د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، چې دده په وینا، ددې غونډې مشري یې کوله، ویلي، په غونډه کې د ترانزیټي او سوداګریزو لارو د پراخولو موضوعات تر بحث لاندې راغلل او ګډونوالو د موجودو میکانیزمونو د اغیز پر لوړولو ټینګار کړی دی.
د صادق په وینا، د غونډې مهم تمرکز د څلور اړخیزه ترانزیټي سوداګریز تړون پر پراخولو و، چې اوس مهال پاکستان، چین، قزاقستان او قرغیزستان پکې شامل دي. په بحث کې وړاندیز شوی، چې تاجکستان او ازبکستان دې هم په دې څو اړخیزه ترانزیټي هوکړه کې شامل شي، چې د سیمهییزې سوداګرۍ لپاره نوې لارې پرانېستل شي.
په دې ناسته کې دغه راز د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د هوایي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیاوو په اړه هم خبرې شوې دي.
پاکستان له دې وړاندې هم ویلي وو، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د څو ترانزیټي دهلیزونو د فعالولو له لارې پر یوې واحدې لارې د تکیې کمولو په لټه کې دی.
د افغانستان-مرکزي اسیا د بینالحکومتي همغږۍ د مرکز (ACICC) په تېره غونډه کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وویل چې د ترانزیټ لپاره یوازې پر یوې لارې تکیه کول، چې هدف یې افغانستان و، دده نظره، عملي نه دي او باید څو موازي لارې فعالې وساتل شي چې د سوداګرۍ دوام او ثبات تضمین شي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله په دغه مرکز کې د افغانستان په استازیتوب چا ګډون نه دی کړی.
طالبانو تېره میاشت په کابل کې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي ډیالوګ په نامه یوه غونډه وکړه، خو تر اوسه روښانه نه ده، چې ددې ډیالوګ نورې غونډې هم کیږي او که نه.
پاکستان په دې وروستیو کې په دې لټه کې دی، چې د افغانستان پرځای د ایران له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي لارې پرانیزي، خو د شنونکو په باور، دغه لارې اوږدې او ګرانبیه دي.