یو شمېر پخوانیو بالمقطع ښوونکو، چې په کندهار کې یې د جمهوریت په وروستیو میاشتو کې دندې ترسره کړې، ویلي، چې د اتو میاشتو معاشونه یې نه دي ورکړل شوی او څو ځله یې د طالبانو د مشر دفتر ته هم عریضه کړې ده.
دغو ښوونکو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې دوی له بېلابېلو ولایتونو په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام په وروستیو کې په کندهار کې د ښوونکو د بالمقطع بستونو په ازموینه کې برخه واخېسته، بریالي شول او ځانونو ته یې کوټې په کرایه ونیولې، خو له اتو میاشتو وروسته طالبان واک ته ورسېدل او ددوی معاشونه نوې ادارې ته پاتې شول.
یاد ښوونکي شکایت کوي، چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده دفتر ته یې څو ځله غوښتنلیکونه ور کړي، خو تر اوسه یې ستونزې نه دی اورېدل شوې او معاشونه یې لاهم پاتې دي.
له دې وړاندې د وري پر ۳۱مه د هلمند ولایت د ملکه ثریا روغتون یو شمېر ښځینه کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د جمهوري نظام د وروستیو اتو میاشتو معاشونه یې تر اوسه نه دي ورکړل شوي.
دغه کارکوونکې وايي، پخوا یې معاش ۱۸ زره افغانۍ و، خو اوس ۷ زره افغانۍ شوی او هغه هم درې میاشتې کیږي چې نه دی ورکړل شوی.
دوی وایي چې د جګړو په سختو شرایطو کې یې هم خپلو دندو ته دوام ورکړی، شپه او ورځ یې کار کړی او د خپلو دندو په ترسره کولو کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
یادو کارکوونکو زیاته کړې چې څو ځله یې خپل اسناد او غوښتنې اړوندو وزارتونو ته سپارلي، خو تر اوسه یې حق نه دی ورکړل شوی.
د دوی په وینا، مخکې معاشونه د انکشافي بودجې له لارې ورکول کېدل، خو اوس رسمي سیستم ته انتقال شوي، مګر له دې سره سره یې ستونزې لا هم نه دي حل شوي.