• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي ننګرهار کې پر څه باندې ۲زره جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې سږکال د ننګرهار ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې پر ۲۰۲۱.۵ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اټکل کېږي چې له دغه بڼونو څخه به شاوخوا ۱۱زره او ۳۲۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه حاصلات به نه یوازې د بزګرانو د عوایدو په زیاتوالي کې مرسته وکړي؛ بلکې د حاصلاتو راټولولو، بسته‌بندۍ او لېږد په برخو کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵

ملا محمد حسن اخوند: افغانستان له اقتصادي، نظامي او سیاسي پلوه یو خپلواک هېواد دی

•
•
•

نور کیسې

هرات کې یو فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولیدوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱
هرات کې یو فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولیدوي
100%

د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د چرګانو یو تولیدي فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولید او بازار ته وړاندې کوي. د دغه فارم مسوولین وایي، چې لسګونه کسانو ته یې په مستقیم او نامستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

د چرګانو د دغه فارم مسوول محمدعارف فیرزوي ویلي، چې په دغه فارم کې د لوړ کیفیت لرونکو تجهیزاتو او عصري‌ ماشینونو پر مټ تولید شوي چرګوړي روزل کېږي او په منظم ډول ساتل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاده کارخونه یې د بهرنیو وارداتو د مخنیوي او کورني تولید د پیاوړتیا په موخه جوړه کړې ده. فیروزي وايي،‌ چې په فارم کې یې د چرګوړو روغتیا، هوا، خوراک او نورو برخو ته پام کړی او په مسلکي ډول روزل کېږي.

یوشمېر سوداګر بیا وایي، وړاندې افغانستان ته له ایران او پاکستان نه په لوی شمېر چرګان، هګۍ او د چرګ غوښه راوړل کېده؛ خو اوس‌مهال په کور دننه تر ډېره د کورنیو تولیداتو له لارې دغه اړتیا پوره شوې ده.
تر دې وړاندې د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي و، تېرکال تر ۱.۲ مېلیونه ډېر چرګان او چرګوړي افغانستان ته صادر شوي. هغه وایي، د تېرکال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د ۱۲۰۰ مېلیارډه ریالو په ارزښت چرګان صادر شوي.

د بشري حقونو بنسټ: افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱
د بشري حقونو بنسټ: افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي
100%

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او پراختیا بنسټ (راواه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي. یاد بنسټ زیاته کړې، چې پر خبریالانو تپل شوې چوپتیا د خلکو د غږونو ډب کول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د پراخ سانسور، خپلسرو نیونو، ګواښونو، شکنجې او د خبریالانو جبري تبعید له لارې په عملي ډول د بیان ازادۍ او د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي حق پر وړاندې ښکاره جګړه پیل کړې ده.

دغه بنسټ د بې‌پولو خبریالانو له سازمان، د رسنیو ملاتړو ادارو، یونیسکو، یونیسیار، بشري حقونو او نورو بنسټونو غوښتي، چې پر طالبانو فشار زیات کړي تر څو د رسنیو د ازادۍ نقضولو په اړه ځواب ویونکي شي. دوی دارنګه له ګواښ سره د مخ خبریالانو پر ملاتړ ټینګار کړی.

نوموړي بنسټ له دولتونو غوښتنه کړې، چې د بیان ازادۍ د ملاتړ ترڅنګ دې له ګواښ سره مخ خبریالان له خوندي لارو وباسي. یاد سازمان په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو اوسنی وضعیت د تاریخ تر ټولو توره دوره یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې «افغانستان به هیڅکله چوپتیا غوره نه‌کړي».

جان بولټن: امریکا د پوځي برترۍ سره هم په ایران کې خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۱
جان بولټن: امریکا د پوځي برترۍ سره هم په ایران کې خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي
100%

د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن، ویلي چې امریکا له پوځي برترۍ سره سره تر اوسه په ایران کې خپل ټاکلي هدفونه نه دي پوره کړي.

بولټن له نیوزنیشن سره په مرکه کې ټینګار کړی چې امریکا «لا هم په ایران کې خپل کار نه دی بشپړ کړی» او زیاته کړې یې ده چې د بریا تعریف یې د تهران د حکومت بدلون دی.

د «دی هیل»د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې که څه هم امریکا «لویه برتري» لري، خو هغه ماموریت چې پیل شوی و، لا پای ته نه دی رسېدلی.

بولټن همدارنګه څرګنده کړې،چې حتی که د نظام بدلون هم نه وي، بیا هم داسې اقدامات موجود وو چې د ټرمپ ادارې کولای شول ترسره یې کړي، خو عملي شوي نه دي.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي اختلافونه دوام لري.

په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲ خبریالان وژل شوي او ۲ رسنیز کارکوونکي ټپيان شوي دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۲:۲۷ GMT+۱
په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲ خبریالان وژل شوي او ۲ رسنیز کارکوونکي ټپيان شوي دي
100%

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډیو ټلویزیون دوه خبریالان پر خوست او کابل د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي. په دې پېښو کې د یادې رسنۍ یو بل خبریال او یو موټر چلوونکی هم ټپیان شوي دي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې په نیمايي کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پکتیا ولایت د ملي راډیو ټلویزیون خبریال عبدالغفور عابد د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د راپور جوړولو پر مهال ووژل شو.

په دې پېښه کې د پکتیا د ملي ټلویزیون بل خبریال تواب ارمان او د هغوی موټر چلوونکی هم ټپيان شوي دي.

د کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، د یاد ټلویزیون دویم خبریال عبدالظاهر ساپی بیا په همدې میاشت کې پر کابل د پاکستاني نظامیانو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د رسنیو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې هم ویلي: «په تېر یوه کال کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ګڼې قضیې ثبت شوې دي او افغانستان د دوو خبریالانو د شهادت او دوو نورو د ټپي کېدو شاهد وو. همدارنګه، خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي او شغلي خوندیتوب په برخو کې له سختو ستونزو سره مخ وو».

دا په داسې حال ې ده، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سي‌پي‌جې ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال بللی او په وینا یې په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان: ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو | افغانستان انټرنشنل پښتو

یادې کمېټې اسراییل د دغو وژنو د دوه پر درېیمه برخه مسوول بللی او په وینا یې، د غزې تړانګه د راپور ورکولو لپاره تر ټولو مرګونې سیمه وه.

اوربند سربېره د لبنان په سویل کې د اسراییل بریدونه؛ لږ تر لږه اته کسان وژل شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱
اوربند سربېره د لبنان په سویل کې د اسراییل بریدونه؛ لږ تر لږه اته کسان وژل شوي
100%

د لبنان په سویل کې د اسراییل په تازه بریدونو کې، سره له دې چې اوربند هم اعلان شوی، لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ (د غویي ۱۳مه) د لبنان په بېلابېلو سویلي سیمو کې ترسره شوي، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د راپور له مخې، د صور ښار ته څېرمه په یوه هوايي برید کې درې تنه وژل شوي، چې پکې دوه سوریایي او یو مصري وګړی شامل دي.

همدارنګه، په نورو جلا پېښو کې یو تن د ډرون په برید او دوه نور کسان پر یوه استوګنیز کور د برید له امله وژل شوي دي.

د لبنان د رسمي سرچینو په وینا، د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې، چې اسراییل خپل پراخ بریدونه پیل کړي، شاوخوا ۲۷۰۰کسان وژل شوي او تر ۱،۶میلیونه ډېر خلک بې‌ځایه شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند یو ځل بیا غځول شوی، خو د تاوتریخوالي د کمېدو نښې لا هم نه تر سترګو کېږي.