د سرغړونې له امله؛ طالبانو په ۴ ولایتونو کې ۱۶ درملتونونه او روغتيايي کتنځایونه تړلي دي

د طالبانو روغتیا وزارت وايي، چې په هلمند، پکتیا، بغلان او خوست ولایتونو کې یې د خوراکي توکو د کیفیت، نېټې تېر درملو، بیو او ورته نورو برخو څارنه کړې ده. یاد وزارت زیاته کړې، چې د څار پرمهال یې ۱۶ درملتونونه او روغتيايي کتنځایونه د سرغړونو له امله تړلي دي.
