د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون: د افغان کډوالو د ستنولو بهير غيرانساني او لانجمن دی

پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون (اېچ ار سي پي) په خپل کلني راپور کې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غيرانساني او لانجمن بللی دی.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون (اېچ ار سي پي) په خپل کلني راپور کې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غيرانساني او لانجمن بللی دی.
اېچ ار سي پي د ۲۰۲۵ کال په راپور کې زياته کړې، تېر کال په جبري توګه د افغان کډوالو ايستلو بهير دوامداره پاتې شوی او هغه وخت دغه «پروپاګند لا ډېر زهرجن شو، چې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ نښتې پيل شوې».
کمېسيون وويل، د پاکستان دولت چې تېر کال له اسلام اباد څخه کډوالو ته د وتلو امر وکړ او بيا یې د «اې سي سي» او «پي او ار» کارت لرونکو ته د وتلو وويل، ددغه اعلان سره کډوال «له اساسي خدمتونو لکه روغتیا او مالي اسانتیاوو بېبرخې شول».
د راپور له مخې، په سپتمبر کې د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه څرګنده کړه، چې «ډېر افغان کډوال چې طبي پاملرنې ته اړتیا لري، د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته له تګ څخه ډډه کوي. ځینو روغتونونو هم راپور ورکړ چې بې له معتبرو ویزو کسانو ته یې درملنه نه ورکوله».
په راپور کې ويل شوي، په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍثبت کړه چې له ۱.۱ میلیونه څخه زیات کسان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې جملې څخه له «۱۵۴ زرو څخه زیات کسان شړل شوي وو».