طالبان: د سېلابونو له امله تړل شوې لویې لارې بېرته پرانیستل شوې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، هغه لارې چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله تړل شوې وې؛ بېرته د تګراتګ لپاره پرانیستل شوې. د یاد وزارت په وینا؛ د بدخشان–تخار لویه لار، د تخار –ورسج، د درهصوف – مزارشریف او دارنګه د خنجان – بنو لارې بېرته د تګراتګ لپاره پرانیستل شوې.
