طالبان وایي ننګرهار کې یې پر نږدې ۳۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې یې پر راستنو شویو ۲۸۲ کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه نمرې پرون یکشنبه د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیبالله حیات حقاني له لوري وېشل شوې دي.
