ډونالډ ټرمپ: که ایران د امریکا بېړۍ هدف وګرځوي له منځه به یووړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې که د امریکا سمندري بېړۍ په سیمه کې هدف وګرځوي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې که د امریکا سمندري بېړۍ په سیمه کې هدف وګرځوي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.
ټرمپ دا څرګندونې له فاکس نیوز سره په ټلیفوني مرکه کې کړې دي. هغه ویلي: «که د ایران رژیم زموږ بېړۍ په نښه کړي، له ځمکې به محوه شي.»
نوموړي په مرکه کې د ایران سره د روانو خبرو په اړه هم وویل چې د ده په وینا، ایرانیان د پخوا په پرتله «زیات نرم شوي» او د امریکا د فشارونو پر وړاندې انعطاف ښيي.
ټرمپ د ایران پر بندرونو لګېدلی فشار او محاصره «د تاریخ تر ټولو لوی پوځي مانور» بللی او زیاته کړې یې ده چې امریکا اوس د وسلو او مهماتو له پلوه په ډېر قوي حالت کې ده.
هغه ټینګار کړی: «یا به ایران په رښتینې نیت سره یوې هوکړې ته رسېږي، یا به موږ پوځي عملیات بېرته پیل کړو.»
د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي او دواړه لوري د سیاسي، پوځي او اقتصادي فشارونو له لارې یو پر بل اغېز کول غواړي. وروستي څرګندونې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي.