• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي له تاجکستان سره پر پوله یې افغانستان ته د الکولي مشروباتو د قاچاق مخه نیولې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱

په تخار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه یې ۱۳۰ بوتله الکولي مشروبات نیولي چې افغانستان ته قاچاق کېدل. یادې ادارې زیاته کړې، چې دغه عملیات یې پولې ته نږدې په ځنګلي سیمو کې ترسره کړي دي.

په تخار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند نظام‌الدین عمیر وایي، چې د کشفي معلوماتو پربنسټ یې دغه جوپه نیولې، چې یاد الکولي مشروبات په‌کې ځای پرځای شوي وو. نوموړي زیاته کړې، چې له عملیاتو سره سم قاچاق کوونکي له سیمې تښتېدلي دي. طالبانو خبرداری ورکړی، چې د تاجکستان سره په پوله یې تدابیر سخت کړي او چاته د ناقانونه کړنو اجازه نه‌ورکوي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۵

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو یو دولتي شرکت هره ورځ ۵۰ ټنه سکاره تولیدوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۱
طالبان وايي د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو یو دولتي شرکت هره ورځ ۵۰ ټنه سکاره تولیدوي
100%

د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست وایي، چې د «سراسیاب» د ډبرو سکرو دولتي شرکت د ورځې تر ۵۰ ټنو پورې د سکرو د تولید ظرفیت لري. دغه کان د سمنګان ولایت د دره‌صوف ولسوالۍ په سوېل لوېدیځه برخه کې د شباشک کان شاوخوا موقعیت لري او د سیمې د سکرو لرونکو له مهمو سیمو ګڼل کېږي.

د یاد کان د کېندنې چارې شاوخوا یو کال وړاندې پیل شوې او اوس‌مهال یې د تولید کچه ۵۰ ټنو ته رسېږي. د شرکت د فني او تخنیکي چارو مشر اېمل اریوبي وايي، دغه کان دوه اساسي برخې او دوه کاري ټکي لري چې د تولید ظرفیت یې کولای شي له ۵۰ تر ۲۵۰ ټنو پورې لوړ شي.

بل لور ته د څلورګونو کانونو د امریت جیولوجېست سید حسیب‌الله شفق وایي، چې دغه کان د لیول (طبقو) پربنسټ استخراجېږي او کولای شي د سکرو دوه طبقې چې پلن والی یې له ۲ تر ۴ مترو پورې دی؛ پرې کړي.

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه اوس هم د پراختیا او چمتووالي په پړاو کې ده او شاوخوا ۴۰ کارکوونکي په‌کې په کار بوخت دي. د دغه کان سکاره چې د تودوخې ارزښت یې له ۷۵۰۰ (GCV) څخه لوړ دی او له باکیفیته او ان کرسټالي سکرو شمېرل کېږي.

د ډبرو سکاره د افغانستان له مهمو طبیعي سرچینو څخه دي، چې ډېری زېرمې یې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې له بدخشان نه تر هرات پورې په یوه جیولوژیکي کمربند کې موقعیت لري.

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۱
ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی
100%

د خیبرپښتونخوا د چارسدې په اتمانزيو سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د مولانا محمد ادریس صاحب ترنګزي په نوم یو دیني عالم په ډزو وژلی دی. نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو.

د ځایي پولیسو په وینا؛ په دغه پېښه کې د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي. پولیس وایي، له پېښې وروسته وسله‌وال له سیمې په تېښته بریالي شوي؛ خو سیمه کلابنده شوې او د پلټنې عملیات روان دي.

100%
100%

طالبانو ته د یوه زنداني د مېرمنې لیک: له ۷ورځو راهیسې د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه‌لرو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱
طالبانو ته د یوه زنداني د مېرمنې لیک: له ۷ورځو راهیسې د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه‌لرو
100%

د همایون خواهاني مېرمنې طالبانو ته په یوه لیک کې ویلي، خاوند یې بې‌ګناه دی او ۷ ورځې کېږې چې د هغه د ساتنې ځای، روغتیايي‌ وضعیت او برخلیک په اړه معلومات نه‌لري. مېرمن خواهاني ویلي، چې له همدې کبله یې کورنۍ او ماشومان اندېښمن او له روحي ستونزو سره مخ دي.

سیاه‌موی خواهاني په دغه لیک کې ویلي، چې خاوند یې د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې فوزیه کوفي سره د کورنیو اړیکو لرلو په تور نیول شوی او دامهال یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه‌لري.

هغې ویلي، چې خاوند یې په تېرو پنځو کلونو کې وطن ته خدمت کړی او هیڅ کوم جرم نه‌لري. په لیک کې د هغه نیول کېدل د «انساني، اسلامي او حقوقي اصولو» خلاف عمل یاد شوی.

مېرمن خواهاني له طالب مسوولانو، علماوو او بانفوده کسانو غوښتنه کړې، چې د هغه په خلاصون کې ورسره همکاري وکړي.

طالبانو لاتراوسه د نوموړي د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ډونالد ټرمپ: د ایران د نفتو څاه‌ګانې ښايي د «طبیعي چاودنو» له ګواښ سره مخ شي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۲:۱۵ GMT+۱
ډونالد ټرمپ: د ایران د نفتو څاه‌ګانې ښايي د «طبیعي چاودنو» له ګواښ سره مخ شي
100%

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د نفتو څاه‌ګانې ښايي ډېر ژر د «طبیعي چاودنو» له ګواښ سره مخ شي، ځکه د ده په وینا دغه هېواد د نفتو د زېرمه کولو له ظرفیت سره نږدې حد ته رسېدلی دی.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي: «دوی به د خپلو نفتو د څاه‌ګانو له طبیعي چاودنو سره مخ شي، او دا به د دې سبب شي چې د بیا رغونې بهیر یې نږدې ناممکن شي.»

هغه زیاته کړې چې د نفتو د جریان تخنیکي بندېدل کولای شي جدي پایلې ولري او په ډېرو مواردو کې د څاه‌ګانو د زیانمنېدو سبب ګرځي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې که دا ډول وضعیت رامنځته شي، نو د ایران د نفتو پر سیسټم به درانه اغېز وکړي او د بیا رغونې وړتیا به یې محدوده شي. د هغه په وینا، حتی که یوه برخه بیا ترلاسه هم شي، نو د پخواني ظرفیت ته به ونه رسېږي.

ټرمپ همدارنګه یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه وویل چې «په هر ډول شرایطو کې به ایران ته اجازه ور نه کړل شي چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.»

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په څلور اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په څلور اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي
100%

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د مالدیف په کوربتوب په یوه څلور اړخیز ټورنمنټ کې برخه واخلي.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ به د جون میاشتې په پیل کې ترسره شي او تر همدې میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې ټورنمنټ کې د افغانستان تر څنګ د پاکستان او مالدیف ملي لوبډلې ګډون کوي، او همدارنګه د بنګله‌دېش د ۲۳کلنو څخه کم عمره لوبډله هم د ګډونوالو په منځ کې شامله ده.

د فدراسیون په وینا، دا سیالۍ به په څو اړخیزو لوبو کې ترسره شي، چې لوبډلو ته به دا فرصت برابر کړي څو له خپلو سیمه‌ییزو سیالانو سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي،چې د دې ټورنمنټ موخه د زیاتو نړیوالو لوبو برابرول او د لوبغاړو د وړتیاوو ارزونه ده.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې، خو بیا هم هڅې روانې دي چې دا لوبډله په نړیوالو سیالیو کې خپل حضور وساتي او تجربه لا زیاته کړي.