• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په فراه کې یې پر کډوالو ۱۰۸ تازه جوړ شوي کورونه وېشلي دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۱ GMT+۱

په فراه کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې پر کډوالو تازه جوړ شوي ۱۰۸ کورونه وېشل شوي دي. د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کورونه د ۵،۵ مېلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د قطر الغرافه موسسې په همکارۍ جوړ شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کورونه هغو کډوالو ته ورکړل شوي چې له ایران او پاکستان نه یې تر ستنېدو وروسته په هېواد کې د سرپناه ستونزه درلوده.
په فراه کې د طالبانو مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود د کورونو د سپارلو په موخه یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي، په نږدې راتلونکي کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د فراه په محمداباد سیمه کې به نور کورونه هم پر تازه راستانه شویو کورنیو ووېشل شي.
نوموړي له همکارو موسسو غوښتي، چې د کډوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې اغېزمن ګامونه واخلي.
د طالب چارواکو په وینا؛ له پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۴نیم مېلیونه افغان کډوال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي؛ خو طالبانو په دې موده کې یوازې پر څه باندې ۱۰زره کورنیو د استوګنې نمرې وېشلې، چې د راستنېدونکو پرتله خورا کمې دي.
سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵

ملا محمد حسن اخوند: افغانستان له اقتصادي، نظامي او سیاسي پلوه یو خپلواک هېواد دی

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو بنسټ: افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱
د بشري حقونو بنسټ: افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي
100%

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او پراختیا بنسټ (راواه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي. یاد بنسټ زیاته کړې، چې پر خبریالانو تپل شوې چوپتیا د خلکو د غږونو ډب کول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د پراخ سانسور، خپلسرو نیونو، ګواښونو، شکنجې او د خبریالانو جبري تبعید له لارې په عملي ډول د بیان ازادۍ او د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي حق پر وړاندې ښکاره جګړه پیل کړې ده.

دغه بنسټ د بې‌پولو خبریالانو له سازمان، د رسنیو ملاتړو ادارو، یونیسکو، یونیسیار، بشري حقونو او نورو بنسټونو غوښتي، چې پر طالبانو فشار زیات کړي تر څو د رسنیو د ازادۍ نقضولو په اړه ځواب ویونکي شي. دوی دارنګه له ګواښ سره د مخ خبریالانو پر ملاتړ ټینګار کړی.

نوموړي بنسټ له دولتونو غوښتنه کړې، چې د بیان ازادۍ د ملاتړ ترڅنګ دې له ګواښ سره مخ خبریالان له خوندي لارو وباسي. یاد سازمان په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو اوسنی وضعیت د تاریخ تر ټولو توره دوره یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې «افغانستان به هیڅکله چوپتیا غوره نه‌کړي».

په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲ خبریالان وژل شوي او ۲ رسنیز کارکوونکي ټپيان شوي دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۲:۲۷ GMT+۱
په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲ خبریالان وژل شوي او ۲ رسنیز کارکوونکي ټپيان شوي دي
100%

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډیو ټلویزیون دوه خبریالان پر خوست او کابل د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي. په دې پېښو کې د یادې رسنۍ یو بل خبریال او یو موټر چلوونکی هم ټپیان شوي دي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې په نیمايي کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پکتیا ولایت د ملي راډیو ټلویزیون خبریال عبدالغفور عابد د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د راپور جوړولو پر مهال ووژل شو.

په دې پېښه کې د پکتیا د ملي ټلویزیون بل خبریال تواب ارمان او د هغوی موټر چلوونکی هم ټپيان شوي دي.

د کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، د یاد ټلویزیون دویم خبریال عبدالظاهر ساپی بیا په همدې میاشت کې پر کابل د پاکستاني نظامیانو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د رسنیو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې هم ویلي: «په تېر یوه کال کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ګڼې قضیې ثبت شوې دي او افغانستان د دوو خبریالانو د شهادت او دوو نورو د ټپي کېدو شاهد وو. همدارنګه، خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي او شغلي خوندیتوب په برخو کې له سختو ستونزو سره مخ وو».

دا په داسې حال ې ده، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سي‌پي‌جې ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال بللی او په وینا یې په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان: ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو | افغانستان انټرنشنل پښتو

یادې کمېټې اسراییل د دغو وژنو د دوه پر درېیمه برخه مسوول بللی او په وینا یې، د غزې تړانګه د راپور ورکولو لپاره تر ټولو مرګونې سیمه وه.

د بښنې نړۍوال سازمان: ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱
د بښنې نړۍوال سازمان: ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو
100%

د رسنیو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې ۲۰۲۵ د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره د ثبت شویو کلونو په منځ کې تر ټولو مرګونی کال وو. دغه سازمان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي پي‌جې) په حواله ویلي، په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په خپله ایکس‌پاڼه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپور په حواله ویلي، چې تېر زیږیز کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو. په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

دغه سازمان په ډاګه کړې، اسراییل د دغو وژنو د دوه پر درېیمه برخه مسوول دی او په وینا یې، د غزې تړانګه د راپور ورکولو لپاره تر ټولو مرګونې سیمه وه.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي: «له خونړیو جګړو نیولې د رسنیو تر چوپتیاوو پورې، کله چې خبریالان په نښه کېږي، باوري معلوماتو ته لاسرسی هم قرباني کېږي».

د یادونې وړ ده، چې د مې ۳مه د رسنیو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده، چې د ملګرو ملتونو او یونېسکو له‌خوا د رسنیو د ازادۍ د نمانځنې، د خبریالانو د ملاتړ او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا د یادونې په موخه، د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې پر بنسټ نومول شوې ده.

حیات‌الله مهاجر فراهي: رسنیز فعالان دې له «بې‌باکه څرګندونو» ډډه وکړي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱
حیات‌الله مهاجر فراهي: رسنیز فعالان دې له «بې‌باکه څرګندونو» ډډه وکړي
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، حیات‌الله مهاجر فراهي له دیني عالمانو، رسنیزو فعالانو او لیکوالانو غوښتي چې له «بې‌باکه څرګندونو او بې‌منطقه نیوکو» ډډه وکړي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې کولای شي په ټولنه کې «بدګماني» رامنځته کړي او اختلافات زیات کړي.

فراهي د طالبانو د ملاتړ کوونکو لیکوالانو ستاینه کړې او له هغوی یې غوښتي چې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه ټینګار کړی چې باید د طالبانو پالیسۍ تعقیب شي او له هر هغه اقدام څخه مخنیوی وشي چې د ده په وینا «نفاق» ته لار هواروي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ۲۰۲۱کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د رسنیو او فرهنګي فعالیتونو فضا له جدي محدودیتونو سره مخ شوې ده.

بل لور ته د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې ۱۲۷ د خبریالانو د ګواښلو او ۲۰ هم د نیولو او بندي کولو قضیې ثبت کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې طالبانو په تېر یوه کال کې د یادې ډلې د اصولو نه منلو په جرم ۱۱ رسنۍ تړلې او د نږدې ۱۰ رسنیزو بنسټونو کاري جوازونه یې لغوه کړي دي.

کارپوهان وایي، په دې موده کې د بیان ازادي محدوده شوې او ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې دي. د طالبانو حکومت هڅه کوي چې خپل روایت غالب وساتي او له نیوکو او مخالفو نظرونو څخه مخنیوی وکړي، هغه څه چې د بیان ازادۍ او د معلوماتو د ازاد جریان په اړه اندېښنې زیاتوي.

یونیسف: په ۲۰۲۶ کال کې به ۱،۳میلیونه افغان ماشومانو ته د خوارځواکۍ درملنیز خواړه ورسوو

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱
یونیسف: په ۲۰۲۶ کال کې به ۱،۳میلیونه افغان ماشومانو ته د خوارځواکۍ درملنیز خواړه ورسوو
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره یې خپلې هڅې چټکې کړې او په ۲۰۲۶کال کې به ۱،۳ میلیون افغان ماشومانو ته حیاتي او درملنیز خواړه ورسوي، څو د خوارځواکۍ له جدي اغېزو وژغورل شي.

یونیسف وایي، چې دغه درملنیز پروګرام د اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ پر مخ وړل کېږي، چې له لارې یې په ځانګړي ډول د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته روغتیايي او غذایي کڅوړې رسېږي.

د دې ادارې په وینا، دا ځانګړي خواړه د انرژۍ له پلوه غني دي او هغه ماشومانو چې د غذايي کمښت له امله یې دفاعي سیستم کمزوری شوی، په لنډ وخت کې بېرته عادي حالت ته راولي.

یونیسف زیاتوي، چې د بشري بحران په دوام سره، هڅه کوي د ماشومانو د مړینې کچه راکمه کړي او تر یو میلیون ډېر هغه ماشومان تر درملنې لاندې ونیسي چې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

نړیوالې بشري ادارې په دوامداره توګه په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بې‌وزلۍ له امله میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښسره مخ دي. دغو ادارو له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې په دې حساسو شرایطو کې د افغان ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.