• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان: ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د رسنیو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې ۲۰۲۵ د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره د ثبت شویو کلونو په منځ کې تر ټولو مرګونی کال وو. دغه سازمان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي پي‌جې) په حواله ویلي، په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په خپله ایکس‌پاڼه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپور په حواله ویلي، چې تېر زیږیز کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو. په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

دغه سازمان په ډاګه کړې، اسراییل د دغو وژنو د دوه پر درېیمه برخه مسوول دی او په وینا یې، د غزې تړانګه د راپور ورکولو لپاره تر ټولو مرګونې سیمه وه.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي: «له خونړیو جګړو نیولې د رسنیو تر چوپتیاوو پورې، کله چې خبریالان په نښه کېږي، باوري معلوماتو ته لاسرسی هم قرباني کېږي».

د یادونې وړ ده، چې د مې ۳مه د رسنیو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده، چې د ملګرو ملتونو او یونېسکو له‌خوا د رسنیو د ازادۍ د نمانځنې، د خبریالانو د ملاتړ او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا د یادونې په موخه، د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې پر بنسټ نومول شوې ده.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

حیات‌الله مهاجر فراهي: رسنیز فعالان دې له «بې‌باکه څرګندونو» ډډه وکړي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱
حیات‌الله مهاجر فراهي: رسنیز فعالان دې له «بې‌باکه څرګندونو» ډډه وکړي
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، حیات‌الله مهاجر فراهي له دیني عالمانو، رسنیزو فعالانو او لیکوالانو غوښتي چې له «بې‌باکه څرګندونو او بې‌منطقه نیوکو» ډډه وکړي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې کولای شي په ټولنه کې «بدګماني» رامنځته کړي او اختلافات زیات کړي.

فراهي د طالبانو د ملاتړ کوونکو لیکوالانو ستاینه کړې او له هغوی یې غوښتي چې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه ټینګار کړی چې باید د طالبانو پالیسۍ تعقیب شي او له هر هغه اقدام څخه مخنیوی وشي چې د ده په وینا «نفاق» ته لار هواروي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ۲۰۲۱کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د رسنیو او فرهنګي فعالیتونو فضا له جدي محدودیتونو سره مخ شوې ده.

بل لور ته د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې ۱۲۷ د خبریالانو د ګواښلو او ۲۰ هم د نیولو او بندي کولو قضیې ثبت کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې طالبانو په تېر یوه کال کې د یادې ډلې د اصولو نه منلو په جرم ۱۱ رسنۍ تړلې او د نږدې ۱۰ رسنیزو بنسټونو کاري جوازونه یې لغوه کړي دي.

کارپوهان وایي، په دې موده کې د بیان ازادي محدوده شوې او ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې دي. د طالبانو حکومت هڅه کوي چې خپل روایت غالب وساتي او له نیوکو او مخالفو نظرونو څخه مخنیوی وکړي، هغه څه چې د بیان ازادۍ او د معلوماتو د ازاد جریان په اړه اندېښنې زیاتوي.

یونیسف: په ۲۰۲۶ کال کې به ۱،۳میلیونه افغان ماشومانو ته د خوارځواکۍ درملنیز خواړه ورسوو

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱
یونیسف: په ۲۰۲۶ کال کې به ۱،۳میلیونه افغان ماشومانو ته د خوارځواکۍ درملنیز خواړه ورسوو
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره یې خپلې هڅې چټکې کړې او په ۲۰۲۶کال کې به ۱،۳ میلیون افغان ماشومانو ته حیاتي او درملنیز خواړه ورسوي، څو د خوارځواکۍ له جدي اغېزو وژغورل شي.

یونیسف وایي، چې دغه درملنیز پروګرام د اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ پر مخ وړل کېږي، چې له لارې یې په ځانګړي ډول د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته روغتیايي او غذایي کڅوړې رسېږي.

د دې ادارې په وینا، دا ځانګړي خواړه د انرژۍ له پلوه غني دي او هغه ماشومانو چې د غذايي کمښت له امله یې دفاعي سیستم کمزوری شوی، په لنډ وخت کې بېرته عادي حالت ته راولي.

یونیسف زیاتوي، چې د بشري بحران په دوام سره، هڅه کوي د ماشومانو د مړینې کچه راکمه کړي او تر یو میلیون ډېر هغه ماشومان تر درملنې لاندې ونیسي چې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

نړیوالې بشري ادارې په دوامداره توګه په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بې‌وزلۍ له امله میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښسره مخ دي. دغو ادارو له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې په دې حساسو شرایطو کې د افغان ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر د قفقاز د پانګونې په نړۍوال فورم کې ګډون کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
په مسکو کې د طالبانو سفیر د قفقاز د پانګونې په نړۍوال فورم کې ګډون کړی
100%

په مسکو کې د طالبانو سفارت وایي، چې طالب سفیر ګل حسن حسن د قفقاز د پانګونې په نړۍوال فورم کې ګډون کړی او د یاد فوم په څنډه کې یې د داغستان له ولسمشر او همداراز په پيتیوګورسک کې له مېشتو افغانانو سره هم کتلي دي.

په روسیې کې د طالبانو سفارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ګل حسن حسن د قفقاز د پانګونې د نړیوال فورم په څنډه کې د داغستان له ولسمشر سره په کتنه کې د دوه اړخيزو موضوعاتو په تړاو یې خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه طالب سفیر پيتيوگورسک ته د سفر په لړ کې هلته له مېشتو افغانانو سره هم لیدلي او د سوداګرۍ د ودې ترڅنگ يې د شته ستونزو د حل په برخه کې پر ګډو همکاريو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې په دې تړاو او په ځانګړې توګه د قفقاز د پانګونې د نړیوال فورمپه اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

طالبانو او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱
طالبانو او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د یاد وزارت مرستیال او په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر تر منځ په کتنه کې د دوه اړخیزو ایکو پر پراختیا ټينګار شوی. طالبانو په دې کتنه کې د حج او عمرې په برخو کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

سعودي عربستان د افغان حاجیانو د سفر په درشل کې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال محمد حامد حسیب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقیمي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، د حج او عمرې ویزو د زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د متقابلو همکاریو د پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وویل: «موږ باور لرو چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې یوازې سیاسي نه‌دي، بلکې د تاریخ په اوږدو کې تل موجودې او فعالې پاتې شوې دي. دغه اړیکې ژورې دیني، کلتوري او تاریخي ریښې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو څخه یوه هم د حج فریضې مهمه دیني پروسه ده».

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د یکشنبې په ماخوستن (د غويي ۱۳مه) په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې فیصل طلق البقیمي هم په خپلو خبرو کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «سعودي عربستان افغان ولس ته د خپلو دیني او اسلامي وروڼو په سترګه ګوري او د تاریخ په اوږدو کې یې تل له افغانانو سره خپل ملاتړاو همکاري جاري ساتلې ده».

د یادونې وړ ده، چې سعودي عربستان هر کال د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره ۳۰ زره افغانانو ته او همداراز د عمرې زرګونه نورې ویزې ورکوي.

پاکستان: په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا کې ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
پاکستان: په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا کې ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي دي
100%

پاکستاني پولیسو ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ټولټال ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه شنډ کړي دي. د دولتي خبري اژانس اسوشیټیډ پرېس پاکستان، د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې له دې بریدونو څخه ۲۱۵یوازې د بنو په ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

یاده رسنۍ د پاکستاني چارواکو له قوله وايي، دغه وسله‌والې ډلې، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو کې له ډرون الوتکو زیات کار اخلي. هغوی وایي چې دا ډلې تجارتي ډرونونه بدلوي او چاودېدونکي مواد پرې نصبوي ترڅو وروسته یې د بریدونو لپاره وکاروي.

د پولیسو د چارواکو په حواله ویل شوي چې ټول ۲۴۶بریدونه د پرمختللې ضد ډرون ټکنالوژۍ په مرسته شنډ شوي او هېڅ ډول ځاني یا مالي زیان نه دی رامنځته شوی.

په راپور کې زیاته شوې، چې د امنیتي اندېښنو له امله ځواکونه په سیمه کې په لوړه کچه د چمتووالي په حالت کې پاتې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، د خیبر پښتونخوا په ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د وسله‌والو بریدونو کچه لوړه شوې ده. هغوی ادعا کوي، چې ځینې وسله‌وال په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شویو امریکایي وسلو ته لاسرسی لري.

خو طالبانو تر دې وړاندې دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې ټولې وسلې د دوی په کنټرول کې دي.