ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان لا هم له خوارځواکۍ او بېوزلۍ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې که څه هم په تېرو ۱۲میاشتو کې یې په افغانستان کې میلیونونو ماشومانو او کورنیو ته خدمات رسولي، خو د بشري اړتیاوو کچه لا هم لوړه او اندېښمنوونکې ده.
