• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خجند ښار کې د یوې تاجکستانۍ ښځې قتل ۲۵۰ افغانې کورنۍ د اخراج له ګواښ سره مخ کړې

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د تاجکستان پولیسو د خجند ښار په چشمه سیمه کې د یوې ښځې د وژلو په تور د محمد عمر رحماني په نامه یو افغان وګړی نیولی. په تاجکستان کې میشتو یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له دې پېښې وروسته شاوخوا ۲۵۰ افغانې کورنۍ د اخراج له ګواښ سره مخ دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ۲۲ کلن محمد عمر رحماني یې د اپرېل په وروستیو کې د یوې ۲۷ کلنې تاجکستانۍ ښځې وحیدووا عزیزه دونیاربیکوونا د وژلو په تور نیولی دی.

د اعلامیې له مخې، رحماني د خجند ښار د جبار رسولوف ولسوالۍ په دهنموي کلي کې په غیر قانوني ډول اوسېده او یاده ښځه یې د پخلنځي د چړې په ګوزار وژلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې « عزيزه وحیدووا د خپل ناموس د دفاع هڅه کړې وه».

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د قانون پلي کوونکو ادارو د پر وخت اقداماتو په پایله کې وژونکی نیول شوی او د تاجکستان د جزا قانون د ۱۰۴ مې مادې د دویمې فقرې له مخې یې جنایي دوسیه پرانېستل شوې او اوس په لنډمهالي توقیف کې دی.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې «افغانان باید د تاجکستان قوانینو، دودونو او فرهنګي ارزښتونو ته درناوی وکړي، په کلکه یې رعایت کړي او خپل استوګنځایونه رسمي کړي».

په خجند او دوشنبه ښار کې یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له پېښې وروسته د خجند ادارې په سیمه کې میشتې شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ په دوشنبه ښار کې یوه کمپ ته لېږدولې دي.

یوه افغان د یادې پېښې د تایید ترڅنګ وویل، « د خجند ادارې ۲۵۰ کورنۍ دوشنبې ته لېږدولې او ټول د کور توکي یې په خجند ښار کې پاتې دي او ښايي افغانستان ته ډیپورټ کړای شي».

د نوموړي په وینا، «ددې پېښې له امله افغانان ډېر اندېښمن دي».

په دوشنبه ښار کې سرچینې وايي، چې له دغو کورنیو نه اسناد واردمخه غوښتل شوي او راغونډ شوي او وروسته یې ټولې کورنۍ دوشنبې ښار ته لېږدولې دي.

په دغو کورنیو کې ډېری کسان له طالبانو سره د سیاسي ستونزو له امله او غچ اخېستنې له وېرې تاجکستان ته کډوال شوي دي.

یاده سرچینه وايي، په وژنه تورن افغان د شپې مهال د څو تاجکستاني ځوانانو په ګډون یاده ښځه وژلې، خو دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په پېښه کې یوازې د یوه افغان د ښکیلتیا او نیول کېدو خبر ور کړی دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

۴
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۵
تازه خبر

د طالبانو مشر جمعه خان فاتح له دندې ګوښه کړ

•
•
•

نور کیسې

د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله افغانستان ته د خوراکي توکو د انتقال لګښت درې برابره لوړ شوی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱
د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله افغانستان ته د خوراکي توکو د انتقال لګښت درې برابره لوړ شوی
100%

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې مشر ویلي، چې افغانستان ته د خوراکي توکو د انتقال لګښت درې برابره لوړ شوی. جان ايليیف ویلي چې مهم خوراکي توکي لکه تغذیوي بسکېټ او نور غذایي مواد اوس له دوبۍ نه د اوو هېوادونو له لارې په ځمکنیو بدیلو لارو کابل ته لیږدول کیږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د دفتر مشر جان ايليیف ویلي چې افغانستان ته د خوراکي توکو د لېږد لګښت درې برابره لوړ شوی، ځکه کابل سمندر ته نېغ لاسرسی نه لري او د اکمالاتو ټول مسیرونه له اوږدو او ګران بیه ترانسپورتي لارو تېرېږي.

د هغه په وینا، د هرمز تنګي د سمندري لارې د ګډوډېدو له امله د بشري مرستو بهیر په جدي ډول اغېزمن شوی، چې له کبله یې نه یوازې د مرستو د رسېدو وخت زیات شوی، بلکې لګښتونه هم په بې ساري ډول لوړ شوي دي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړې چې مهم خوراکي توکي لکه تغذیوي بسکټونه او نور اړین توکي چې ډېری له دوبۍ څخه افغانستان ته لېږدول کېږي، اوس د خلیج د سمندري لارې د تړل کېدو له امله د اوو هېوادونو له لارې په بدیلو ځمکنیو مسیرونو لېږدول کیږي.

دغه بدیلې لارې د مرستو رسونې وخت شاوخوا درې اونۍ اوږدوي او د ترانسپورت لګښتونه یې په ځینو مواردو کې څو برابره ډېر کړي دي.

په افغانستان کې د دغه وضعیت اغېز لا زیات محسوس دی، ځکه کابل له وړاندې د خوراکي ناامنۍ له جدي ناورین سره مخ دی.

مرستندویه ادارې د لوژستیکي فشار له امله له جدي محدودیتونو سره مخ شوې او د مرستو چټکتیا او ظرفیت نور هم کم شوی دی.

راپور همدارنګه یادونه کوي چې د تیلو د نړیوالو بیو لوړېدو دغه ستونزې لا نورې سختې کړې دي او د مرستو رسونه یې لا ګرانه او پیچلې کړې ده.

د کونړ قومي مشرانو جرګه: پاکستاني پوځیانو وړاندیز کړی چې طالبان دې له ډیورنډ کرښې لرې شي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د کونړ قومي مشرانو جرګه: پاکستاني پوځیانو وړاندیز کړی چې طالبان دې له ډیورنډ کرښې لرې شي
100%

د کونړ ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ د باجوړ قومي مشرانو د پاکستاني نظامیانو ځینې غوښتنې د کونړ له قومي مشرانو سره شریکې کړې دي. د پاکستاني ځواکونو لومړنۍ غوښتنه دا ده، چې طالبان به د کونړ په حدودو کې له ډیورنډ کرښې لرې کېږي او نور به تاسیسات نه جوړوي.

په کونړ کې قومي مشرانو نن دوشنبه، د غويي پر ۱۳مه وویل، چې تېره ورځ د کونړ او باجوړ قومي مشران بیا سره جرګه شوي وو.

د قومي مشرانو په وینا، پاکستاني پوځیانو د اوربند شرایط سخت کړي او د طالبانو له لوري ددې شرایطو منل ستونزمن ښکاري.

قومي مشرانو همدراز وویل، چې دوی به نن دا غوښتنې د طالبانو له چارواکو سره شریکې کړي.

یوه قومي مشر له نومښودنې پرته وویل:« نه طالبان او نه داوړه ولسونه د جګړې پلوي دي، خو د پاکستان له شرایطو داسې ښکاري چې دوی دا جګړه اوږدول غواړي او په پایله کې به یې ولسي خلک اړ وځي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پرتو ولسوالیو ووځي».

پاکستاني ځواکونو په وقفه يي ډول د کونړ پر دانګام، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ د درندو وسلو بریدونو ته ادامه ور کړې ده.

نن د طالبانو د دانګام ولسوالۍ ولسوال وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د کونړ ځینو قومي مشرانو د غويي پر ۱۲مه ویلي وو، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سرکاڼو ولسوالۍ په ناواپاس سیمه کې د دواړو لوریو د قومي مشرانو په وروستۍ ناسته کې د اوربند پر شرایطو سلامشورې او ددې خبرو د پایلو ترلاسه کولو لپاره د ناستو پر دوام هوکړه شوې وه.

یو قومي مشر وویل، چې پاکستان د دې خبرو پرمهال د کونړ په مرکز اسعداباد، سرکاڼو، مرورې، خاص کونړ او دانګام ولسوالیو کې د عامو خلکو پر کورونو بریدونه وکړل، چې له امله یې د قومي مشرانو د ناستو بهیر ګډوډ شو.

ځینې قومي مشران په دې باور دی، چې پاکستاني پوځیان یو خوا د قومي جرګې له لارې د خبرو دوام غواړي خو بل خوا دوی خپل بریدونه هم روان ساتلي دي.

طالبانو د پاکستاني پوځیانو نویو شرایطو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه هم پاکستان په رسمي ډول څه ویلي دي.

له دې وړاندې د وري پر ۲۴مه، د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه. د هوکړې له مخې، دواړو خواوو له ناړۍ نه تر نورستان پورې دایمي اوربند کړی.

پاکستاني پوځیانو د نورستان له قومي مشرانو نه په شفاهي ډول غوښتي وو، چې په خپلو سیمو کې به ټي ټي پي نه پرېږدي.

طالبان د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي فعالیتونه ردوي او دا د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي.

د ایران سرکونسل: د ایران له لارې عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر اسانتیاوې برابرې شوې

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۱
د ایران سرکونسل: د ایران له لارې عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر اسانتیاوې برابرې شوې
100%

په هرات کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکونسل ویلي، چې د اسلام کلا- دوغارون بندر له لارې عراق ته د افغان زیارت کوونکو د احتمالي سفر اسانتیاوې برابرې شوې دي. نوموړي ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې په دغه تړاو د ایران او طالبانو د چارواکو ترمنځ څو ناستې شوې دي.

علیرضا مرحمتي د یکشنبې په ورځ د تایباد له والي سره په لیدنه کې وویل چې په تېرو څو میاشتو کې د ایران او طالبانو د چارواکو ترمنځ څو ناستې شوې دي، چې افغان زیارت کوونکی د محرم او صفر په میاشتو کې عراق ته د زیارت لپاره سفر وکړای شي.

هغه وویل چې د دې سفر لپاره ټول لازم امکانات په ایران او افغانستان کې برابر شوي ، خو وروستۍ پرېکړه به د ټولو اړوندو هېوادونو د قوانینو په چوکاټ کې وشي.

د ایران د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، مرحمتي زیاته کړه چې تېر کال افغان زیارت کوونکي ونه توانېدل چې د دوغارون له لارې ایران ته داخل شي او بیا عراق ته سفر وکړي.

هغه همدارنګه د ایران د هغو اتباعو یادونه وکړه چې په خلیج هېوادونو کې اوسېږي او د وروستیو شاوخوا ۴۳ ورځو په بهیر کې د اسلام کلا- دوغارون له لارې ایران ته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا، دغه کسان له کابل او هرات څخه دوغارون بندر ته ورغلي او د خراسان رضوي او تایباد د اړوندو ادارو په همغږۍ خپلو اصلي ځایونو ته رسېدلي دي.

د تایباد ولسوال حسین جمشيدي ویلي، چې د اسلام کلا- دوغارون رسمي بندر هر کال د افغان زیارت کوونکو لومړنۍ رسمي دروازه ګڼل کېږي.

هغه وویل چې هر کال د اړوندو ادارو په همکارۍ د زیارت کوونکو لپاره لازم امکانات برابرېږي او ستونزې د تېر په پرتله کمې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې افغان وګړو له ۱۳۹۶ هجري لمریز کال راهیسې د محرم او صفر په میاشتو کې عراق ته د زیارت لپاره له همدې لارې رسمي سفرونه پیل کړي وو، خو دا بهیر په ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو کې د کرونا وبا له امله درېدلی و.

د هغه په وینا، په تېرو نهو کلونو کې له ۱۵۰ زرو څخه زیات افغان زیارت کوونکي د دوغارون له لارې عراق ته تللي دي.

له نجونو پرته؛ د کانکور عمومي ازموینې را روانه اوونۍ پیلېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱
له نجونو پرته؛ د کانکور عمومي ازموینې را روانه اوونۍ پیلېږي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۵کال د کانکور ازموینه به راتلونکې اوونۍ (د غویي په ۲۲مې) نېټې پیل شي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ازموینې لومړی پړاو به په ۱۵ ولایتونو کې ترسره شي.

د ازموینې لومړي پړاو کې د میدان وردګ، پروان، غزني، کونړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، روزګان، غور او بدخشان ولایتونه شامل دي. یادې ادارې ویلي، چې د ګډونوالو بایومتریک به (د غویي په ۲۲مې او ۲۳مې) نېټې وشي او اصلي ازموینه به د همدې میاشتې په (۲۴مې او ۲۵مې) نېټې واخیستل شي.

دغه ازموینه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې بندې دي. له دې سره دا په افغانستان کې پنځم پرله‌پسې ځل دی، چې د کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي.

د نجونو پر زده‌کړو بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي او د نړۍوالې ټولنې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندلو له مهمو شرطونو څخه هم د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل بلل کېږي.

افغانستان ته د قزاقستان د غلې دانې د صادارتو زیاتوالی؛ خلک د بیو لوړوالي له کبله شکایت کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱
افغانستان ته د قزاقستان د غلې دانې د صادارتو زیاتوالی؛ خلک د بیو لوړوالي له کبله شکایت کوي
100%

د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت وايي، چې افغانستان ته د غلو دانو صادرات د پام وړ زیات شوي؛ خو خلک بیا شکایت کوي چې په بیو کې هیڅ بدلون نه‌دی راغلی.

د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات ۳۰۲زره ټنو ته رسېدلي، چې د تېرکال د ورته مودې پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
سره له دې چې د وارداتو زیاتوالی معمولاً د بیو د راټیټېدو لامل کېږي؛ خو د افغانستان په بازارونو کې د قزاقي غنمو او اوړو بیې لاهم پر خپل حال پاتې دي او نه‌دي ټيټې شوې.

په کندهار کې یوشمېر سوداګر وایي، د وارداتي توکو مالیاتو سربېره لوی واردوونکي د خپلو لګښتونو او ګټې په پام کې نیولو سره بیې لوړې ساتي چې له امله یې د بازار په کچه د بیو کنټرول نه تر سترګو کېږي.

د دوی په وینا؛ که څه هم له قزاقستان نه د غنمو او اوړو واردات زیات شوي خو په بازار کې یې بیې لاهم لوړې پاتې دي. دوی زیاتوي، د مالیاتو لوړوالی او د بازار ناسم مدیریت د دې لامل شوی چې بیې لوړې پاتې شي.

د غنمو او اوړو په کارونو کې بوخت یو سوداګر حاجي عصمت‌الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «اوس‌مهال واردات زیات شوي؛ خو مالیه ډېره ده او لوی سوداګر پر همدې اساس خپله ګټه زیاتوي، ځکه بیې نه راټیټېږي او پر پخواني حال پاتې دي».

بل سوداګر بیا د بیو د ثبات لامل د کنټرول نشتوالی بولي او وایي: «په بازار کې هېڅ ډول کنټرول نه‌شته، هر څوک د خپلې خوښې بیه ټاکي او د همدې لپاره د قزاقي غنمو او اوړو قیمتونه د پخوا په شان پاتې دي».

د سوداګرو په وینا؛ له اقتصادي اړخه په ټوله کې کله چې د توکو واردات زیات شي، په بازار کې یې عرضه ډېرېږي او بیې یې راټیټېږي. خو په افغانستان کې د غلو دانو په برخه کې داسې څه نه لیدل کېږي او د وارداتو د زیاتوالي سربېره د قزاقي غنمو او اوړو بیې لاهم لوړې پاتې دي.

د قزاقستان ترانسپورټ وزارت د دوشنبې په ورځ (د غويي ۱۴مه) ویلي، که څه هم ازبکستان او روسیې ته یې صادرات زیات شوي؛ خو افغانستان ته د صادراتو وده تر ټولو لوړه ثبت شوې ده.

افغانستان د سیمې په کچه د قزاقستان د غنمو او اوړو له مهمو بازارونو څخه ګڼل کېږي. د دغه صادراتو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې قزاقستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې خپلې ترانزیټي لارې د سویل پر لور پراخې کړي.

بل خوا په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د کمېدو له امله له مرکزي اسیا هېوادونو سره اقتصادي اړیکو ته زیات تمرکز شوی دی.