طالبان وایي تر دې دمه تر ۱۴زره ډېر افغان حاجیان سعودي عربستان ته رسېدلي دي

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې تر دې دمه ۱۴زره او ۵۲۳ حاجیان د ۴۶ الوتنو له لارې سعودي عربستان ته لېږدول شوي. د دغه وزارت په وینا؛ ټاکل شوې د هرات له لارې د دوو نورو الوتنو په ترسره کېدو به د لوېدیځ زون پاتې حاجیان هم مدینې ته انتقال شي او دغه لړۍ به بشپړه شي.
