امسو په لوګر کې د طالبانو لخوا د اتحاد راډیو مشر فرهاد غفوري د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په لوګر کې د طالبانو له لوري د یوې سیمهییزې راډیو د مشر فرهاد غفوري په نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې. د یاد بنسټ د اعلامیې له مخې، د غفوري د نیول کېدو لپاره هېڅ ډول قانوني او روښانه دلیل نه دی وړاندې شوی.
