• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان نه تر ۷زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې (د غویي ۱۳مه او ۱۴مه) ۱۶۱۸ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۷زره او ۳۴۲ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۱۲۶۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۲۶کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۶۶کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۴۸کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.
د وروستیو راپورونو له مخې؛ په تېر ۲۰۲۵کال کې ۲.۷۸مېلیونه کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي او له دې سره بشري ناورین په افغانستان کې لاپسې ژور شوی دی.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې په روانې غویي میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه په خپله خوښه او جبري توګه ۱۰۴زره او ۲۵۵ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو یو دولتي شرکت هره ورځ ۵۰ ټنه سکاره تولیدوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست وایي، چې د «سراسیاب» د ډبرو سکرو دولتي شرکت د ورځې تر ۵۰ ټنو پورې د سکرو د تولید ظرفیت لري. دغه کان د سمنګان ولایت د دره‌صوف ولسوالۍ په سوېل لوېدیځه برخه کې د شباشک کان شاوخوا موقعیت لري او د سیمې د سکرو لرونکو له مهمو سیمو ګڼل کېږي.

د یاد کان د کېندنې چارې شاوخوا یو کال وړاندې پیل شوې او اوس‌مهال یې د تولید کچه ۵۰ ټنو ته رسېږي. د شرکت د فني او تخنیکي چارو مشر اېمل اریوبي وايي، دغه کان دوه اساسي برخې او دوه کاري ټکي لري چې د تولید ظرفیت یې کولای شي له ۵۰ تر ۲۵۰ ټنو پورې لوړ شي.

بل لور ته د څلورګونو کانونو د امریت جیولوجېست سید حسیب‌الله شفق وایي، چې دغه کان د لیول (طبقو) پربنسټ استخراجېږي او کولای شي د سکرو دوه طبقې چې پلن والی یې له ۲ تر ۴ مترو پورې دی؛ پرې کړي.

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه اوس هم د پراختیا او چمتووالي په پړاو کې ده او شاوخوا ۴۰ کارکوونکي په‌کې په کار بوخت دي. د دغه کان سکاره چې د تودوخې ارزښت یې له ۷۵۰۰ (GCV) څخه لوړ دی او له باکیفیته او ان کرسټالي سکرو شمېرل کېږي.

د ډبرو سکاره د افغانستان له مهمو طبیعي سرچینو څخه دي، چې ډېری زېرمې یې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې له بدخشان نه تر هرات پورې په یوه جیولوژیکي کمربند کې موقعیت لري.

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا د چارسدې په اتمانزيو سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د مولانا محمد ادریس صاحب ترنګزي په نوم یو دیني عالم په ډزو وژلی دی. نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو.

د ځایي پولیسو په وینا؛ په دغه پېښه کې د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي. پولیس وایي، له پېښې وروسته وسله‌وال له سیمې په تېښته بریالي شوي؛ خو سیمه کلابنده شوې او د پلټنې عملیات روان دي.

100%
100%

طالبانو ته د یوه زنداني د مېرمنې لیک: له ۷ورځو راهیسې د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه‌لرو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د همایون خواهاني مېرمنې طالبانو ته په یوه لیک کې ویلي، خاوند یې بې‌ګناه دی او ۷ ورځې کېږې چې د هغه د ساتنې ځای، روغتیايي‌ وضعیت او برخلیک په اړه معلومات نه‌لري. مېرمن خواهاني ویلي، چې له همدې کبله یې کورنۍ او ماشومان اندېښمن او له روحي ستونزو سره مخ دي.

سیاه‌موی خواهاني په دغه لیک کې ویلي، چې خاوند یې د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې فوزیه کوفي سره د کورنیو اړیکو لرلو په تور نیول شوی او دامهال یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه‌لري.

هغې ویلي، چې خاوند یې په تېرو پنځو کلونو کې وطن ته خدمت کړی او هیڅ کوم جرم نه‌لري. په لیک کې د هغه نیول کېدل د «انساني، اسلامي او حقوقي اصولو» خلاف عمل یاد شوی.

مېرمن خواهاني له طالب مسوولانو، علماوو او بانفوده کسانو غوښتنه کړې، چې د هغه په خلاصون کې ورسره همکاري وکړي.

طالبانو لاتراوسه د نوموړي د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په څلور اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د مالدیف په کوربتوب په یوه څلور اړخیز ټورنمنټ کې برخه واخلي.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ به د جون میاشتې په پیل کې ترسره شي او تر همدې میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې ټورنمنټ کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان او مالدیف ملي لوبډلې ګډون کوي، او همدارنګه د بنګله‌دېش د ۲۳کلنو څخه کم عمره لوبډله هم د ګډونوالو په منځ کې شامله ده.

د فدراسیون په وینا، دا سیالۍ به په څو اړخیزو لوبو کې ترسره شي، چې لوبډلو ته به دا فرصت برابر کړي څو له خپلو سیمه‌ییزو سیالانو سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي،چې د دې ټورنمنټ موخه د زیاتو نړیوالو لوبو برابرول او د لوبغاړو د وړتیاوو ارزونه ده.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې، خو بیا هم هڅې روانې دي چې دا لوبډله په نړیوالو سیالیو کې خپل حضور وساتي او تجربه لا زیاته کړي.

د کابل ښار اوسېدونکې: د حجاب د نه مراعتولو پر سر طالبان له ښځو سره تاوتریخوالی کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د کابل ښار یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د دغه ښار د تایمني سیمې په بازار کې د طالبانو له خوا د ښځو د پوښاک د څار په لړ کې یو شمېر ښځې نیول شوي او ځینې یې له تاوتریخوالي سره هم مخ شوې دي.

د ښار دغه اوسېدونکې چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له امله یې نوم ښکاره شي وایي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبین د تایمني په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي او د ښځو پر د پوښاک جدي څارنه کوي.

دوی ویلي چې د دوشنبې په ورځ څو نجونې د حجاب د نه مراعتولو له امله ونیول شوې او په ځینو مواردو کې د نیولو پر مهال له تاوتریخوالي هم کار اخیستل شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې په وروستیو ورځو کې په دې سیمه کې د ښځو د نیولو پېښې زیاتې شوې دي، او د وېرې له امله ګڼې ښځې هڅه کوي خپل مخونه په بشپړ ډول پټ کړي.

تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی. خو په ځينې ویډيوګانو کې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ښکاري چې د ښځو سره تاوتریخوالی ترسره کیږي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دوی د واکمنۍ له بیا ټینګښت وروسته د ټولنیزو محدودیتونو د پلي کولو مهمه اداره بلل کېږي. دا وزارت د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر ورځني ژوند د سختو مقرراتو د تطبیق څارنه کوي.

د راپورونو له مخې، یاد وزارت د ښځو پر جامو، تګ‌راتګ او ټولنیز حضور سخت بندیزونه لګولي دي. ښځې اړ دي چې ځانګړی حجاب مراعت کړي، ډېری وختونه پرته له محرم څخه له کوره د وتلو اجازه نه لري، او په ګڼو عامه ځایونو کې یې حضور محدود شوی دی.