پر پاکستاني توکو بندیز؛ طالبان وایي په څلورو ولایتونو کې یې یوه اندازه قاچاقي توکي نیولي

د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي.
