ایران یوځل بیا پر متحده عرب اماراتو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی

د متحده عرب اماراتو چارواکو ویلي چې د ایران له خوا توغول شوې څو بېپیلوټه الوتکې او توغندي یې شنډ کړي، چې له امله یې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي او په ځینو سیمو کې اور لګېدلی.
