امریکا ایران ته د ستنېدو لپاره «توسکا» بېړۍ او د هغې عمله پاکستان ته انتقال کړه

اېبيسي نیوز د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند ټیم هاوکینز په حواله راپور ورکړی، هغه ایرانۍ بېړۍ «توسکا» چې د امریکا سمندري ځواکونو نیولې وه؛ له خپلې عملې سره یوځای پاکستان ته لېږدول شوې تر څو بېرته ایران ته ستنه شي.
