طالبانو په کابل او فاریاب کې دوه کوډګر نیولي دي

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو د کابل ښار په ۱۵مه حوزه او د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې یې یو، یو کوډګر د «سحر او کوډو» په تور نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه کسان د کورنیو ترمنځ د جنجالونو لامل وو.
