افغانستان انټرنشنل د کابل هوايي ډګر د موټر چلوونکو د مسوول مولوي حبیب شاه ذاکر یو غږیز پیغام ترلاسه کړی چې د ټکسي چلوونکو لپاره نوي نرخونه او محدودیتونه پکې اعلان شوي دي.
د دغه پیغام له مخې، ټکسي چلوونکي اجازه نه لري چې په یوه ورځ کې تریوځل ډېر مسافر (سورلۍ) ولېږدوي او که دا کار وکړي، هوايي ډګر ته د بیا ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي.
همداراز، ټاکل شوې چې هره ورځ یوازې لس ښاري او لس لیني ټکسيانې هوايي ډګر ته داخلې شي. دغه چارې د واټساپ ګروپ له لارې د نوبت پر بنسټ تنظیمېږي.
طالبانو د ټکسي موټرو کرایې هم مشخصې کړې دي.
له کابل هوايي ډګر څخه د ۲۰ تر ۳۰ کیلومتره واټن لپاره کرایه ۷۰۰ افغانۍ ټاکل شوې او د همدې اټکل پر بنسټ د هېواد نورو ولایتونو ته هم کرایې ټاکل شوې دي.
د کابل ښار دننه، د نرخنامې له مخې، د ۱۰۰ کیلومتره واټن لپاره د کورنیو مسافرو کرایه ۲۵۰۰ افغانۍ او د بهرنیو مسافرو لپاره ۵۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.
همداراز، له کابل څخه تر نیمروز پورې د ټکسي کرایه ۲۷ زره افغانۍ او تر هرات پورې ۳۴ زره افغانۍ ټاکل شوې ده.
په کابل هوايي ډګر کې یو شمېر ټکسي چلوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه محدودیتونه نه یوازې د دوی پر عایداتو منفي اغېز لري، بلکې د مسافرو لپاره هم ستونزې جوړوي.
د دوی په وینا، طالبان هڅه کوي د شخصي ټکسيانو شمېر محدود او تر ډېره د خپلو اړوندو یا نږدې کسانو وسایط د ټکسي په توګه وکاروي.
ټکسي چلوونکي له طالبانو غواړي چې په دغو نويو محدودیتونو او ټاکل شویو نرخونو له سره غور وکړي، ځکه که دا شرایط عملي شي، دوی به له بېکارۍ او درنو مالي زیانونو سره مخ شي.
د چارو یو شمېر څارونکي باور لري چې طالبان هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې انحصار رامنځته کړي او دا ډول پرېکړې تر ډېره د عوایدو او شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره کوي.