عباس عراقچي په یوه رسمي سفر چین ته ځي

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به د مې میاشتې په ۶مه نېټه د رسمي بلنې له مخې چین ته لاړ شي.
د یاد وزارت په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به له خپل ایراني سیال سره لیدنه او خبرې وکړي.
تمه ده چې دواړه لوري به په دې لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، سیمهییزو حالاتو او مهمو نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.
