• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاله بنسټ: د نجونو د زده‌کړې محرومیت نړۍ ته د ۱۵ تر ۳۰ ټریلیون ډالرو اقتصادي زیان اړوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱

د ملاله یوسفزۍ بنسټ ویلي، نجونې له زده‌کړې محرومول نه یوازې اخلاقي ستونزه ده، بلکې د نړیوال بانک د اټکل له مخې د نړۍ اقتصاد ته د ۱۵ تر ۳۰ټریلیون ډالرو پورې اوږدمهاله زیان اړوي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زده‌کړو له فرصت څخه بې‌برخې پاتې دي.

ملاله بنسټ په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د نجونو د زده‌کړو له لاسه ورکول د هېوادونو پر اقتصاد، روغتیايي سیستمونو او ټولنیز پرمختګ ژور او اوږدمهاله اغېز لري.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د نجونو له زده‌کړې محرومیت د عمر په اوږدو کې د ۱۵ تر ۳۰ټریلیون ډالرو پورې د احتمالي عوایدو د ضایع کېدو لامل ګرځي.

په خپره شوې وینا کې ویل شوي، چې کله د زده‌کړې بودیجه کميږي، نجونې لومړنۍ ډلې وي چې له ښوونځي څخه وځي او د بیا راستنېدو چانس یې هم کم وي، چې دا وضعیت د نسلونو پر راتلونکي مستقیم اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو واک نیولی، میلیونونه نجونې له ثانوي او لوړو زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي، چې دا وضعیت د هېواد د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره جدي خنډ ګڼل کېږي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د نجونو د زده‌کړې له لاسه وتلی فرصت یوازې فردي زیان نه دی، بلکې د کورنیو، روغتیايي سیستمونو او ټول اقتصاد پر فعالیتونو پراخ اغېز لري او د نسلونو په کچه پایلې لري.

ملاله فنډ ټینګار کړی، چې د نجونو زده‌کړه د دوامدار پرمختګ بنسټ دی او د دې حق محدودول د ټولنو د اوږدمهاله ثبات لپاره جدي خطر جوړوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان اوسېدونکی: په افغانستان کې کوکنار او نشه‌يي توکي د جدي ټولنیز بحران سبب شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۱
د بدخشان اوسېدونکی: په افغانستان کې کوکنار او نشه‌يي توکي د جدي ټولنیز بحران سبب شوي
100%

د بدخشان ولایت یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، د نشه‌يي توکو پراخه کارونه او د کانونو غیرشفاف کېندنې د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او د ده په وینا، نړیواله ټولنه باید د دغه واقعیتونو له نږدې څېړنه وکړي.

دغه سرچینه، چې ځان د بدخشان یو اوسېدونکی او د افغانستان د یوه دردمن وګړي په توګه معرفي کوي، په خپل پیغام کې ویلي، چې د هېواد په ځانګړي ډول په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت او د نشه‌يي توکو د کاروبار وضعیت لا هم په پراخه کچه دوام لري.

هغه ادعا کړې، چې که څه هم طالبان د کوکنارو د له منځه وړلو او د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې خبرې کوي، خو په ځینو سیمو کې لا هم د تریاکو پټ او ښکاره بازارونه فعال دي. د هغه په وینا: «که رښتیا هم د دې کار د مخنیوي اراده موجوده وای، هېڅ چا به د کوکنارو د تخم د کرلو جرات نه درلود.»

په پیغام کې همداراز ویل شوي، چې په بدخشان کې ځوانان د بې‌کارۍ، فقر او ناامیدۍ له امله د نشه‌يي توکو له جدي ستونزې سره مخ دي او دا وضعیت د کورنیو لپاره لوی ټولنیز بحران رامنځته کړی دی.

هغه زیاتوي چې د نشه‌يي توکو ترڅنګ، د بدخشان د طلاوو د کانونو غیرشفافه کیندنه هم د خلکو یوه جدي اندېښنه ده. د هغه په وینا، سره له دې چې له دغو کانونو څخه کلني میلیارډونه ډالر عواید ترلاسه کېږي، خو سیمه‌ییز خلک لا هم له فقر او محرومیت سره مخ دي.

د بدخشان دغه اوسېدونکي ادعا کړې چې د کانونو او د نشه‌يي توکو له عوایدو سره تړلي اقتصادي فعالیتونه د ناامنۍ او غیرقانوني شبکو د تمویل په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

دغه سرچینه له نړیوالو رسنیو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي چې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅېړي او د ده په وینا، اجازه ورنه کړي چې د خلکو واقعیتونه د سیاسي او تبلیغاتي روایتونو تر سیوري لاندې پټ پاتې شي.

هغه په پای کې ویلي: «د افغانستان خلک تر بل هر وخت ډېر د حقیقت، عدالت او نړیوالې پاملرنې اړتیا لري.»

په جلال‌اباد کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال له خبریالانو سره ناوړه چلند شوی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۱
په جلال‌اباد کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال له خبریالانو سره ناوړه چلند شوی
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، په جلال‌اباد ښار کې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ترسره کېدو پر مهال خبریالان سره د غونډې د تنظیم یوې برخې له لوري، ناسم چلند شوی او سپک الفاظ ورته کارول شوي، چې له امله یې هغوی د مشاعرې له پوښښ څخه لاس پر سر شوي او له غونډې وتلي دي.

سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت بڼ کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره روانه وه، چې د رسنیو استازي د دغه فرهنګي بهیر د ثبت او خپرولو لپاره ورغلي وو.

د نوموړي په خبره، کله چې کیمرې او مایکروفونونه نصب شول او د مشاعرې رسمي بهیر پیل شو، د تنظیم ځینو کسانو له خبریالانو وغوښتل چې د فلم اخیستنې بهیر په موقتي ډول ودروي او وروسته یې بیا پیل کړي.

سرچینه وايي، د همدې موضوع پر سر د نظر اختلاف رامنځته شو، چې وروسته یو سیمه‌ییز مسول، چې د غونډې د تنظیم برخه بلل کېږي، له خبریالانو سره توندې خبرې وکړې او ناسم الفاظ یې وکارول.

سره له دې چې د خبریالانو له لوري د وضعیت د ارامولو هڅه وشوه او له یاد مسول څخه د خبرو د نرمولو غوښتنه وشوه، خو وضعیت لا نور هم ترینګلی شو.

سرچینه زیاتوي چې د رامنځته شوي وضعیت له امله خبریالان اړ شول د مشاعرې پوښښ پرېږدي او خپل تجهیزات له ځایه ټول او غونډه ترک کړي.

یوه ویډيو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ښکاري چې یو ډله خبریالان د نارنج ګل له مشاعرې وځي.

تر اوسه د اړوندې پېښې په اړه د طالب مسولو چارواکو له لوري رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

پولنډ ته د ناقانونه ننوتلو په تور ۸ افغانان نیول شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱
پولنډ ته د ناقانونه ننوتلو په تور ۸ افغانان نیول شوي
100%

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، چې د لیتوانیا له پولې سره نږدې سیمو کې یې د څو جلا عملیاتو پر مهال ۸ افغان وګړي دغه هېواد ته د ناقانونه ننوتلو د هڅې په تور نیولي دي.

د یادې ادارې د راپور له مخې، دغه پېښې د تېرې اوونۍ په پای کې ثبت شوې او په ټولیز ډول ۳۷کډوال، چې غوښتل یې په ناقانونه ډول پولنډ ته داخل شي، وپېژندل شول او نیول شوي دي.

چارواکو ویلي، چې تر ټولو لویه ډله ۲۴کسان وو، چې یو اوکرایني وګړي هڅه کوله د یو باروړونکي موټر په وسیله د موقتي سرحدي لارې پولنډ ته انتقال کړي.

د پولنډ سرحدي ځواک زیاته کړې، چې دغه کسان د قانوني اسنادو له نشتوالي سره مخ وو او په هماغه ځای کې یې د ننوتلو مخه نیول شوې ده.

په نورو عملیاتو کې هم د پولې په بېلابېلو سیمو کې وړې ډلې نیول شوې دي، چې په کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان، بنګله‌دېش او الجزایر اتباع شامل دي.

د معلوماتو له مخې، ځینې دغه کډوال په پلي ډول د لیتوانیا له لارې پولنډ ته اوښتي وو او وروسته د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول.

چارواکو ویلي چې ټول نیول شوي کسان د لومړنیو قانوني مرحلو له بشپړېدو وروسته بېرته د لیتوانیا چارواکو ته سپارل شوي دي.

همدارنګه، هغه کسان چې د دغو کډوالو په لېږد کې ښکېل وو، نیول شوي او د ناقانونه تګ راتګ د تنظیم او اسانتیا برابرولو په تور له جدي قانوني تعقیب سره مخ دي، چې ښايي تر ۸کلونو پورې بند سزا ولري.

د یادونې وړ ده، هغه کسان چې د ناقانونه ننوتلو په هڅه نیول کېږي، عموماً لومړی توقیف کېږي او بیا یې دوسیې د محکمو له لارې څېړل کېږي. په داسې مواردو کې لږ تر لږه شپږ میاشتې بند سزا ټاکل کېږي، او له سزا وروسته ډېری وخت بېرته خپلو اصلي هېوادونو، لکه افغانستان، ته ستنېږي.

ډونالډ ټرمپ: که ایران د امریکا بېړۍ هدف وګرځوي له منځه به یووړل شي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: که ایران د امریکا بېړۍ هدف وګرځوي له منځه به یووړل شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې که د امریکا سمندري بېړۍ په سیمه کې هدف وګرځوي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

ټرمپ دا څرګندونې له فاکس نیوز سره په ټلیفوني مرکه کې کړې دي. هغه ویلي: «که د ایران رژیم زموږ بېړۍ په نښه کړي، له ځمکې به محوه شي.»

نوموړي په مرکه کې د ایران سره د روانو خبرو په اړه هم وویل چې د ده په وینا، ایرانیان د پخوا په پرتله «زیات نرم شوي» او د امریکا د فشارونو پر وړاندې انعطاف ښيي.

ټرمپ د ایران پر بندرونو لګېدلی فشار او محاصره «د تاریخ تر ټولو لوی پوځي مانور» بللی او زیاته کړې یې ده چې امریکا اوس د وسلو او مهماتو له پلوه په ډېر قوي حالت کې ده.

هغه ټینګار کړی: «یا به ایران په رښتینې نیت سره یوې هوکړې ته رسېږي، یا به موږ پوځي عملیات بېرته پیل کړو.»

د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي او دواړه لوري د سیاسي، پوځي او اقتصادي فشارونو له لارې یو پر بل اغېز کول غواړي. وروستي څرګندونې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي.

طالب چارواکي: د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ ژمنه کړې

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱
طالب چارواکي: د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ ژمنه کړې
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په پاکستان کې د افغان کډوالو طالب چارواکي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ نوې استازې مانویل سانچر د اسلام‌اباد په لیدنه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د ثبت بهیر او د اسانتیاوو پر ښه‌والي خبرې کړې دي.

د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو طالب چارواکي د پاکستان لپاره د افغانستان له سفیر سره یوځای د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له نوې سرپرستې اوسکار مانویل سانچز سره د افغان کډوالو د ستونزو، د کاري ظرفیت د لوړولو، د راستنېدنې په مرکزونو کې د شفاف او منظم ثبت، د شکایتونو د اورېدو میکانیزم، او لومړنیو بشري اسانتیاوو ته د لاسرسي په اړه تفصيلي بحث کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ناسته کې د افغان محصلینو د ستونزو او د هغوی د تعلیمي وضعیت پر حل هم خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې طالب چارواکو د کډوالو د شته ستونزو د بېړني حل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په ډیورنډ په کرښه او د راستنېدنې په مرکزونو کې باید خدمات لا منظم او شفاف شي.

د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ نوې استازې اوسکار مانویل سانچز ډاډ ورکړی چې اداره به یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د لازمو اسانتیاوو د برابرولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

نوموړې همداراز ویلي چې د افغان محصلینو موضوع به له کوربه هېواد سره وڅېړل شي او د کډوالو لپاره د شکایتونو د ثبت یو ځانګړی مرکز به هم رامنځته شي.