• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینې ماڼۍ ته څېرمه ډزې؛ یو وسلوال کس ټپي شوی او سیمه د لنډ مهال لپاره تړل شوې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۴ GMT+۱

د امریکا د پټو خدمتونو ادارې ویلي، چې د دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نږدې له یو وسلوال او «مشکوک» کس سره مخامخ شول، چې وروسته د ډزو په تبادله کې یاد کس ټپي شوی دی. ویل کېږي، چې د پېښې له امله سپینه ماڼۍ د لنډ وخت لپاره قرنطین (بند) اعلان شوه.

د یادې ادارې مرستیال مشر، مټیو کویین، په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سپینې ماڼۍ د بهرني محوطې د ګزمې پر مهال مامورانو یو داسې کس وپېژانده چې «مشکوک ښکارېده او ظاهراً یې وسلې له ځان سره لرلې.»

د نوموړي په وینا، کله چې ماموران ورته نږدې شول، دغه کس په پلي ډول وتښتېد او د لنډ وخت لپاره یې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې. هغه زیاته کړه چې وروسته مامورانو هم پرې ډزې وکړې او نوموړی تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

کویین همدارنګه وویل، چې د جي‌ډي وېنس د موټرو کاروان لږ مخکې له دې سیمې تېر شوی و، خو داسې کومه نښه نه شته چې ګواکې مشکوک کس غوښتل دې کاروان ته نږدې شي.

هغه دا هم وویل چې یو تن تنکی ځوان لاروی هم د مشکوک کس له لوري په ډزو ټپي شوی، خو ټپونه یې جدي نه دي او دا مهال تر درملنې لاندې دی.

د امریکا په پلازمېنه کې امنیتي ځواکونه په وروستیو ورځو کې په لوړه کچه چمتووالی لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د تېرې میاشتې په پای کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د ماښامنۍ پر مهال د ډزو پېښه رامنځته شوې وه.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

امانوېل مکرون: د متحده عربي اماراتو پر ملکي بنسټونو د ایران بریدونه د منلو وړ نه دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۰ GMT+۱
امانوېل مکرون: د متحده عربي اماراتو پر ملکي بنسټونو د ایران بریدونه د منلو وړ نه دي
100%

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، د ایران له لوري د متحده عربي اماراتو پر ملکي بنسټونو بریدونه «ناجایز او د منلو وړ نه دي». هغه ټینګار کړی چې د روان کړکېچ دوامدار حل د هُرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د امنیتي تضمینونو له لارې ممکن دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې فرانسه به لکه د کړکېچ له پیله تر اوسه، د خپلو سیمه‌ییزو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی د خاورې د دفاع په برخه کې به ورسره ولاړه وي.

مکرون همداراز ویلي، چې د روان بحران دوامداره حل یوازې هغه مهال ممکن دی چې د هرمز تنګي د ازاد تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي او داسې یو پیاوړی تړون رامنځته شي چې د سیمې هېوادونو ته لازم امنیتي تضمینونه برابر کړي.

هغه په ځانګړي ډول د ایران د اټومي، توغندیزو او سیمه‌ییزو فعالیتونو له امله د امنیتي ګواښونو یادونه کړې او دا یې د سیمه‌ییز ثبات لپاره جدي اندېښنه بللې ده.

سید عباس عراقچي: د هُرمز تنګي پېښې ښيي چې سیاسي کړکېچ ته پوځي حل نشته

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۱
سید عباس عراقچي: د هُرمز تنګي پېښې ښيي چې سیاسي کړکېچ ته پوځي حل نشته
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د هُرمز تنګي وروستیو پېښو وښوده چې سیاسي کړکېچونه پوځي حل نه لري، او ټینګار یې کړی چې د پاکستان په منځګړیتوب خبرې روانې دي، خو امریکا او متحده عربي امارات باید له وضعیت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پر وړاندې محتاط وي.

سید عباس عراقچي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د هُرمز تنګي وروستي تحولونه دا څرګندوي چې سیاسي بحرانونه له پوځي لارو نه شي حل کېدای.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان په هڅو د اړخونو ترمنځ خبرې روانې دي او پرمختګ پکې لیدل کېږي.

عراقچي خبرداری ورکړی، چې امریکا او متحده عربي امارات باید محتاط واوسي، څو د هغه په وینا «بد نیت لرونکي» اړخونه هغوی بېرته کړکېچ ته ونه کاږي.

نوموړي د «ازادۍ پروژې» په نوم طرحې ته په اشارې ویلي: «د ازادۍ پروژه، بن‌بست پروژه ده.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: د مجرمو افغانانو اخراج به په دوامداره توګه روان وي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱
د جرمني د کورنیو چارو وزیر: د مجرمو افغانانو اخراج به په دوامداره توګه روان وي
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ ویلي چې له جرمني څخه د هغو افغانانو اخراج چې جرمونه یې ترسره کړي، په منظم او دوامداره ډول به افغانستان ته دوام ولري. نوموړي ویلي، دا بهیر به د سیاسي ستونزو او د طالبانو له استازو سره د خبرو اړتیا سره سره هم نه درېږي.

هغه د جرمني له عامه تلویزیون (ای ار ډي)سره په مرکه کې ویلي چې دا اخراجونه په اونیز ډول ترسره کېږي او حکومت د دې پالیسۍ پر دوام ټینګار لري.

هغه زیاته کړې: «موږ دا لاره په دوامداره ډول تعقیبوو.» نوموړي همدارنګه ویلي چې د «مجرمو کسانو» د اخراج په اړه نیوکې نه شي درک کولای او ټینګار یې کړی چې د جنسي تېریو او وژنو په څېر جرمونه د جرمني له امنیت سره په ټکر کې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، سره له دې چې د پناه غوښتنو شمېر کم شوی، د هېواد په پولو کې کنټرول لا هم دوام لري، څو د کډوالود مدیریت بهیر منظم وساتل شي.

نوموړي د ۲۰۲۵کال په مې میاشت کې د پولې کنټرول سخت کړي وو او فدرالي پولیسو ته یې لارښوونه کړې وه چې په ځینو مواردو کې د ځینو پناه غوښتونکو د داخلېدو مخه ونیسي، خو د ناروغانو او امیندواره ښځو په څېر زیانمن کسان له دې پرېکړې مستثنا دي.

هغه همدارنګه ویلي چې جرمني غواړي په اوږدمهاله توګه د اروپا په کچه د کډوالۍسیستم اصلاح کړي، څو د پولو د کنټرول تدریجي لغوه کېدو ته زمینه برابره شي، خو په وینا یې اوس مهال د دې بدلون لپاره مشخص وخت نه شته.

رسمي شمېرو ښيي چې د ۲۰۲۵کال په اپریل میاشت کې په جرمنيکې د پناه غوښتنې لومړنۍ غوښتنې ۶۱۴۴ته رسېدلې دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله (۹۱۰۸غوښتنې) د پام وړ کمښت ښيي.

روسیې له اوکراین سره د «بریا ورځې» په ویاړ دوه ورځنی اوربند اعلان کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۱
روسیې له اوکراین سره د «بریا ورځې» په ویاړ دوه ورځنی اوربند اعلان کړی
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو د مې په ۸ او ۹ مه د «بریا ورځې» په مناسبت اوربند اعلانوي او له اوکراین څخه یې د ورته اقدام تمه کړې، خو خبرداری یې ورکړی چې د اوربند د ماتېدو په صورت کې به سخت پوځي ځواب ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ایکس خواله رسنۍ کې د دفاع وزارت له قوله ویلي چې روسیه د مې د ۸ او ۹ مې نېټې لپاره د اوربند پرېکړه کړې، څو د دویمې نړیوالې جګړې د بریا ورځ ولمانځل شي.

په بیان کې له اوکراین څخه غوښتنه شوې چې د ورته اقدام په کولو سره د جګړې د لنډمهاله درولو دې پروسې ته غاړه کېږدي.

خو د روسیې دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې که د اوکراین حکومت هڅه وکړي د دې مراسمو د ګډوډولو لپاره بریدونه وکړي، نو مسکو به «سخت او پراخ ځواب» ورکړي.

ملاله بنسټ: د نجونو د زده‌کړې محرومیت نړۍ ته د ۱۵ تر ۳۰ ټریلیون ډالرو اقتصادي زیان اړوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۱
ملاله بنسټ: د نجونو د زده‌کړې محرومیت نړۍ ته د ۱۵ تر ۳۰ ټریلیون ډالرو اقتصادي زیان اړوي
100%

د ملاله یوسفزۍ بنسټ ویلي، نجونې له زده‌کړې محرومول نه یوازې اخلاقي ستونزه ده، بلکې د نړیوال بانک د اټکل له مخې د نړۍ اقتصاد ته د ۱۵ تر ۳۰ټریلیون ډالرو پورې اوږدمهاله زیان اړوي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زده‌کړو له فرصت څخه بې‌برخې پاتې دي.

ملاله بنسټ په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د نجونو د زده‌کړو له لاسه ورکول د هېوادونو پر اقتصاد، روغتیايي سیستمونو او ټولنیز پرمختګ ژور او اوږدمهاله اغېز لري.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د نجونو له زده‌کړې محرومیت د عمر په اوږدو کې د ۱۵ تر ۳۰ټریلیون ډالرو پورې د احتمالي عوایدو د ضایع کېدو لامل ګرځي.

په خپره شوې وینا کې ویل شوي، چې کله د زده‌کړې بودیجه کميږي، نجونې لومړنۍ ډلې وي چې له ښوونځي څخه وځي او د بیا راستنېدو چانس یې هم کم وي، چې دا وضعیت د نسلونو پر راتلونکي مستقیم اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو واک نیولی، میلیونونه نجونې له ثانوي او لوړو زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي، چې دا وضعیت د هېواد د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره جدي خنډ ګڼل کېږي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د نجونو د زده‌کړې له لاسه وتلی فرصت یوازې فردي زیان نه دی، بلکې د کورنیو، روغتیايي سیستمونو او ټول اقتصاد پر فعالیتونو پراخ اغېز لري او د نسلونو په کچه پایلې لري.

ملاله فنډ ټینګار کړی، چې د نجونو زده‌کړه د دوامدار پرمختګ بنسټ دی او د دې حق محدودول د ټولنو د اوږدمهاله ثبات لپاره جدي خطر جوړوي.