پولنډ ته د ناقانونه ننوتلو په تور ۸ افغانان نیول شوي

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، چې د لیتوانیا له پولې سره نږدې سیمو کې یې د څو جلا عملیاتو پر مهال ۸ افغان وګړي دغه هېواد ته د ناقانونه ننوتلو د هڅې په تور نیولي دي.

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، چې د لیتوانیا له پولې سره نږدې سیمو کې یې د څو جلا عملیاتو پر مهال ۸ افغان وګړي دغه هېواد ته د ناقانونه ننوتلو د هڅې په تور نیولي دي.
د یادې ادارې د راپور له مخې، دغه پېښې د تېرې اوونۍ په پای کې ثبت شوې او په ټولیز ډول ۳۷کډوال، چې غوښتل یې په ناقانونه ډول پولنډ ته داخل شي، وپېژندل شول او نیول شوي دي.
چارواکو ویلي، چې تر ټولو لویه ډله ۲۴کسان وو، چې یو اوکرایني وګړي هڅه کوله د یو باروړونکي موټر په وسیله د موقتي سرحدي لارې پولنډ ته انتقال کړي.
د پولنډ سرحدي ځواک زیاته کړې، چې دغه کسان د قانوني اسنادو له نشتوالي سره مخ وو او په هماغه ځای کې یې د ننوتلو مخه نیول شوې ده.
په نورو عملیاتو کې هم د پولې په بېلابېلو سیمو کې وړې ډلې نیول شوې دي، چې په کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان، بنګلهدېش او الجزایر اتباع شامل دي.
د معلوماتو له مخې، ځینې دغه کډوال په پلي ډول د لیتوانیا له لارې پولنډ ته اوښتي وو او وروسته د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول.
چارواکو ویلي چې ټول نیول شوي کسان د لومړنیو قانوني مرحلو له بشپړېدو وروسته بېرته د لیتوانیا چارواکو ته سپارل شوي دي.
همدارنګه، هغه کسان چې د دغو کډوالو په لېږد کې ښکېل وو، نیول شوي او د ناقانونه تګ راتګ د تنظیم او اسانتیا برابرولو په تور له جدي قانوني تعقیب سره مخ دي، چې ښايي تر ۸کلونو پورې بند سزا ولري.
د یادونې وړ ده، هغه کسان چې د ناقانونه ننوتلو په هڅه نیول کېږي، عموماً لومړی توقیف کېږي او بیا یې دوسیې د محکمو له لارې څېړل کېږي. په داسې مواردو کې لږ تر لږه شپږ میاشتې بند سزا ټاکل کېږي، او له سزا وروسته ډېری وخت بېرته خپلو اصلي هېوادونو، لکه افغانستان، ته ستنېږي.