ایرانی چارواکی: هرمز تنګي کې د امریکا مداخله به له اوربند سرغړونه وي

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي د ټرمپ د هغه پلان په اړه غبرګون ښودلی، چې له مخې یې په هرمز تنګي کې له بندپاتې کښتیو سره مرسته کوي. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «خبردار! په هرمز تنګي کې د امریکا هر ډول مداخله به له اوربند سرغړونه وي».
