افغانستان ته د قزاقستان د غلې دانې د صادارتو زیاتوالی؛ خلک د بیو لوړوالي له کبله شکایت کوي

د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت وايي، چې افغانستان ته د غلو دانو صادرات د پام وړ زیات شوي؛ خو خلک بیا شکایت کوي چې په بیو کې هیڅ بدلون نهدی راغلی.

د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت وايي، چې افغانستان ته د غلو دانو صادرات د پام وړ زیات شوي؛ خو خلک بیا شکایت کوي چې په بیو کې هیڅ بدلون نهدی راغلی.
د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات ۳۰۲زره ټنو ته رسېدلي، چې د تېرکال د ورته مودې پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
سره له دې چې د وارداتو زیاتوالی معمولاً د بیو د راټیټېدو لامل کېږي؛ خو د افغانستان په بازارونو کې د قزاقي غنمو او اوړو بیې لاهم پر خپل حال پاتې دي او نهدي ټيټې شوې.
په کندهار کې یوشمېر سوداګر وایي، د وارداتي توکو مالیاتو سربېره لوی واردوونکي د خپلو لګښتونو او ګټې په پام کې نیولو سره بیې لوړې ساتي چې له امله یې د بازار په کچه د بیو کنټرول نه تر سترګو کېږي.
د دوی په وینا؛ که څه هم له قزاقستان نه د غنمو او اوړو واردات زیات شوي خو په بازار کې یې بیې لاهم لوړې پاتې دي. دوی زیاتوي، د مالیاتو لوړوالی او د بازار ناسم مدیریت د دې لامل شوی چې بیې لوړې پاتې شي.
د غنمو او اوړو په کارونو کې بوخت یو سوداګر حاجي عصمتالله افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «اوسمهال واردات زیات شوي؛ خو مالیه ډېره ده او لوی سوداګر پر همدې اساس خپله ګټه زیاتوي، ځکه بیې نه راټیټېږي او پر پخواني حال پاتې دي».
بل سوداګر بیا د بیو د ثبات لامل د کنټرول نشتوالی بولي او وایي: «په بازار کې هېڅ ډول کنټرول نهشته، هر څوک د خپلې خوښې بیه ټاکي او د همدې لپاره د قزاقي غنمو او اوړو قیمتونه د پخوا په شان پاتې دي».
د سوداګرو په وینا؛ له اقتصادي اړخه په ټوله کې کله چې د توکو واردات زیات شي، په بازار کې یې عرضه ډېرېږي او بیې یې راټیټېږي. خو په افغانستان کې د غلو دانو په برخه کې داسې څه نه لیدل کېږي او د وارداتو د زیاتوالي سربېره د قزاقي غنمو او اوړو بیې لاهم لوړې پاتې دي.
د قزاقستان ترانسپورټ وزارت د دوشنبې په ورځ (د غويي ۱۴مه) ویلي، که څه هم ازبکستان او روسیې ته یې صادرات زیات شوي؛ خو افغانستان ته د صادراتو وده تر ټولو لوړه ثبت شوې ده.
افغانستان د سیمې په کچه د قزاقستان د غنمو او اوړو له مهمو بازارونو څخه ګڼل کېږي. د دغه صادراتو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې قزاقستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې خپلې ترانزیټي لارې د سویل پر لور پراخې کړي.
بل خوا په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د کمېدو له امله له مرکزي اسیا هېوادونو سره اقتصادي اړیکو ته زیات تمرکز شوی دی.