ټرمپ وايي ایران باید د تسلیمۍ سپین بیرغ پورته کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ایران پوځي وړتیا کمزورې وبلله او ویې ویل چې تهران «باید د تسلیمېدو سپین بیرغ پورته کړي»، خو زیاته یې کړه، «ایران دومره مغرور دی چې دا کار نه کوي».

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ایران پوځي وړتیا کمزورې وبلله او ویې ویل چې تهران «باید د تسلیمېدو سپین بیرغ پورته کړي»، خو زیاته یې کړه، «ایران دومره مغرور دی چې دا کار نه کوي».
هغه زیاته کړه چې دوی به اجازه ورنه کړي چې «ناروغ او لېوني» کسان اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي او ټینګار یې وکړ چې تهران به هېڅکله داسې وسلې ترلاسه نه کړي.
ټرمپ په اوول دفتر کې خبریالانو ته وویل چې د ایران پوځ اوس یوازې «سپکو ډزو» ته پاتې شوی او تهران په پټه غواړي له امریکا سره معامله وکړي، خو په ښکاره سخت دریځ ښيي.

د غزې په تړانګه کې د اسراییل د تازه بریدونو له امله لږ تر لږه درې فلسطینیان، چې یو ۱۵ کلن ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د سیمهییزو روغتیايي سرچینو په وینا، دغه بریدونه د سېشنبې په ورځ د غزې ښار په بېلابېلو سیمو کې شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، په دې بریدونو کې د شیخ رضوان سیمې ته نږدې په یوه هوايي برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
وروسته په همدې ورځ، د غزې په شمال کې د پولیسو پر یوه مرکز د اسراییل په برید کې یو ۱۵ کلن ماشوم وژل شوی دی.
سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې اوربند اعلان شوی و، خو په غزه کې تاوتریخوالی لا هم دوام لري او دواړه لوري یو بل د اوربند د ماتولو په تور ملامتوي.
د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د اوربند له پلي کېدو راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۸۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي. بل خوا اسراییل وایي چې په همدې موده کې څلور اسراییلي سرتېري د فلسطیني وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د جګړې له پیل وروسته تر اوسه له ۷۲ زره زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د نفتو څاهګانې ښايي ډېر ژر د «طبیعي چاودنو» له ګواښ سره مخ شي، ځکه د ده په وینا دغه هېواد د نفتو د زېرمه کولو له ظرفیت سره نږدې حد ته رسېدلی دی.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي: «دوی به د خپلو نفتو د څاهګانو له طبیعي چاودنو سره مخ شي، او دا به د دې سبب شي چې د بیا رغونې بهیر یې نږدې ناممکن شي.»
هغه زیاته کړې چې د نفتو د جریان تخنیکي بندېدل کولای شي جدي پایلې ولري او په ډېرو مواردو کې د څاهګانو د زیانمنېدو سبب ګرځي.
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې که دا ډول وضعیت رامنځته شي، نو د ایران د نفتو پر سیسټم به درانه اغېز وکړي او د بیا رغونې وړتیا به یې محدوده شي. د هغه په وینا، حتی که یوه برخه بیا ترلاسه هم شي، نو د پخواني ظرفیت ته به ونه رسېږي.
ټرمپ همدارنګه یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه وویل چې «په هر ډول شرایطو کې به ایران ته اجازه ور نه کړل شي چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.»
د امریکا د پټو خدمتونو ادارې ویلي، چې د دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نږدې له یو وسلوال او «مشکوک» کس سره مخامخ شول، چې وروسته د ډزو په تبادله کې یاد کس ټپي شوی دی. ویل کېږي، چې د پېښې له امله سپینه ماڼۍ د لنډ وخت لپاره قرنطین (بند) اعلان شوه.
د یادې ادارې مرستیال مشر، مټیو کویین، په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سپینې ماڼۍ د بهرني محوطې د ګزمې پر مهال مامورانو یو داسې کس وپېژانده چې «مشکوک ښکارېده او ظاهراً یې وسلې له ځان سره لرلې.»
د نوموړي په وینا، کله چې ماموران ورته نږدې شول، دغه کس په پلي ډول وتښتېد او د لنډ وخت لپاره یې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې. هغه زیاته کړه چې وروسته مامورانو هم پرې ډزې وکړې او نوموړی تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شو.
کویین همدارنګه وویل، چې د جيډي وېنس د موټرو کاروان لږ مخکې له دې سیمې تېر شوی و، خو داسې کومه نښه نه شته چې ګواکې مشکوک کس غوښتل دې کاروان ته نږدې شي.
هغه دا هم وویل چې یو تن تنکی ځوان لاروی هم د مشکوک کس له لوري په ډزو ټپي شوی، خو ټپونه یې جدي نه دي او دا مهال تر درملنې لاندې دی.
د امریکا په پلازمېنه کې امنیتي ځواکونه په وروستیو ورځو کې په لوړه کچه چمتووالی لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د تېرې میاشتې په پای کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د ماښامنۍ پر مهال د ډزو پېښه رامنځته شوې وه.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، د ایران له لوري د متحده عربي اماراتو پر ملکي بنسټونو بریدونه «ناجایز او د منلو وړ نه دي». هغه ټینګار کړی چې د روان کړکېچ دوامدار حل د هُرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د امنیتي تضمینونو له لارې ممکن دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې فرانسه به لکه د کړکېچ له پیله تر اوسه، د خپلو سیمهییزو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی د خاورې د دفاع په برخه کې به ورسره ولاړه وي.
مکرون همداراز ویلي، چې د روان بحران دوامداره حل یوازې هغه مهال ممکن دی چې د هرمز تنګي د ازاد تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي او داسې یو پیاوړی تړون رامنځته شي چې د سیمې هېوادونو ته لازم امنیتي تضمینونه برابر کړي.
هغه په ځانګړي ډول د ایران د اټومي، توغندیزو او سیمهییزو فعالیتونو له امله د امنیتي ګواښونو یادونه کړې او دا یې د سیمهییز ثبات لپاره جدي اندېښنه بللې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د هُرمز تنګي وروستیو پېښو وښوده چې سیاسي کړکېچونه پوځي حل نه لري، او ټینګار یې کړی چې د پاکستان په منځګړیتوب خبرې روانې دي، خو امریکا او متحده عربي امارات باید له وضعیت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پر وړاندې محتاط وي.
سید عباس عراقچي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د هُرمز تنګي وروستي تحولونه دا څرګندوي چې سیاسي بحرانونه له پوځي لارو نه شي حل کېدای.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان په هڅو د اړخونو ترمنځ خبرې روانې دي او پرمختګ پکې لیدل کېږي.
عراقچي خبرداری ورکړی، چې امریکا او متحده عربي امارات باید محتاط واوسي، څو د هغه په وینا «بد نیت لرونکي» اړخونه هغوی بېرته کړکېچ ته ونه کاږي.
نوموړي د «ازادۍ پروژې» په نوم طرحې ته په اشارې ویلي: «د ازادۍ پروژه، بنبست پروژه ده.»