د طالبانو د روغتیا وزارت یو پلاوی روسیې ته ولاړ

د طالبانو روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي یې افغان سوداګرو ته د درملو واردولو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه روسیې هېواد ته سفر کړی.
