جان بولټن: امریکا د پوځي برترۍ سره هم په ایران کې خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي

د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن، ویلي چې امریکا له پوځي برترۍ سره سره تر اوسه په ایران کې خپل ټاکلي هدفونه نه دي پوره کړي.

د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن، ویلي چې امریکا له پوځي برترۍ سره سره تر اوسه په ایران کې خپل ټاکلي هدفونه نه دي پوره کړي.
بولټن له نیوزنیشن سره په مرکه کې ټینګار کړی چې امریکا «لا هم په ایران کې خپل کار نه دی بشپړ کړی» او زیاته کړې یې ده چې د بریا تعریف یې د تهران د حکومت بدلون دی.
د «دی هیل»د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې که څه هم امریکا «لویه برتري» لري، خو هغه ماموریت چې پیل شوی و، لا پای ته نه دی رسېدلی.
بولټن همدارنګه څرګنده کړې،چې حتی که د نظام بدلون هم نه وي، بیا هم داسې اقدامات موجود وو چې د ټرمپ ادارې کولای شول ترسره یې کړي، خو عملي شوي نه دي.
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي اختلافونه دوام لري.

د لبنان په سویل کې د اسراییل په تازه بریدونو کې، سره له دې چې اوربند هم اعلان شوی، لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ (د غویي ۱۳مه) د لبنان په بېلابېلو سویلي سیمو کې ترسره شوي، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې، د صور ښار ته څېرمه په یوه هوايي برید کې درې تنه وژل شوي، چې پکې دوه سوریایي او یو مصري وګړی شامل دي.
همدارنګه، په نورو جلا پېښو کې یو تن د ډرون په برید او دوه نور کسان پر یوه استوګنیز کور د برید له امله وژل شوي دي.
د لبنان د رسمي سرچینو په وینا، د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې، چې اسراییل خپل پراخ بریدونه پیل کړي، شاوخوا ۲۷۰۰کسان وژل شوي او تر ۱،۶میلیونه ډېر خلک بېځایه شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند یو ځل بیا غځول شوی، خو د تاوتریخوالي د کمېدو نښې لا هم نه تر سترګو کېږي.
د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ، یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا له دریځ څخه ملاتړ اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې تهران باید اټومي وسلو ته لاسرسی و نه لري.
مېرڅ په ایکس خواله رسنۍ کې په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي: «متحده ایالات د شمالي اتلانتیک په اتحاد کې د جرمني تر ټولو مهم شریک دی او همداسې به پاتې شي.»
نوموړي زیاته کړې: «موږ یو ګډ هدف لرو: باید ایران ته اجازه ور نه کړل شي چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.»
د جرمني لومړی وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه نړیوالې اندېښنې لا هم پر ځای دي او لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د ډیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو له لارې د دې پروګرام مخه ونیسي.
د رسنیو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې ۲۰۲۵ د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره د ثبت شویو کلونو په منځ کې تر ټولو مرګونی کال وو. دغه سازمان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي پيجې) په حواله ویلي، په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په خپله ایکسپاڼه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپور په حواله ویلي، چې تېر زیږیز کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو. په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.
دغه سازمان په ډاګه کړې، اسراییل د دغو وژنو د دوه پر درېیمه برخه مسوول دی او په وینا یې، د غزې تړانګه د راپور ورکولو لپاره تر ټولو مرګونې سیمه وه.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي: «له خونړیو جګړو نیولې د رسنیو تر چوپتیاوو پورې، کله چې خبریالان په نښه کېږي، باوري معلوماتو ته لاسرسی هم قرباني کېږي».
د یادونې وړ ده، چې د مې ۳مه د رسنیو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده، چې د ملګرو ملتونو او یونېسکو لهخوا د رسنیو د ازادۍ د نمانځنې، د خبریالانو د ملاتړ او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا د یادونې په موخه، د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې پر بنسټ نومول شوې ده.
له ایران سره په خبرو اترو کې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي، سټیو ویټکاف ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې لا هم روانې دي.
نوموړي له سي این این سره په خبرو کې د روانو مذاکراتو د وضعیت په اړه وویل: «موږ په خبرو بوخت یو.»
سيایناین راپور ورکړی، چې له یوه نسبي ځنډ وروسته داسې ښکاري چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې بیا چټکې شوې دي، خو د امریکا ولسمشر لا هم په دې برخه کې ډېر خوشبین نه دی.
ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي،چې نه شي کولای تصور وکړي د ایران وروستی وړاندیز د منلو وړ وي. هغه زیاته کړې: «دوی لا هم د هغه څه لپاره لوی قیمت نه دی ورکړی چې له بشریت سره یې کړي دي.»
د امریکا او ایران ترمنځ خبرې په داسې حال کې روانې دي چې د دواړو هېوادونو اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي او نړیواله ټولنه د دې خبرو پایلو ته په تمه ده.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، چې د ایران حکومت نور د دې توان نه لري چې د خپلو سرتېرو معاشونه پر وخت ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې دي. بسنټ ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت اقتصادي وضعیت تر سخت فشار لاندې دی او د امریکا بندیزونو پر دغه هېواد ژور اغېز کړی دی.
هغه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په اړه ویلي: «سپاه یوه فاسده اداره ده او کلونه کېږي چې د ایران له خلکو یې غلا کړې ده.»
د امریکا د خزانې وزیر زیاته کړه چې د ایران حکومت په بهر کې شتمنۍ لري او امریکا یې د موندلو او کنګل کولو هڅې ګړندۍ کړې دي. د هغه په وینا، دغه شتمنۍ به د ایران د خلکو په ګټه وساتل شي.
بسنټ د «سنډي مارننګ فیوچرز» په نوم پروګرام کې وویل: «موږ په تېرو ۱۲میاشتو کې لکه د ماراتون منډه وهلې، خو اوس د پای کرښې ته نږدې شوي یو. موږ دا رژیم تر سخت اقتصادي فشار لاندې راوستی دی، تر دې چې نور د خپلو سرتېرو معاشونه هم نه شي ورکولای.»
هغه ټینګار وکړ چې د امریکا د حکومت ټولې ادارې د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشار په پلي کولو کې ښکېل دي او هر هغه چا باندې به فشار زیات شي چې هڅه وکړي د سپاه لپاره ایران ته پیسې ولېږدوي.
امریکا په وروستیو کلونو کې پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، چې موخه یې د دغه هېواد د پوځي او سیمهییزو فعالیتونو محدودول بلل کېږي. واشنګټن وایي چې دا بندیزونه به تر هغه دوام وکړي څو ایران خپلې تګلارې بدلې نه کړي.