلندونو نیوکې شوې دي. د هغه په وینا، دا نیوکې په ځانګړي ډول د پاکستان پر وړاندې د نرم چلند او د افغانستان د خلکو پر وړاندې د سخت دریځ په اړه مطرح کېږي.
سادات وړاندې ادعا کړې، چې د داخلي اختلافاتو له امله د طالبانو مشرتابه د پاکستان له استخباراتي ادارې (اې ایس اې) سره د اړیکو د پیاوړتیا هڅې کوي، څو د احتمالي داخلي مخالفتونو مخه ونیسي.
هغه لیکلي چې د مشرتابه په داخل کې د واک پر سر رقابتونه زیات شوي او د ملا یعقوب په مشرۍ یوه ډله د نفوذ د زیاتېدو هڅه کوي، په داسې حال کې چې د مشرتابه اصلي حلقه د خپل کنټرول د ساتلو هڅې کوي.
د سادات په وینا، د طالبانو مشرتابه د خپلو نږدې کسانو له لارې پاکستان ته پیغامونه لېږلي او د داخلي مخالفینو پر وړاندې د ملاتړ غوښتنه کوي، په بدل کې یې د پاکستان پر ضد د اقداماتو د مخنیوي ژمنې وړاندې کړي دي.
هغه همداراز ادعا کړې چې د طالبانو د مشرتابه له لوري ځینې بدلونیز وړاندیزونه هم مطرح شوي، لکه د ځینو ولایتونو د چارواکو بدلول او د مشرتابه د نږدې کسانو له لارې د پاکستان سره د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا.
سادات په خپله لیکنه کې د طالبانو د ځینو ولایتونو د والیانو نومونه هم یاد کړي، چې د ده په وینا د مشرتابه د نږدې کسانو په توګه عمل کوي او د داخلي اړیکو په مدیریت کې مهم رول لري.
هغه د خپلې ادعا په پای کې ویلي چې د طالبانو داخلي رقابت نوې او حساسې مرحلې ته داخل شوی دی او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان سیاسي راتلونکی به له جدي بدلونونو سره مخ شي.
سادات همداراز د افغانستان د خلکو وضعیت ته په اشارې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې خلک له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د بدلون اړتیا ورځ تر بلې جدي کېږي.