د سپاه پاسداران ویاند: په هرمز تنګي کې به سرغړوونکې کښتۍ «په زور» ودرول شي

د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي، په هرمز تنګي کې به هغه سمندري تګراتګ چې د سپاه د سمندري ځواک له اعلان شویو اصولو سره په ټکر کې وي؛ له «جدي ګواښونو» سره مخ شي.

د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي، په هرمز تنګي کې به هغه سمندري تګراتګ چې د سپاه د سمندري ځواک له اعلان شویو اصولو سره په ټکر کې وي؛ له «جدي ګواښونو» سره مخ شي.
هغه زیاته کړې، چې سرغړوونکې کښتۍ به «په بشپړ ځواک سره» ودرول شي. سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې د کښتۍ چلوونکو شرکتونو او د ترانسپورټي بیمې ادارې باید د سپاه پاسداران اعلامیو ته پام وکړي.

د ایران پوځ د دوشنبې په ورځ امریکايي ځواکونو ته خبرداری ورکړ چې هرمز تنګي ته داخل نه شي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشګټن به د هغو بېړیو له خلاصون سره مرسته وکړي، چې د امریکا-اسراییل جګړې له امله په خلیج کې بندې پاتې دي.
ټرمپ د دغه پلان په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې له هغو بېړیو او عملې سره به مرسته وشي چې د دې مهمې سمندري لارې په داخل کې «بندې پاتې شوې» دي او د جګړې له اوږدېدو وروسته د خوړو له کمي او نورو اړتیاوو سره مخ دي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ګډې قوماندانۍ په ځواب کې خبرداری ورکړی چې امریکايي ځواکونه باید د هرمز تنګي له سیمې لرې پاتې شي.
یادې قوماندانۍ ویلي، چې هر ډول ګواښ ته به سخت غبرګون وښيي او له تجارتي بېړیو او تېل وړونکو ټانکرونو یې وغوښتل چې له پوځي همغږۍ پرته حرکت ونه کړي.
د ایران د ګډې قوماندانۍ مشر علي عبدالهی وویل: «موږ څو ځله ویلي چې د هرمز تنګي امنیت زموږ په لاس کې دی او د بېړیو خوندي تګ باید له وسلهوالو ځواکونو سره همغږی شي».
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، شاوخوا ۸۵ سلنه هغه جرمونه چې د خبریالانو پر ضد ترسره کېږي؛ له جدي څېړنې او سزا پاتې کېږي. هغه خبرداری ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خبریالانو هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
ګوټرېش دغه څرګندونې (د مئ ۳مه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت کړې دي. ګوتریش وایي، د رسنیو ازادي د ټولو نورو ازادیو بنسټ دی. د هغه په وینا؛ له ازاده رسنیو پرته سوله، دوامداره پرمختګ او د بشري حقونو ټینګښت ستونزمن کېږي.
هغه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو نه تعقیب «د نه منلو وړ معافیت» وباله او زیاته یې کړه، چې اقتصادي ستونزو، نوې ټېکنالوژۍ او سانسور پر رسنیو بېساری فشار راوستی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه وویل، د عام تصور خلاف چې ګواکې حقیقت د جګړې لومړنی قرباني دی، په حقیقت کې د جګړې لومړني قربانيان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دي چې د حقیقت راپور ورکولو لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
هغه زیاته کړه: «دغه ګواښونه یوازې تر جګړې محدود نهدي؛ بلکې د نړۍ په هر هغه ځای کې چې واکمنان له حساب ورکولو وېره لري، خبریالان له سانسور، ګواښ، ځورونې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ وي».
ګوټرېش په یوه ویډیويي پیغام کې ټینګار کړی، چې معلوماتو ته د لاسرسي محدودېدل په ټولنه کې بېباوري زیاتوي. د هغه په وینا؛ د عامه موضوعاتو تحریف ټولنیز یووالی کمزوری کوي او کله چې ژورنالېزم زیانمن شي، نو کړکېچونه لا ژورېږي.
په پای کې هغه له هېوادونو وغوښتل، د خبریالانو حقونه خوندي کړي او داسې شرایط رامنځته کړي چې حقیقت او د حقیقت ویونکي په بشپړ امنیت کې ژوند وکړي.
د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن، ویلي چې امریکا له پوځي برترۍ سره سره تر اوسه په ایران کې خپل ټاکلي هدفونه نه دي پوره کړي.
بولټن له نیوزنیشن سره په مرکه کې ټینګار کړی چې امریکا «لا هم په ایران کې خپل کار نه دی بشپړ کړی» او زیاته کړې یې ده چې د بریا تعریف یې د تهران د حکومت بدلون دی.
د «دی هیل»د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې که څه هم امریکا «لویه برتري» لري، خو هغه ماموریت چې پیل شوی و، لا پای ته نه دی رسېدلی.
بولټن همدارنګه څرګنده کړې،چې حتی که د نظام بدلون هم نه وي، بیا هم داسې اقدامات موجود وو چې د ټرمپ ادارې کولای شول ترسره یې کړي، خو عملي شوي نه دي.
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي اختلافونه دوام لري.
د لبنان په سویل کې د اسراییل په تازه بریدونو کې، سره له دې چې اوربند هم اعلان شوی، لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ (د غویي ۱۳مه) د لبنان په بېلابېلو سویلي سیمو کې ترسره شوي، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې، د صور ښار ته څېرمه په یوه هوايي برید کې درې تنه وژل شوي، چې پکې دوه سوریایي او یو مصري وګړی شامل دي.
همدارنګه، په نورو جلا پېښو کې یو تن د ډرون په برید او دوه نور کسان پر یوه استوګنیز کور د برید له امله وژل شوي دي.
د لبنان د رسمي سرچینو په وینا، د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې، چې اسراییل خپل پراخ بریدونه پیل کړي، شاوخوا ۲۷۰۰کسان وژل شوي او تر ۱،۶میلیونه ډېر خلک بېځایه شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند یو ځل بیا غځول شوی، خو د تاوتریخوالي د کمېدو نښې لا هم نه تر سترګو کېږي.
د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ، یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا له دریځ څخه ملاتړ اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې تهران باید اټومي وسلو ته لاسرسی و نه لري.
مېرڅ په ایکس خواله رسنۍ کې په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي: «متحده ایالات د شمالي اتلانتیک په اتحاد کې د جرمني تر ټولو مهم شریک دی او همداسې به پاتې شي.»
نوموړي زیاته کړې: «موږ یو ګډ هدف لرو: باید ایران ته اجازه ور نه کړل شي چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.»
د جرمني لومړی وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه نړیوالې اندېښنې لا هم پر ځای دي او لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د ډیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو له لارې د دې پروګرام مخه ونیسي.