• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسعود پزشکیان: د امریکا یو اړخیزو غوښتنو ته به تسلیم نه شو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې ایران به د امریکا د یو اړخیزو غوښتنو پر وړاندې تسلیم نه شي. نوموړي دا څرګندونې د عراق له ټاکل شوي صدراعظم محمد شیاع السودانی سره په ټلیفوني خبرو کې کړې دي.

پزشکیان ویلي: «زموږ ستونزه دا ده چې امریکا له یوې خوا پر هېواد د اعظمي فشار سیاست تعقیبوي، او له بلې خوا تمه لري چې ایران د مذاکراتو مېز ته کښېني او په پای کې د دوی یو اړخیزو غوښتنو ته تسلیم شي.»

هغه زیاته کړې: «دا ډول معادله ناشونې او ناممکنه ده.»

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې لا هم له کړکېچ سره مخ دي. دواړه لوري د فشار او ډیپلوماسۍ ترمنځ متضاد سیاستونه تعقیبوي، چې له امله یې د خبرو اترو راتلونکی لا هم نامعلوم ښکاري.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

۵
ځانګړی

د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان د ځينې مذهبي ډلو او علماوو نظر بدل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د‌ پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې یو شمېر سپکې او درنې وسلې موندلې دي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په بازار کې د کشفي عملیاتو پر مهال یې ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات موندلې دي. خبرپاڼه وایي، په ترلاسه شوو توکو کې دوې تفنګچې، یو میل کلاشینکوف، ۲۴ ریموټونه او څلور کیلو بارود شامل دي.

دوی زیاتوي چې همدارنګه یې د راکټ لس مرمۍ او د ډي‌سي توپ دوه مرمۍ هم موندلي دي. طالبانو د دې توکو د موندلو څرنګوالی او د خوندي کولو دقیق ځای نه دی افشا کړی.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي چې یادې وسلې او مهمات د دوی د ۲۰۳ منصوري قول‌اردو د کشف او ضد استخباراتو د منسوبینو له لوري کشف او ترلاسه شوي دي. یاد وزارت د عملیاتو د دقیق وخت او د ساحې د لټون د پراخوالي په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې د طالبانو د دفاع وزارت دا معلومات نه دي تایید کړي او لا څرګنده نه ده چې یاد توکي به د چا په واک کې وو او کوم هدف ته به کارول کېدل.

پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۲۲ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۱

پر اوکراین د روسیې د سې شنبې ورځې بریدونو لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، چې په زاپورېژیا ښار کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. د سیمې د والي ایوان فېدوروف په وینا، لږ تر لږه ۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

روسیې په دویمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د شوروي اتحاد د بري په مناسبت د مې پر۸مه او ۹مه اوربند اعلان کړی.

اوکراین د چارشنبې له شپې څخه د یو نامحدود اوربند وړاندیز کړی او له روسیې یې غوښتي چې ورته ګام واخلي.

ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وویل چې دا د منلو وړ نه ده چې روسیه یوازې د خپل پوځي پریډ لپاره د یوې ورځې لپاره بریدونه ودروي، په داسې حال کې چې پر اوکراین یې درانده بریدونه کړي دي.

د اوکراین بېړنیو خدماتو ادارې د ټیلیګرام له لارې وویل چې په زاپورېژیا ښار کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. د سیمې والي ایوان فېدوروف په وینا، لږ تر لږه ۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې د استوګنې ودانۍ، د موټرو ترمیم مرکز او د موټرو وینځلو یو ځای په دې برید کې زیانمن شوي دي.

زیلنسکي وویل چې پر ختیز کراماتورسک ښار درې هوايي بمونه غورځول شوي چې په پایله کې یې ۵ کسان وژل شوي دي. هغه زیاته کړه چې ۵ نور ټپیان دي او ښايي د مړو شمېر زیات شي.

د اوکراین د چارواکو په وینا، د پولتافا په سیمه کې د ګازو پر تولیدي تاسیساتو د روسیې د شپې برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.

په روسیه کې بیا د چواشیا په سیمه کې د اوکراین د ډرون برید له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د هند د بنګال ایالتي مشرې په ټاکنو کې له ماتې وروسته وویل چې استعفا نه ور کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د هند یوې ایالتي مشرې، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي له بهارتیا جنتا ګوند نه یې په ټاکنو کې ماته خوړلې، د سې شنبې په ورځ وویل چې ماته یې نه ده خوړلې او له خپلې دندې استعفا نه کوي.

د مودي ګوند په بنګال ایالت کې د ممتا بنرجي د ټرینامول کانګرس ګوند ته ماتې ورکړه.

دغه ګوند له ۲۰۱۱ کال راهیسې په واک کې و. بي جي پي د بنګال په ایالتي ټاکنو کې دوه پردرې رایې ګټلې دي.

د ممتا بنرجي ګوند څوکۍ له ۲۱۵ څخه ۸۰ ته راټیټې شوې او خپله بنرجي هم څوکۍ وبایلله.

بنرجي ادعا وکړه چې شاوخوا ۱۰۰ څوکۍ له دوی څخه «په زور اخیستل شوې» دي او د ټاکنو کمیسیون یې هم په پلوۍ تورن کړی دی.

هغې وویل: «زه استعفا نه ورکوم، ما ماته نه ده خوړلې».

ټرمپ وايي ایران باید د تسلیمۍ سپین بیرغ پورته کړي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ایران پوځي وړتیا کمزورې وبلله او ویې ویل چې تهران «باید د تسلیمېدو سپین بیرغ پورته کړي»، خو زیاته یې کړه، «ایران دومره مغرور دی چې دا کار نه کوي».

هغه زیاته کړه چې دوی به اجازه ورنه کړي چې «ناروغ او لېوني» کسان اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي او ټینګار یې وکړ چې تهران به هېڅکله داسې وسلې ترلاسه نه کړي.

ټرمپ په اوول دفتر کې خبریالانو ته وویل چې د ایران پوځ اوس یوازې «سپکو ډزو» ته پاتې شوی او تهران په پټه غواړي له امریکا سره معامله وکړي، خو په ښکاره سخت دریځ ښيي.

د اسراییل بریدونو په غزه کې د یوه ماشوم په ګډون درې فلسطینیان وژلي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د غزې په تړانګه کې د اسراییل د تازه بریدونو له امله لږ تر لږه درې فلسطینیان، چې یو ۱۵ کلن ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د سیمه‌ییزو روغتیايي سرچینو په وینا، دغه بریدونه د سې‌شنبې په ورځ د غزې ښار په بېلابېلو سیمو کې شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، په دې بریدونو کې د شیخ رضوان سیمې ته نږدې په یوه هوايي برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

وروسته په همدې ورځ، د غزې په شمال کې د پولیسو پر یوه مرکز د اسراییل په برید کې یو ۱۵ کلن ماشوم وژل شوی دی.

سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې اوربند اعلان شوی و، خو په غزه کې تاوتریخوالی لا هم دوام لري او دواړه لوري یو بل د اوربند د ماتولو په تور ملامتوي.

د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د اوربند له پلي کېدو راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۸۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي. بل خوا اسراییل وایي چې په همدې موده کې څلور اسراییلي سرتېري د فلسطیني وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د جګړې له پیل وروسته تر اوسه له ۷۲ زره زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.