• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جنسیتي اپارتاید د رسمیت غوښتنه؛ اروپایي پارلمان د سیاوش غوښتنلیک ثبت کړ

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱

اروپايي پارلمان اعلان کړی، چې د بکتاش سیاوش له لوري وړاندې شوی غوښتنلیک یې ثبت کړی، چې په کې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندنې او د طالبانو د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د شاملولو غوښتنه شوې ده.

د راپور له مخې، اروپايي پارلمان د یوه رسمي لیک له لارې سیاوش ته خبر ورکړی چې دغه غوښتنلیک د ثبت کېدو وروسته د دې پارلمان د عریضو کمېټې ته لېږل شوی دی.

په لیک کې ویل شوي چې د عریضو کمېټه به دا غوښتنلیک وڅېړي او پایلې به یې وروسته په لیکلي ډول اعلان کړي.

بکتاش سیاوش څه موده وړاندې د بروکسل په ښار کې د اروپايي پارلمان مخې ته د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د تحصن خېمه درولې وه.

نوموړي په خپل غوښتنلیک کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي، له طالبانو سره دې ډیپلوماتیک تعامل ودرول شي او دا ډله دې د ترهګرو په نوملړ کې شامله شي.

هغه همدارنګه د ستراسبورګ ښار کې هم تحصن کړی او د دې غوښتنلیک د ثبت لپاره یې زرګونه لاسلیکونه راټول کړي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

د مزارشریف یو اوسېدونکی شکایت کوي چې طالبانو یې ریکشا ضبط کړې ده

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱
د مزارشریف یو اوسېدونکی شکایت کوي چې طالبانو یې ریکشا ضبط کړې ده
100%

د مزارشریف یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ده په ګډون د لسګونو کسانو ریکشاوې ضبط شوي او تر اوسه بېرته دوی ته نه دي سپارل شوي.

هغه وایي، تېر کال یې له بانک څخه په قسطونو یوه سپینه ریکشا اخیستی و، څو د کار له لارې خپل ژوند پر مخ یوسي، خو د ده په وینا، د طالبانو ځواکونو له څو مودې وروسته دغه ریکشا ترې واخیسته.

نوموړی زیاتوي: «تر اوسه مې د بانک پور نه دی خلاص کړی او ریکشا هم د طالبانو په لاس کې ده، حیران یم چې څه وکړم».

د هغه په خبره، یوازې دی نه دی، بلکې شاوخوا سل نور کسان هم له ورته ستونزې سره مخ دي او ریکشاوې یې د طالبانو له خوا ضبط شوې دي.

دغه اوسېدونکی همداراز ادعا کوي، کله چې شاوخوا ۵۰ یا تر دې زیات کسان د شکایت لپاره د بلخ ولایت مقام ته ورغلي، د طالبانو امنیتي ځواکونو هغوی د ټوپک په قنداقونو وهلي او له سیمې یې شړلي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ادعا یوازې د مزار شریف د یوه اوسېدونکي روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

مسعود پزشکیان: د امریکا یو اړخیزو غوښتنو ته به تسلیم نه شو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱
مسعود پزشکیان: د امریکا یو اړخیزو غوښتنو ته به تسلیم نه شو
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې ایران به د امریکا د یو اړخیزو غوښتنو پر وړاندې تسلیم نه شي. نوموړي دا څرګندونې د عراق له ټاکل شوي صدراعظم محمد شیاع السودانی سره په ټلیفوني خبرو کې کړې دي.

پزشکیان ویلي: «زموږ ستونزه دا ده چې امریکا له یوې خوا پر هېواد د اعظمي فشار سیاست تعقیبوي، او له بلې خوا تمه لري چې ایران د مذاکراتو مېز ته کښېني او په پای کې د دوی یو اړخیزو غوښتنو ته تسلیم شي.»

هغه زیاته کړې: «دا ډول معادله ناشونې او ناممکنه ده.»

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې لا هم له کړکېچ سره مخ دي. دواړه لوري د فشار او ډیپلوماسۍ ترمنځ متضاد سیاستونه تعقیبوي، چې له امله یې د خبرو اترو راتلونکی لا هم نامعلوم ښکاري.

د ننګرهار د اوسېدونکو شکایت؛ طالبانو مو شخصي ځمکې دولتي اعلان کړې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱
د ننګرهار د اوسېدونکو شکایت؛ طالبانو مو شخصي ځمکې دولتي اعلان کړې
100%

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو د نوم نه ښوودلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو په یوه رالېږلي پيغام کې ویلي، چې د طالبانو د «ننګرهار وادي کرنیز شرکت» مشر، سېد محمد نعیم محمدي، د جلال اباد په «ګنده چشمه» سیمه کې د ځینو خلکو شخصي ځمکې دولتي اعلان کړې دي.

دغه اوسېدونکي ادعا کوي چې دا اقدام وروسته له هغه شوی، چې دوی خپل شکایتونه لوړپوړو چارواکو ته رسولي دي.

دغو اوسېدونکو د ځمکې د تصفې ورقي په استولو سره ویلي چې ځمکه د دوی شخصي ملکیت ده، نه دولتي.

دوی زیاتوي، چې د ولایت ځینې چارواکي، د امنیې قوماندان، ولسوال، د والي ویاند، د ښاروالۍ رییس، د عدلیې رییس او د محکمې مسوولین ټول په دې قضیه کې ښکېل دي او د خلکو پر ځمکو لانجه کوي.

هغوی د یوې ویډیو په رالیږلو ویلي: «دا هغه ځمکې دي چې پخوا به خلکو کرلې، خو اوس ورباندې اوبه بندې شوې دي». د دوی په وینا، د اوبو بندېدو له امله کرنیز فعالیتونه درېدلي او خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه ادعاوې یوازې د ننګرهار د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

طالبان وایي د‌ پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې یو شمېر سپکې او درنې وسلې موندلې دي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
طالبان وایي د‌ پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې یو شمېر سپکې او درنې وسلې موندلې دي
100%

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په بازار کې د کشفي عملیاتو پر مهال یې ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات موندلې دي. خبرپاڼه وایي، په ترلاسه شوو توکو کې دوې تفنګچې، یو میل کلاشینکوف، ۲۴ ریموټونه او څلور کیلو بارود شامل دي.

دوی زیاتوي چې همدارنګه یې د راکټ لس مرمۍ او د ډي‌سي توپ دوه مرمۍ هم موندلي دي. طالبانو د دې توکو د موندلو څرنګوالی او د خوندي کولو دقیق ځای نه دی افشا کړی.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي چې یادې وسلې او مهمات د دوی د ۲۰۳ منصوري قول‌اردو د کشف او ضد استخباراتو د منسوبینو له لوري کشف او ترلاسه شوي دي. یاد وزارت د عملیاتو د دقیق وخت او د ساحې د لټون د پراخوالي په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې د طالبانو د دفاع وزارت دا معلومات نه دي تایید کړي او لا څرګنده نه ده چې یاد توکي به د چا په واک کې وو او کوم هدف ته به کارول کېدل.

طالبانو د جنایي جرمونو په تور پنځو ولایتونو کې ۱۴ کسان نیولي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
طالبانو د جنایي جرمونو په تور پنځو ولایتونو کې ۱۴ کسان نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې په پنځو ولایتونو کې ۱۴ کسان د غلا په تور نیول دي. خبرپاڼه کې دا نیونې د اروزګان، فراه، نیمروز، هرات او میدان وردګ ولایتونو اړوند یادې شوې دي.

د طالبانو یاد وزارت زیاتوي، په اروزګان کې شپږ کسان، په فراه کې درې کسان او په نیمروز کې دوه کسان د غلا په تور نیول شوي دي. همدارنګه، په هرات کې دوه وسله وال غله او په میدان وردګ کې یو تن د همدې تور له مخې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت نور جزییات لکه د نیول شویو کسانو هویت، د غلا شویو توکو ډول او اندازه، او د قضیو دقیقې نیټې او ځایونه نه دي شریک کړي. دا هم روښانه نه ده چې یاد کسان د دغه ډلې د کومو عدلي او قضايي مراجعو ته سپارل شوي دي.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې د جنايي پېښو پر ضد اقدامات روان دي او د ورته قضیو د تعقیب لړۍ به دوام ولري. د وزارت په وینا، د ښارونو او لویو لارو امنیت ته لومړیتوب ورکړل شوی او د غلاوو په تړاو شکمن کسان به قانوني تعقیب ته سپارل کېږي.