• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په کوربه‌توب لوبلړۍ کې ګډون کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۲۹ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې ملي لوبډله به د مالدیف په کوربه‌توب په نړۍواله لوبلړۍ کې ګډون وکړي. دغه فدراسیون زیاته کړې، چې یادې سیالۍ به د روان کال د جون په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۰مې نېټې دوام وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د دوشنبې په ورځ (د غویي ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د پاکستان او مالدیف ملي لوبډلې او د بنګله‌دېش تر ۲۳ کلنو کم عمره لوبډله هم برخه واخلي او یو د بل سره به سیالۍ ترسره کړي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۳
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۴

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

۵

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

•
•
•

نور کیسې

پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان سوپر ليګ جام سیالیو ۱۱م پړاو اتلولي خپله کړه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان سوپر ليګ جام سیالیو ۱۱م پړاو اتلولي خپله کړه
100%

پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان سوپر ليګ جام د ۱۱م پړاو سیالیو په پايلوبه کې حېدراباد کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې جام د سږکال اتله لوبډله شوه.

د پاکستان په لاهور ښار کې په قذافي لوبغالي کې پي اېس اېل ۱۱ پړاو جام کې د حېدراباد کنګز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۱۸اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو ۱۲۹منډې جوړې کړې.

ورپسې پېښور زلمي لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۶م اوور کې د پينځه لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره او پايلوبه یې وګټله.

پېښور زلمي له دې وړاندې په ۲۰۱۷ کې اتلولي ګټلې وه.

پي اېس اېل ۱۱ پړاو کې اته لوبډلو برخه واخيستې وه، د حېدر اباد کنګز لوبډله پکې په لومړي ځل شامله شوې وه.

د کرکټ «امید وطن» شل‌اوریز جام؛ مس عینک او بُست لوبډلو بریاوې خپلې کړې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
د کرکټ «امید وطن» شل‌اوریز جام؛ مس عینک او بُست لوبډلو بریاوې خپلې کړې
100%

د افغانستان د کرکټ د کورنیو سیالیو په لړ کې د «امید وطن» د شل‌اوریز جام سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ تر څار لاندې روانې دي، چې په وروستیو لوبو کې یې د مس عینک او بُست لوبډلو بریاوې خپلې کړې دي.

د دغه لوبو په دویمه سیالۍ کې، مس عینک لوبډلې د امو پر وړاندې د پنځو ویکټو په توپیر بریا ترلاسه کړه. امو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۲منډو هدف وټاکه.

خو مس عینک په ځوابي لوبه کې دا هدف په ۱۹.۲اورونو کې د پنځو ویکټو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او د ۱۷۵منډو په جوړولو یې بریا خپله کړه. په دې بریا کې محبوب تسکین او ایمل شاهین مهم رول ولوباوه، چې دواړو نیمه سلیزې ووهلې.

په ځانګړې توګه، محبوب خان د ۶۴منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په همدې ورځ په لومړۍ سیالۍ کې، د بُست لوبډلې د سپین‌غر پر وړاندې بریا ترلاسه کړه. سپین‌غر لومړی توپوهنه وکړه او په ۱۶.۴اورونو کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۱۵منډې یې جوړې کړې.

بست لوبډلې بیا دا هدف په ۱۶.۵اورونو کې د شپږو ویکټو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله. په دې لوبه کې نعمان شاه د ۴۵منډو په کولو سره ښه ځلېدلی، او اعجازالحق د دوو ویکټو په اخیستلو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغه سیالۍ د کندز ولایت په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې دي او د هېواد د بېلابېلو زونونو استازې لوبډلې لکه سپین‌غر، آمو، بست، مس عینک او بند امیر پکې ګډون لري. تمه ده چې دا سیالۍ به د راتلونکو ورځو په ترڅ کې هم دوام ومومي.

د پاکستان سوپر لیګ جام سیالۍ؛ ګټونکې لوبډلې ته به ۵۰۰زره ډالر جایزه ورکړل شي

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۱
د پاکستان سوپر لیګ جام سیالۍ؛  ګټونکې لوبډلې ته به ۵۰۰زره ډالر جایزه ورکړل شي
100%

د پاکستان کرکټ بورډ وایي، چې د پاکستان سوپر ليګ جام ۱۱ پړاو کرکټ سياليو پايلوبه ګټونکې لوبډلې لپاره د ۵۰۰زره ډالرو جایزه ټاکل شوی، او بايلونکې لوبډلې ته به ۳۰۰زره ډالره ورکړل شي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، د پي اېس ايل په تاريخ کې په لومړي ځل د سوداګریز امتیاز لپاره دا جایزه ټاکل شوې ده.

دوی وويل، هغه سوداګریز امتیاز چې د پاکستان سوپر ليګ جام سیالیو کې یې د لوبغاړو د پرمختګ لپاره هڅې کړي هغه ته به هم ۲۰۰زره ډالره انعام ورکړل شي.

ټاکل شوې، چې د پي اېس اېل ۱۱پړاو سیالیو پايلوبه به د يکشنبې په ماښام د پېښور زلمي او حېدراباد کنګز لوبډلو ترمنځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.

د بې‌ځایه شویو سازمان نړۍوالو سیالیو ته د فوټبال افغان ښځینه‌و لوبغاړو د ستنېدو هرکلی کړی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۶:۵۰ GMT+۱
د بې‌ځایه شویو سازمان نړۍوالو سیالیو ته د فوټبال افغان ښځینه‌و لوبغاړو د ستنېدو هرکلی کړی
100%

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان د فیفا او اسیا فوټبال فدراسیون له هغه پرېکړو هرکلی کړی، چې په نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان د فوټبال ښځينه جلاوطنه لوبغاړو ته د لوبېدو رسمي‌ اجازه ورکوي.

یاد سازمان ویلي، چې افغان ښځینه لوبغاړې د خپل هېواد استازې دي. د دغه سازمان په خبره؛ د افغان ښځو د یووالي لوبډله د مقاومت، زغم او هیلو سمبول دی. دوی ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د نړۍ تر ټولو سختو حقوقي کړکېچونو سره مخ دي.
د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان مشر اشرف حیدري ویلي: «د فیفا پرېکړه یو پیاوړی پیغام لري، طالبان نه‌شي‌ کولی افغان ښځې له نړۍوال ډګر څخه لرې وساتي». دغه سازمان له فیفا، اسیا فوټبال فدراسیون او نړۍوالو ورزشي‌ ادارو غوښتنه کړې، چې د افغان ښځینه‌و فوټبال لوبډلې سره د سمبولیک ملاتړ پرځای عملي ګامونه واخلي.

له بل پلوه ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴کال کې د افغانستان د جنسيتي شاخص له مخې راپور ورکړی و، چې په دغه هېواد کې له نږدې لسو ځوانو افغان مېرمو څخه یې اته له زده‌کړو، کار یا روزنې څخه بې‌برخې دي.

یونېسف هم وړاندې خبرداری ورکړی، که پر ښځو د طالبانو محدودیتونه دوام وکړي؛ نو افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د زرګونه ښځینه‌و ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

بشري حقونو سازمان: امریکا دې د نړیوال جام پر مهال د کډوالۍ سخت اقدامات وځنډوي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۱
بشري حقونو سازمان: امریکا دې د نړیوال جام پر مهال د کډوالۍ سخت اقدامات وځنډوي
100%

د بشري حقونو سازمان له فیفا غوښتنه کړې، چې د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پر مهال دې پر امریکا فشار راوړي څو د کډوالۍ د پلي کوونکو ادارو عملیات وځنډول شي، ځکه د دې سازمان په وینا دا چاره کولی شي د مینه‌والو او ګډونوالو حقونه له ګواښ سره مخ کړي.

د بشر حقونو سازمان په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې فیفا باید د امریکا له حکومت وغواړي څو د ۲۰۲۶ نړیوال جام پر مهال دیا د کډوالۍ د پلي کوونکو ادارو د عملیاتو لنډمهالی ځنډ اعلان کړي.

د راپور له مخې، دا غوښتنه په دې موخه شوې چې د سیالیو پر مهال د لوبغاړو، مینه‌والو، خبریالانو او کارکوونکو د بشري حقونو د احتمالي سرغړونو مخه ونیول شي.

ټاکل شوې د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د جون له ۱۱مې څخه د جولای تر ۱۹مې پورې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره شي، چې دا به د لومړي ځل لپاره د ۴۸ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ د پلي کوونکې ادارې (ای سي یي) سختو اقداماتو او د کډوالو پر ضد د تګلارو له امله ښايي نړیوال جام ته تلونکي کسان له ستونزو سره مخ شي.

په راپور کې راغلي: «فیفا باید بېړني ګامونه پورته کړي څو د بشري حقونو د سرغړونو خطرونه کم کړي، او له امریکايي ادارې وغواړي چې د سیالیو په ځایونو کې د کډوالۍ د پلي کېدو عملیات وځنډوي.»

د بشر حقونو څار سازمان د فیفا له رییس جیاني انفانتینو او د دې سازمان له مشرانو هم غوښتي چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي څو د امریکا حکومت وهڅوي چې د سفر محدودیتونه کم کړي، د تبعیضي تګلارو مخه ونیسي او د بیان ازادي او د راټولېدو حق خوندي کړي.

بل لور ته، د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي چې د نړیوال جام امنیت د امریکا د حکومت لپاره لومړیتوب دی او دا سیالۍ به په بشپړ امنیت او همغږۍ ترسره شي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت هم ویلي چې د نړیوال جام لپاره به له فدرالي او سیمه‌ییزو ادارو سره په همغږۍ کار وکړي څو د ټولو ګډونوالو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي، خو ټینګار یې کړی چې د کډوالۍ قوانین به پلي کېږي.

دغه راپور وروسته له هغه خپور شوی چې د بشري حقونو یو شمېر ډلو خبرداری ورکړی و چې نړیوال جام ته تلونکي کسان ښايي له ناسم چلند، نیولو یا حتی اجباري ویستنې سره مخ شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که دا اندېښنې جدي ونه نیول شي، نو د ۲۰۲۶ نړیوال جام به د سپورټ پر ځای د سیاسي او بشري حقونو له لانجو سره مل شي.