په بلوچستان کې پر یوه مساپر وړونکي موټر د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه افغانان وژل شوي

د بلوچستان ایالت کیچ تربت ولسوالۍ اړوند دشت بشولي سیمه کې پر یوه مساپر وړونکي موټر د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه افغانان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د تربت دولتي روغتون مشر ډاکټر وحید بلیدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په ټپیانو کې یوه ښځه هم شامله ده.
