• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل محمود فضلي: د حقارت او سپکاوي د عادي کېدو پر وړاندې باید مبارزه وشي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۳ GMT+۱

د نسکور شوي جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي، د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د حقارت او سپکاوي د عادي کېدو پر وړاندې چوپتیا د خپلواک افغاني سیاست لپاره یوه لویه فاجعه ده.

فضلي پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په افغان سیاست کې له بهرنیانو د مرستې غوښتل او د پاکستان له خوا د شاتګپالو ځواکونو دوامداره تولید اوس یو عادي حالت ګڼل کېږي. هغه له حکومتولۍ څخه د «ملي» کلمې لرې کولو ته په اشارې سره وویل، چې دا یوازې د یوې کلمې حذف نه دی، بلکې د هویت، مالکیت او جمعي شعور سیستماتیک کمزوري کول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له زده کړو څخه د نجونو او مېرمنو محرومیت او د هغوی سیستماتیک ټولنیز انزوا نور د اضطراري حالت پر ځای د یو عادي نظم په توګه وړاندې کېږي. د فضلي په وینا، د طالبانو سره د جګړې یا تعامل لپاره د بې شمېره انجوګانو جوړېدل د حل لارې پر ځای د ستونزې د دوام په وسیلو بدل شوي دي.

د چارو ادارې پخواني رییس ټینګار کړی، چې په خپلواک ډول د افغان سیاسي بهیر مخته وړل اوس سپک او غیر عملي کار بلل کېږي، چې له امله یې ازاد فکر تر فشار لاندې دی او ملي کلتوري مناسبتونه بند شوي دي. هغه دا وضعیت یوه شدیده مزمنه ټولیزه ناروغي بللې او غوښتنه یې کړې چې د حقارت د عادي کولو هره بڼه باید وپېژندل شي، بربنډه شي، رد شي او پر ضد یې کلکه مبارزه وشي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

یونیسف: په افغانستان کې مو ۶۱۰ زره خوارځواکه ماشومانو ته درملنیز خواړه وېشلي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په تېر میلادي کال کې یې په افغانستان کې ۶۱۰زره هغه ماشومانو ته چې په خوارځواکۍ اخته وو، د ژغورنې درملنیزې خوراکي کڅوړې وېشلې دي.

یونیسف د سې‌شنبې په ورځ (غویي ۱۵مه) په اېکس کې لیکلي چې د دې ځانګړو خوراکي بستو وېش کورنیو ته دا زمینه برابره کړې چې خپل خوارځواکه ماشومان په کور کې تر درملنې لاندې ونیسي.

د دې ادارې په وینا، د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه شاوخوا ۳۰کاله وړاندې د چمتو خوړلو درملنیزو خوړو په تولید سره بدلون موندلی او دا بهیر یې اغېزمن کړی دی.

یونیسف تېره ورځ هم په یوه راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۵کال کې ۵.۶میلیونه ماشومانو، چې پکې ۱.۴میلیونه نوي زېږېدلي هم شامل دي، روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.

د راپور له مخې، همدارنګه ۱۰میلیونه ماشومان او میندې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره حیاتي خدمات او سرچینې ترلاسه کړې دي.

خو یونیسف ټینګار کړی چې لا هم اړتیاوې لوړې دي او پلان لري چې په ۲۰۲۶کال کې د شدیدې خوارځواکۍ له امله له یو میلیون څخه ډېر ماشومان تر درملنې لاندې ونیسي.

برېټانیا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانېزي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت د قابلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت له افغان قابلو خپل ملاتړ اعلان کړی او غوښتنه یې کړې، چې طالبان باید ښځو ته د طب او قابله‌ګۍ تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو اجازه ورکړي.

دغه سفارت په اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د ملګرو ملتونو د نفوس له صندوق سره په همکارۍ ویاړي، ترڅو په افغانستان کې د قابلو ملاتړ وکړي. برېټانیا ټینګار کړی چې افغانې قابلې د خلکو ژوند ژغوري. برېټانیا له طالبانوه په کلکه غوښتنه کړې چې ښځو ته دې یو ځل بیا د قابله‌ګۍ او طب د زده‌کړو اجازه ورکړل شي. دغه هېواد د قابلو کار د ټولو افغانانو لپاره خورا مهم بللی دی.

د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان راتلونکی په خطر کې دی او د دې وضعیت د مخنیوي لپاره باید د ښځو طبي زده‌کړو ته پاملرنه وشي.

تر دې وړاندې هم د نړۍ ګڼو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې پرانېزي، خو پر افغانستان واکمنې ډلې باندې یې په دغه برخه کې هېڅ اغیز نه دی کړی. هم‌مهاله یو شمېر نړۍوالو بنسټونو اندېښنه ښوولې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو په بېلابېلو برخو کې به د ښځینه افغان متخصصینو شمېر بېخي کم شي.

امسو په لوګر کې د طالبانو لخوا د اتحاد راډیو مشر فرهاد غفوري د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په لوګر کې د طالبانو له لوري د یوې سیمه‌ییزې راډیو د مشر فرهاد غفوري په نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې. د یاد بنسټ د اعلامیې له مخې، د غفوري د نیول کېدو لپاره هېڅ ډول قانوني او روښانه دلیل نه دی وړاندې شوی.

دغه سازمان ویلي، چې نوموړی له تېرو دوو اونیو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې طالبان هڅه کوي د اتحاد راډیو فعالیت هم په بشپړ ډول بند کړي. د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان خبرداری ورکړی، چې د غفوري په نیول کېدو سره د طالبانو په زندانونو کې د بندي خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر شپږو ته ورسېد.

د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یاد بنسټ زیاته کړې چې له روښانه دلیل او قضایي حکم پرته د خبریالانو نیول د نړیوالو بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ له اصولو ښکاره سرغړونه ده. امسو ټینګار کړی، چې د اتحاد راډیو د تړلو هڅې ښيي چې په سیستماتیک ډول د خپلواکو غږونو د غلي کولو هڅې روانې دي. یاد سازمان له طالبانو په کلکه غوښتي، چې فرهاد غفوري او نور ټول بندي خبریالان سمدستي او له کوم شرط پرته خوشې کړي.

د رسنیو ملاتړ سازمان پر نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو پر مرستندویه ماموریت (یوناما) غږ کړی، چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره خپل غږ پورته کړي. همدارنګه، دغه سازمان په دې وروستیو کې د یوې بلې اعلامیې په خپرولو سره په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د یوه چارواکي له خوا له خبریالانو سره پر بدرفتارۍ او سپکاوي هم سخته اندېښنه ښودلې وه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون: د افغان کډوالو د ستنولو بهير غيرانساني او لانجمن دی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۱

پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون (اېچ ار سي پي) په خپل کلني راپور کې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غيرانساني او لانجمن بللی دی.

اېچ ار سي پي د ۲۰۲۵ کال په راپور کې زياته کړې، تېر کال په جبري توګه د افغان کډوالو ايستلو بهير دوامداره پاتې شوی او هغه وخت دغه «پروپاګند لا ډېر زهرجن شو، چې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ نښتې پيل شوې».

کمېسيون وويل، د پاکستان دولت چې تېر کال له اسلام اباد څخه کډوالو ته د وتلو امر وکړ او بيا یې د «اې سي سي» او «پي او ار» کارت لرونکو ته د وتلو وويل، ددغه اعلان سره کډوال «له اساسي خدمتونو لکه روغتیا او مالي اسانتیاوو بې‌برخې شول».

د راپور له مخې، په سپتمبر کې د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه څرګنده کړه، چې «ډېر افغان کډوال چې طبي پاملرنې ته اړتیا لري، د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته له تګ څخه ډډه کوي. ځینو روغتونونو هم راپور ورکړ چې بې له معتبرو ویزو کسانو ته یې درملنه نه ورکوله».

په راپور کې ويل شوي، په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍثبت کړه چې له ۱.۱ میلیونه څخه زیات کسان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې جملې څخه له «۱۵۴ زرو څخه زیات کسان شړل شوي وو».

طالبانو په لوګر کې د اتحاد راډیو مشر «فرهاد غفوري» نیولی دی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۶ GMT+۱

په لوګر کې د اتحاد راډیو د مشر فرهاد غفوري نږدې ملګرو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نوموړی پنځلس ورځې وړاندې د طالبانو له لوري زنداني شوی دی. سرچینې وایي، طالبان له نوموړي سره په زندان کې خورا بند چلند کوي او تر سختو شکنجو لاندې یې نیولی دی.

د مالوماتو له مخې، نوموړی د لوګر د مرکز پل علم اړوند د کلنګار سیمې اصلي اوسېدونکی او په قوم تاجک دی. د فرهاد غفوري نږدې ملګرو زیاته کړې چې د نوموړي د کورنۍ ډېری غړي د جمهوري نظام پر مهال پوځي او امنیتي دندو کې او ښايي د هغه د نیول کېدو یو لامل دا هم وي.

سرچینو وویل، چې تر دې وړاندې د اتحاد راډیو د دغه مشر د کورنۍ یو شمېر نور غړي هم د طالبانو له لوري له دې کبله زنداني شوي وو چې په تېر جمهوري نظام کې یې پوځي او امنیتي دندې لرلې. تر دې وړاندې یو شمېر نور رسنیز فعالان او خبریالان هم د طالبانو له لوري زنداني شوي او شکنجه شوي دي.

همدا اوس هم په بګرام او د طآلبانو د استخباراتو په زندانونو کې یو شمېر خبریالان او رسنیز فعالان له نامالوم برخلیک سره پراته دي. د افغانستان انټرنشنل – پښتو د موندنو پر بنسټ طالبانو په خپلو محاکمو کې د بندي افغان خبریالانو دوسیې ځنډولي دي.