• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا د چارسدې په اتمانزيو سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د مولانا محمد ادریس صاحب ترنګزي په نوم یو دیني عالم په ډزو وژلی دی. نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو.

د ځایي پولیسو په وینا؛ په دغه پېښه کې د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي. پولیس وایي، له پېښې وروسته وسله‌وال له سیمې په تېښته بریالي شوي؛ خو سیمه کلابنده شوې او د پلټنې عملیات روان دي.

100%
100%

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني یو پخوانی ځانمرګی بریدګر د وزارت پر یوې اداري څوکۍ ګومارلی
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني یو پخوانی ځانمرګی بریدګر د وزارت پر یوې اداري څوکۍ ګومارلی

۲

هبت الله اخوندزاده د طالبانو د فاریاب والي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ټاکلی

۳
تازه خبر

د طالبانو مشر مولوي هبت الله د روان ۱۴۰۵ مالي کال بودجه تایید کړې ده

۴
ستاسو روایت

په ترکیه کې افغان کډوال وايي چې «پولیسو په سپیو داړلي دي»

۵

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د طالبانو له استازو سره پټه همکاري ډېره کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو ته د یوه زنداني د مېرمنې لیک: له ۷ورځو راهیسې د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه‌لرو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د همایون خواهاني مېرمنې طالبانو ته په یوه لیک کې ویلي، خاوند یې بې‌ګناه دی او ۷ ورځې کېږې چې د هغه د ساتنې ځای، روغتیايي‌ وضعیت او برخلیک په اړه معلومات نه‌لري. مېرمن خواهاني ویلي، چې له همدې کبله یې کورنۍ او ماشومان اندېښمن او له روحي ستونزو سره مخ دي.

سیاه‌موی خواهاني په دغه لیک کې ویلي، چې خاوند یې د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې فوزیه کوفي سره د کورنیو اړیکو لرلو په تور نیول شوی او دامهال یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه‌لري.

هغې ویلي، چې خاوند یې په تېرو پنځو کلونو کې وطن ته خدمت کړی او هیڅ کوم جرم نه‌لري. په لیک کې د هغه نیول کېدل د «انساني، اسلامي او حقوقي اصولو» خلاف عمل یاد شوی.

مېرمن خواهاني له طالب مسوولانو، علماوو او بانفوده کسانو غوښتنه کړې، چې د هغه په خلاصون کې ورسره همکاري وکړي.

طالبانو لاتراوسه د نوموړي د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په څلور اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د مالدیف په کوربتوب په یوه څلور اړخیز ټورنمنټ کې برخه واخلي.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ به د جون میاشتې په پیل کې ترسره شي او تر همدې میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې ټورنمنټ کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان او مالدیف ملي لوبډلې ګډون کوي، او همدارنګه د بنګله‌دېش د ۲۳کلنو څخه کم عمره لوبډله هم د ګډونوالو په منځ کې شامله ده.

د فدراسیون په وینا، دا سیالۍ به په څو اړخیزو لوبو کې ترسره شي، چې لوبډلو ته به دا فرصت برابر کړي څو له خپلو سیمه‌ییزو سیالانو سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي،چې د دې ټورنمنټ موخه د زیاتو نړیوالو لوبو برابرول او د لوبغاړو د وړتیاوو ارزونه ده.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې، خو بیا هم هڅې روانې دي چې دا لوبډله په نړیوالو سیالیو کې خپل حضور وساتي او تجربه لا زیاته کړي.

د کابل ښار اوسېدونکې: د حجاب د نه مراعتولو پر سر طالبان له ښځو سره تاوتریخوالی کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د کابل ښار یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د دغه ښار د تایمني سیمې په بازار کې د طالبانو له خوا د ښځو د پوښاک د څار په لړ کې یو شمېر ښځې نیول شوي او ځینې یې له تاوتریخوالي سره هم مخ شوې دي.

د ښار دغه اوسېدونکې چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له امله یې نوم ښکاره شي وایي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبین د تایمني په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي او د ښځو پر د پوښاک جدي څارنه کوي.

دوی ویلي چې د دوشنبې په ورځ څو نجونې د حجاب د نه مراعتولو له امله ونیول شوې او په ځینو مواردو کې د نیولو پر مهال له تاوتریخوالي هم کار اخیستل شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې په وروستیو ورځو کې په دې سیمه کې د ښځو د نیولو پېښې زیاتې شوې دي، او د وېرې له امله ګڼې ښځې هڅه کوي خپل مخونه په بشپړ ډول پټ کړي.

تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی. خو په ځينې ویډيوګانو کې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ښکاري چې د ښځو سره تاوتریخوالی ترسره کیږي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دوی د واکمنۍ له بیا ټینګښت وروسته د ټولنیزو محدودیتونو د پلي کولو مهمه اداره بلل کېږي. دا وزارت د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر ورځني ژوند د سختو مقرراتو د تطبیق څارنه کوي.

د راپورونو له مخې، یاد وزارت د ښځو پر جامو، تګ‌راتګ او ټولنیز حضور سخت بندیزونه لګولي دي. ښځې اړ دي چې ځانګړی حجاب مراعت کړي، ډېری وختونه پرته له محرم څخه له کوره د وتلو اجازه نه لري، او په ګڼو عامه ځایونو کې یې حضور محدود شوی دی.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له امله لس کسان مړه شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱

پرون دوشنبه د غویي په ۱۴مه نېټه د پاکستان د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې د سختې ګرمۍ له امله لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي. ویل کېږي، چې په کراچۍ ښار کې د ۲۰۱۸ کال راهیسې دا تر ټولو ګرمه ورځ ثبت شوې ده.

پاکستانۍ رسنۍ «اېکسپرېس ټريببون» د چهيپا بنسټ ویاند شاهد چودري له قوله ویلي، چې د مړو څخه څلور کسان په نازک حالت کې روغتون ته لېږدول شوي و او د درملنې پر مهال مړه شوي دي، د نورو شپږو مړو شویو کسانو جسدونه له کورونو، جوماتونو او د ښار له نورو ځایونو څخه ترلاسه شوي دي.
د خبر له مخې، د سند ایالت اعلی وزیر مراد علي شاه په کراچۍ کې د سختې تودوخې او نورو عواملو له امله د رامنځته شويو مړینو پر سر ژوره خواشیني څرګنده کړه. هغه خپلو اداري چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي مړي ژر وپېژني او د هغوی کورنۍ ومومي.

اعلی وزیر په ښاريانو غږ کړی، چې له اړتیا پرته له کوره بهر له تګ څخه ډډه وکړي او د خوندي پاتې کېدو لپاره د احتیاطي تدابیرو پيروي وکړي.
هغه وویل: «زه له خلکو غوښتنه کووم چې په کورونو کې پاتې شي او د دې ګرمي څپې پر مهال اړین احتیاطي ګامونه واخلي څو خپل ځانونه خوندي کړي.»
له دې وړاندې د پاکستان د چاپیریال ادارې وویل چې د دوشنبې ورځ یې په کراچۍ کې د ۲۰۱۸ کال راهیسې تر ټولو ګرمه ورځ ثبت کړه، ځکه د ښار تودوخه له ۴۴ سانتي ګراد څخه واوښته.

په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې په کال ۲۰۱۸ کې له سختې تودوخې له امله يوازې په درېيو ورځو کې لږ تر لږه ۶۵ کسان مړه شوي وو.

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۵ کې د سختې تودوخې له امله د ۱۲۰۰ څخه زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: د مجرمو افغانانو اخراج به په دوامداره توګه روان وي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ ویلي چې له جرمني څخه د هغو افغانانو اخراج چې جرمونه یې ترسره کړي، په منظم او دوامداره ډول به افغانستان ته دوام ولري. نوموړي ویلي، دا بهیر به د سیاسي ستونزو او د طالبانو له استازو سره د خبرو اړتیا سره سره هم نه درېږي.

هغه د جرمني له عامه تلویزیون (ای ار ډي)سره په مرکه کې ویلي چې دا اخراجونه په اونیز ډول ترسره کېږي او حکومت د دې پالیسۍ پر دوام ټینګار لري.

هغه زیاته کړې: «موږ دا لاره په دوامداره ډول تعقیبوو.» نوموړي همدارنګه ویلي چې د «مجرمو کسانو» د اخراج په اړه نیوکې نه شي درک کولای او ټینګار یې کړی چې د جنسي تېریو او وژنو په څېر جرمونه د جرمني له امنیت سره په ټکر کې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، سره له دې چې د پناه غوښتنو شمېر کم شوی، د هېواد په پولو کې کنټرول لا هم دوام لري، څو د کډوالود مدیریت بهیر منظم وساتل شي.

نوموړي د ۲۰۲۵کال په مې میاشت کې د پولې کنټرول سخت کړي وو او فدرالي پولیسو ته یې لارښوونه کړې وه چې په ځینو مواردو کې د ځینو پناه غوښتونکو د داخلېدو مخه ونیسي، خو د ناروغانو او امیندواره ښځو په څېر زیانمن کسان له دې پرېکړې مستثنا دي.

هغه همدارنګه ویلي چې جرمني غواړي په اوږدمهاله توګه د اروپا په کچه د کډوالۍسیستم اصلاح کړي، څو د پولو د کنټرول تدریجي لغوه کېدو ته زمینه برابره شي، خو په وینا یې اوس مهال د دې بدلون لپاره مشخص وخت نه شته.

رسمي شمېرو ښيي چې د ۲۰۲۵کال په اپریل میاشت کې په جرمنيکې د پناه غوښتنې لومړنۍ غوښتنې ۶۱۴۴ته رسېدلې دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله (۹۱۰۸غوښتنې) د پام وړ کمښت ښيي.