• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د بودیجې له زیاتوالي سره به افغان کډوالو ته مرستې ډېرې شي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۵ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې وینسا مټر بولي ویلي، د بودیجې له زیاتوالي سره به راتلونکی کال افغان کډوالو او راستنېدونکو ته مرستې پراخې شي. بل پلو طالب چارواکي د کډوالو د جبري ستنولو او خراب وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې وینسا مټر بولي دا څرګندونې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر له رییس سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې کړې دي.

ددغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان کډوالو پر وضعیت، شته ستونزو او راستنېدونکو ته د خدمتونو د ښه‌والي پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په ناسته کې سعید احمد بنوري ویلي: «په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو ګڼ شمېر کډوال راستنېږي، چې له ستونزمن حالت سره مخ دي. پاکستان یې په زور باسي، ګواښي یې، حقونه یې تر پښو لاندې کوي او حتا ځینې یې بندي کوي.»

هغه خبرداری ورکړی، چې ښايي د راستنېدو لړۍ نوره هم چټکه شي او زیاته کړې یې ده: «باید پوره چمتووالی ولرو او راستنېدنه باید په تدریجي، خپله خوښه او عزتمنده توګه ترسره شي.»

خبرپاڼه زیاتوي، بنوري د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ وغوښتل چې په سرحدي سیمو کې راستنېدونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او ټینګار یې وکړ چې طالبان د کډوالو ملاتړ ته ژمن دي.

په خبرپانه کې راغلي، وینسا مټر بولي د خپلې ادارې د بودیجې د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل: «د مهاجرینو چارو وزارت کاري لومړیتوبونه مو په پام کې نیولي، څو په راتلونکي کال کې راستنېدونکو ته لا زیاتې مرستې برابرې کړو.»

هغې همداراز ډاډ ورکړ، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري به له افغان کډوالو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې زیاتې کړي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

سارا اډمز: د داعش خراسان پر وړاندې د طالبانو د پام وړ عملیاتو نښې نه لیدل کېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د سي‌اې‌ای پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې، چې د هغې د درې ورځنۍ ارزونې له مخې، د داعش خراسان ډلې د پوځي شورا پر وړاندې د طالبانو له لوري د نیونو او یا وژنو کوم تایید شوي موارد نه دي ثبت شوي.

سارا اډمز په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، د ارزونې پر بنسټ، د داعش خراسان د پوځي شورا جوړښت تر ډېره پر خپل حال پاتې دی او د طالبانو له لوري د دې ډلې د غړو پر وړاندې کومه ښکاره ضربه نه ده لیدل شوې.

هغې ویلي: «په دې موده کې د داعش خراسان د پوځي شورا پر وړاندې د طالبانو له اړخه د نیولو یا وژلو کوم تایید شوي موارد نه شته.»

د اډمز په وینا، یوازینی بدلون د محمد شريف‌الله په تړاو رامنځته شوی، چې د پاکستان له‌خوا تر نیول کېدو وروسته له یادې شورا لرې شوی، نه د طالبانو د عملیاتو په پایله کې.

نوموړې زیاته کړې چې د هغه پر ځای حیات‌الله منصور الخراساني ټاکل شوی دی.

اډمز همداراز ادعا کړې چې محمد شريف‌الله د ۲۰۲۱ کال د کابل د ابي ګېټ برید په تړاو د امریکا له‌خوا د «قرباني» په توګه کارول شوی او دا یې د ۲۰۱۲ کال د بنغازي له پېښې سره ورته بللې ده.

هغې خبرداری ورکړی چې دا ډول تګلارې باید بیا تکرار نه شي.

حمد الله فطرت: د پاکستاني ځواکونو تازه بریدونو د کونړ په دانګام کې ۳ ملکیان وژلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې د پاکستاني ځواکونو په تازه بریدونو کې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

حمدالله فطرت په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې دغه بریدونه د ډیورنډ کرښې ته نږدې ترسره شوي او پکې د ولسي خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او جوماتونه په نښه شوي دي.

هغه ویلي: «د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د خپلو بریدونو په دوام د کونړ د دانګام ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر استوګنځایونو بریدونه کړي، چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.»

د فطرت په وینا، په دغو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړې چې سربېره پر دې، شاوخوا ۸۰څاروي هم له منځه وړل شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

اصف دُراني: د افغانستان ثبات د یوه ټول‌شموله او مشروع نظام پورې تړلی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، د «رژیم بدلون» بحثونه د اصلي ستونزې حل نه دی، بلکې د افغانستان ثبات هغه وخت ټینګېږي چې یو ټول‌شموله او مشروع سیاسي نظام د افغانانو له‌خوا رامنځته شي.

دُراني په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، د رژیم بدلون په اړه خبرې ښايي د بهرنیو لورو له اجنډاوو سره سمون ولري، خو دا بحث د افغانستان له اصلي اړتیا، یعنې ثبات، پام اړوي.

هغه ټینګار کړی: «ثبات هغه وخت رامنځته کېږي چې یو ټول‌شموله او مشروع سیاسي جوړښت، د افغانانو له‌خوا او د هغوی د مشارکت پر بنسټ جوړ شي.»

دراني زیاته کړې، چې طالبان یو سیاسي حرکت دی او د ده په وینا، د سیاسي تنوع او ګډون له منلو ډډه کوي، چې له امله یې د هغوی کورنی او نړیوال مشروعیت محدود پاتې شوی دی.

نوموړي ویلي، د پراخ مشارکت او د خلکو د رضایت پرته حکومتداري محدوده پاتې کېږي او اوسنی سیاسي نفوذ تر ډېره د کندهار او کابل تر منځ راڅرخي، خو پراخ سیاسي ملاتړ نه لري.

هغه خبرداری ورکړی چې هېڅ دوامداره وضعیت پر محرومیت او نه‌ګډون نه شي ودرېدای او زیاتوي: «یو داسې نظام چې د افغانستان تنوع منعکس نه کړي، تل به کمزوری پاتې شي.»

د دراني په وینا، بدلون حتمي دی، خو اصلي پوښتنه دا ده چې دا بدلون به څنګه راځي، او دا چې طالبان تر کومه بریده دا واقعیت درک کوي، د افغانستان راتلونکی به هماغه ټاکي.

فاریاب او فراه کې ترافیکي پېښې؛ اووه تنه مړه شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱

طالبانو اعلان کړی، چې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ او د فراه په مرکز کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو امنیې قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ (د غویي ۱۴مه) ویلي، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو تیز رفتاره موټر له یو باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د طالبانو په وینا، په دې پېښه کې موټر چلوونکی او دوه نور کسان مړه شوي دي. همدارنګه، د باروړونکي موټر چلوونکی د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

په ورته وخت کې، د فراه ولایت په مرکز کې په یوې بلې ترافیکي پېښه کې د یو موټرسایکل څلور سپرلۍ هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتوالی د بېلابېلو لاملونو له امله بلل کېږي، چې په کې د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعت او د څارنې کمزوري سیستم شامل دي. کارپوهان ټینګار کوي چې که د سړکونو جوړښت ښه نه شي او د ترافیکو کنټرول جدي نه شي، دا ډول پېښې به لا زیاتې شي.

طالبانو د قومي جرګې له لارې له پاکستاني ځواکونو سره په کونړ کې هم د اوربند تړون وکړ

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د کونړ او باجوړ قومي مشرانو ترمنځ د تړون یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې او ښيي، چې طالبانو د قومي جرګې له لارې له پاکستاني ځواکونو سره په کونړ کې اوربند کړی دی. د تړون په لومړی ماده کې راغلي، چې دواړه لوري به په خپلو پخوانیو پوستو کې ځای پر ځای کېږي.

په دویمه ماده کې راغلي، چې که د باجوړ او مهمندو څخه پر کونړ ډزې کېږي مسوولیت به یې د پاکستان د حکومت پر غاړه وي او که د کونړ له خوا پر باجوړ او مهمندو ډزې کېږی نو مسوول به یې طالبان وي.

په درېیمه ماده کې راغلي، چې دواړه لوري به بې ځایه شوې کورنۍ په خپلو سیمو کې بیرته ځای پر ځای کوي او د جګړې په صورت کې به طالبان او پاکستاني ځواکونه د عامو خلکو کورونه نه په نښه کوي.

په څلورمه ماده کې ویل شوي، چې هر نظام د خپل داخلي امنیت مسوول دی، چې دا د پاکستان د امنیتي وضعیت په تړاو د طالبانو رسمي دریځ هم دی.

په پنځمه ماده کې راغلي، چې که له دې پرېکړې هرې خوا تېری وکړ هغه پړ او ملامت دی.

په دې تړون کې لیکل شوي، چې هرې درې میاشتې وروسته به دا جرګه ناسته کوي او د تړون عملي کېدل به ارزوي.

همدراز په تړون کې لیکل شوي، چې د طالبانو او پاکستان په اجازه نن دوشنبه، د غويي پر ۱۴مه د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ ناواپاس سیمه کې د کونړ او باجوړ قومي مشرانو ناسته کړې او دا پرېکړه یې کړې ده.

طالبانو او پاکستان دې تړون ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو اړوندو رسنیو په کونړ کې پر ډیورنډ کرښه د اوربند خبر ور کړی دی.

له دې وړاندې د وري پر ۲۴مه، د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه.

له دغو تړونونو ظاهرا داسې ښکاري، چې پاکستان او طالبان په تدریج پر ډیورنډ کرښه شته ستونزې د قومونو او قومي جرګو له لارې اواروي او یوه برخه مسوولیتونه قومونو او قبایلو ته لیږدوي.