• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له نجونو پرته؛ د کانکور عمومي ازموینې را روانه اوونۍ پیلېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۵کال د کانکور ازموینه به راتلونکې اوونۍ (د غویي په ۲۲مې) نېټې پیل شي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ازموینې لومړی پړاو به په ۱۵ ولایتونو کې ترسره شي.

د ازموینې لومړي پړاو کې د میدان وردګ، پروان، غزني، کونړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، روزګان، غور او بدخشان ولایتونه شامل دي. یادې ادارې ویلي، چې د ګډونوالو بایومتریک به (د غویي په ۲۲مې او ۲۳مې) نېټې وشي او اصلي ازموینه به د همدې میاشتې په (۲۴مې او ۲۵مې) نېټې واخیستل شي.

دغه ازموینه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې بندې دي. له دې سره دا په افغانستان کې پنځم پرله‌پسې ځل دی، چې د کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي.

د نجونو پر زده‌کړو بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي او د نړۍوالې ټولنې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندلو له مهمو شرطونو څخه هم د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

افغانستان ته د قزاقستان د غلې دانې د صادارتو زیاتوالی؛ خلک د بیو لوړوالي له کبله شکایت کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱
افغانستان ته د قزاقستان د غلې دانې د صادارتو زیاتوالی؛ خلک د بیو لوړوالي له کبله شکایت کوي
100%

د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت وايي، چې افغانستان ته د غلو دانو صادرات د پام وړ زیات شوي؛ خو خلک بیا شکایت کوي چې په بیو کې هیڅ بدلون نه‌دی راغلی.

د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات ۳۰۲زره ټنو ته رسېدلي، چې د تېرکال د ورته مودې پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
سره له دې چې د وارداتو زیاتوالی معمولاً د بیو د راټیټېدو لامل کېږي؛ خو د افغانستان په بازارونو کې د قزاقي غنمو او اوړو بیې لاهم پر خپل حال پاتې دي او نه‌دي ټيټې شوې.

په کندهار کې یوشمېر سوداګر وایي، د وارداتي توکو مالیاتو سربېره لوی واردوونکي د خپلو لګښتونو او ګټې په پام کې نیولو سره بیې لوړې ساتي چې له امله یې د بازار په کچه د بیو کنټرول نه تر سترګو کېږي.

د دوی په وینا؛ که څه هم له قزاقستان نه د غنمو او اوړو واردات زیات شوي خو په بازار کې یې بیې لاهم لوړې پاتې دي. دوی زیاتوي، د مالیاتو لوړوالی او د بازار ناسم مدیریت د دې لامل شوی چې بیې لوړې پاتې شي.

د غنمو او اوړو په کارونو کې بوخت یو سوداګر حاجي عصمت‌الله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «اوس‌مهال واردات زیات شوي؛ خو مالیه ډېره ده او لوی سوداګر پر همدې اساس خپله ګټه زیاتوي، ځکه بیې نه راټیټېږي او پر پخواني حال پاتې دي».

بل سوداګر بیا د بیو د ثبات لامل د کنټرول نشتوالی بولي او وایي: «په بازار کې هېڅ ډول کنټرول نه‌شته، هر څوک د خپلې خوښې بیه ټاکي او د همدې لپاره د قزاقي غنمو او اوړو قیمتونه د پخوا په شان پاتې دي».

د سوداګرو په وینا؛ له اقتصادي اړخه په ټوله کې کله چې د توکو واردات زیات شي، په بازار کې یې عرضه ډېرېږي او بیې یې راټیټېږي. خو په افغانستان کې د غلو دانو په برخه کې داسې څه نه لیدل کېږي او د وارداتو د زیاتوالي سربېره د قزاقي غنمو او اوړو بیې لاهم لوړې پاتې دي.

د قزاقستان ترانسپورټ وزارت د دوشنبې په ورځ (د غويي ۱۴مه) ویلي، که څه هم ازبکستان او روسیې ته یې صادرات زیات شوي؛ خو افغانستان ته د صادراتو وده تر ټولو لوړه ثبت شوې ده.

افغانستان د سیمې په کچه د قزاقستان د غنمو او اوړو له مهمو بازارونو څخه ګڼل کېږي. د دغه صادراتو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې قزاقستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې خپلې ترانزیټي لارې د سویل پر لور پراخې کړي.

بل خوا په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د کمېدو له امله له مرکزي اسیا هېوادونو سره اقتصادي اړیکو ته زیات تمرکز شوی دی.

هبت الله اخوندزاده د طالبانو د فاریاب والي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ټاکلی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱
هبت الله اخوندزاده د طالبانو د فاریاب والي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ټاکلی
100%

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده ددې ډلې د اداري او امنیتي جوړښتونو په کچه یو لړ بدلونونه او نوې ټاکنې اعلان کړې دي. په نویو ټاکنو کې د فاریاب والي د مخابراتو وزیر ټاکل شوی او د بېلابېلو ولایتونو والیان، مرستیالان او امنیتي چارواکي له خپلو پخوانیو دندو بدل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۳مه اعلان وکړ، چې د دې ډلې د فاریاب پخوانی والي ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی، په داسې حال کې چې د بادغیس پخوانی والي ملا محمد حنیف حمزه د فاریاب ولایت د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی.

همدارنګه د طالبانو د بغلان پخوانی والي مولوي عبدالرحمن حقاني د خوست ولایت د والي په توګه ټاکل شوی او د خوست پخوانی والي مولوي عبدالله مختار د بغلان ولایت د والي په توګه له پخواني پوسټ نه بدل شوی دی.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت پخوانی سلاکار ملا محمد ولي جان د بادغیس ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.

په امنیتي برخه کې هم بدلونونه راغلي دي.

د طالبانو د میدان وردګ پخوانی امنیه قوماندان مولوي عبدالقیوم هلال د بغلان ولایت د امنیه قوماندان په توګه، او د بغلان پخوانی امنیه قوماندان ملا عبدالحق د میدان وردګ ولایت د امنیه قوماندان په توګه ګومارل شوي دي.

دغه راز ددې ډلې د زندانونو چارو ادارې د بندیانو د مخنیوي پخوانی رییس مولوي محمد عمر مخلص د نیمروز ولایت د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

په دغه حکم کې ټول د ۱۹ تنو د تبدیلۍ خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو د کانونو او صنعت خونه: په کندهار کې هر کال ۵۰زره ټنه غوړي تولیدېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۱
د طالبانو د کانونو او صنعت خونه: په کندهار کې هر کال ۵۰زره ټنه غوړي تولیدېږي
100%

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او صنعت خونې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۴ د غوړو د تولید فابریکې فعاله دي. د یادې ادارې د مسوولینو په خبره؛ همدغه فابریکې په کال کې له پنبې دانې ۵۰زره ټنه خوراکي‌ غوړي تولیدوي.

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او صنعت خونې مسوولینو د دوشنبې په ورځ (د غويي ۱۴مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په کندهار کې به ډېر ژر د همدې غوړیو د تولید فابریکو له کبله په یاده برخه کې شته اړتیاوې پوره شي.

په کندهار کې د غوړیو د یوې تولیدي فابریکې مرستیال احمدالله وايي، که طالبان ورته د برېښنا، ځای، مالیاتو او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي؛ نو په دې برخه کې به تولیدات لا زیات او د نږدې ولایتونو اړتیاوې هم پوره کړي.

د غوړیو د تولیدي فابریکو مسوولینو له طالبانو غوښتي، چې د بې‌کیفیته غوړیو د وارداتو مخه ونیسي‌ او کورنیو تولیداتو ته دې بازار موندنه وشي. د کانونو او صنعت ریاست مسوولین وايي، چې په همدې فابریکو کې په سلګونه کسان په دندو بوخت دي.

په ورته وخت کې د کندهار اوسېدونکي بیا له سوداګرو او طالب مسوولینو غوښتنه کوي، چې په بازار کې دې د غوړیو بیې کنټرول او د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت په پام کې ونیسي.

ملګري ملتونه: د هرمز تنګي بندېدو افغانستان ته د مرستو لېږد لګښت درې برابره زیات کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۱
ملګري ملتونه: د هرمز تنګي بندېدو افغانستان ته د مرستو لېږد لګښت درې برابره زیات کړی
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف ویلي، چې د هرمز تنګي د تړلو له امله افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد لګښت په وروستیو میاشتو کې درې چنده لوړ شوی دی.

د هغه په وینا؛ د هرمز تنګي د لارې تړل کېدو او د ترانزیټ ګډوډېدو له امله د مرستو لېږد اوس د یوې اوږدې بدیلې لارې څخه ترسره کېږي. دغه توکي له دوبۍ څخه د هند، عمان، مصر او نورو هېوادونو له لارې په تېرېدو افغانستان ته رسېږي، چې له امله یې د لېږد موده نږدې درې اونۍ زیاته شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام مشر وایي، د دوی د خوړو مرستې د همدې اوږدې لارې له امله په ځنډ سره رسېږي او دغه وضعیت د افغان ماشومانو د لوږې ګواښ زیات کړی دی. هغه ویلي: «نن ورځ افغان ماشومان د همدې ستونزو له امله وږي پاتې کېږي». هغه خبرداری ورکړی، چې ځینې ماشومان ښایي خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خبره، د ټرانسپورتي لارو د ګډوډۍ له امله نه یوازې د افغانستان؛ بلکې په ټوله سیمه کې یې د مرستو رسولو پر سیستم اغېز کړی دی.

په کونړ کې د پاکستان په بریدونو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱
په کونړ کې د پاکستان په بریدونو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي
100%

طالبان وايي، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. په دغه تازه بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه هم ویجاړ شوي دي.

د کونړ د دانګام ولسوالۍ طالب ولسوال مولوي عمر صدیق وایي:« پاکستاني پوځیان د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او په ډېر ظلم سره ملکي‌ تاسیسات په نښه کوي». نوموړي زیاته کړې، د پاکستان پوځ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په بریدونو ۳ ملکي‌ وګړي وژلي او ۱۴ نور یې ټپيان کړي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

هغه وړاندې ویلي: «د پاکستان په بریدونو کې ۳ ملکي‌وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز، دوه جوماتونه تخریب شوي او ۸۰ څاروي تلف شوي دي».

نوموړي دغه بریدونه د ټولو اصولو خلاف عمل یاد کړی. د طالبانو د معلوماتو له مخې؛ پر کونړ د پاکستان د بریدونو له پيل راهیسې په دغه ولایت کې ۱۲ ښوونځي ویجاړ شوي، چې له امله یې ۱۷زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.