• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په چین کې د اورلوبې تولیداتو په فابریکه کې چاودنې ۲۱ کسان مړه کړي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۱

چینایي رسنیو راپور ورکړی، چې د چین په مرکزي ولایت هونان کې د چانګشا په یوې فابریکه کې چاودنې لږترلږه ۲۱ کسان مړه او ۶۱ نور ټپیان کړي دي. دغه پېښه پر ځايي وخت د دوشنبې په ماښام رامنځته شوه، چې لامل یې لاروښانه نه‌دی.

د چین دولتي رسنیو د یادې فابریکې نوم «هواشېنګ د اورلوبې تولید او نندارې شرکت» اعلان کړی. د راپورونو له مخې؛ نږدې ۵۰۰ اور وژونکي، ژغورونکي او روغتیایي ډلې د پېښې ځای ته استول شوې دي.
پر خواله رسنیو هم خپرې شوې ویډیوګانې په سیمه کې تور لوګی، نړېدلې ودانۍ او پراخه ویجاړي ښیي. شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د چټکې او هر اړخیزې پلټنې امر کړی؛ ترڅو د پېښې لامل روښانه شي.
هغه اړوندو ادارو ته امر کړی، چې په مهمو صنعتونو کې د ګواښ څار او کنټرول پیاوړی کړي، عامه خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او د خلکو ژوند او ملکیت خوندي کړي. چانګشا په چین کې د اورلوبو د تولید یو له مهمو مرکزونو څخه دی.
د اقتصادي پېچلتیا د څارونکو ادارو د معلوماتو له مخې؛ چین تېرکال د شاوخوا ۱.۱۴ مېلیارد ډالرو په ارزښت د اورلوبې تولیدات بهر ته صادر کړي، چې د نړۍ د پلور له دوه پر درېیمې ډېره برخه جوړوي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۵

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

ډونالد ټرمپ: د ایران د نفتو څاه‌ګانې ښايي د «طبیعي چاودنو» له ګواښ سره مخ شي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۲:۱۵ GMT+۱
ډونالد ټرمپ: د ایران د نفتو څاه‌ګانې ښايي د «طبیعي چاودنو» له ګواښ سره مخ شي
100%

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د نفتو څاه‌ګانې ښايي ډېر ژر د «طبیعي چاودنو» له ګواښ سره مخ شي، ځکه د ده په وینا دغه هېواد د نفتو د زېرمه کولو له ظرفیت سره نږدې حد ته رسېدلی دی.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي: «دوی به د خپلو نفتو د څاه‌ګانو له طبیعي چاودنو سره مخ شي، او دا به د دې سبب شي چې د بیا رغونې بهیر یې نږدې ناممکن شي.»

هغه زیاته کړې چې د نفتو د جریان تخنیکي بندېدل کولای شي جدي پایلې ولري او په ډېرو مواردو کې د څاه‌ګانو د زیانمنېدو سبب ګرځي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې که دا ډول وضعیت رامنځته شي، نو د ایران د نفتو پر سیسټم به درانه اغېز وکړي او د بیا رغونې وړتیا به یې محدوده شي. د هغه په وینا، حتی که یوه برخه بیا ترلاسه هم شي، نو د پخواني ظرفیت ته به ونه رسېږي.

ټرمپ همدارنګه یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه وویل چې «په هر ډول شرایطو کې به ایران ته اجازه ور نه کړل شي چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.»

سپینې ماڼۍ ته څېرمه ډزې؛ یو وسلوال کس ټپي شوی او سیمه د لنډ مهال لپاره تړل شوې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۴ GMT+۱
سپینې ماڼۍ ته څېرمه ډزې؛ یو وسلوال کس ټپي شوی او سیمه د لنډ مهال لپاره تړل شوې
100%

د امریکا د پټو خدمتونو ادارې ویلي، چې د دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نږدې له یو وسلوال او «مشکوک» کس سره مخامخ شول، چې وروسته د ډزو په تبادله کې یاد کس ټپي شوی دی. ویل کېږي، چې د پېښې له امله سپینه ماڼۍ د لنډ وخت لپاره قرنطین (بند) اعلان شوه.

د یادې ادارې مرستیال مشر، مټیو کویین، په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سپینې ماڼۍ د بهرني محوطې د ګزمې پر مهال مامورانو یو داسې کس وپېژانده چې «مشکوک ښکارېده او ظاهراً یې وسلې له ځان سره لرلې.»

د نوموړي په وینا، کله چې ماموران ورته نږدې شول، دغه کس په پلي ډول وتښتېد او د لنډ وخت لپاره یې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې. هغه زیاته کړه چې وروسته مامورانو هم پرې ډزې وکړې او نوموړی تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

کویین همدارنګه وویل، چې د جي‌ډي وېنس د موټرو کاروان لږ مخکې له دې سیمې تېر شوی و، خو داسې کومه نښه نه شته چې ګواکې مشکوک کس غوښتل دې کاروان ته نږدې شي.

هغه دا هم وویل چې یو تن تنکی ځوان لاروی هم د مشکوک کس له لوري په ډزو ټپي شوی، خو ټپونه یې جدي نه دي او دا مهال تر درملنې لاندې دی.

د امریکا په پلازمېنه کې امنیتي ځواکونه په وروستیو ورځو کې په لوړه کچه چمتووالی لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د تېرې میاشتې په پای کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د ماښامنۍ پر مهال د ډزو پېښه رامنځته شوې وه.

امانوېل مکرون: د متحده عربي اماراتو پر ملکي بنسټونو د ایران بریدونه د منلو وړ نه دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۰ GMT+۱
امانوېل مکرون: د متحده عربي اماراتو پر ملکي بنسټونو د ایران بریدونه د منلو وړ نه دي
100%

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، د ایران له لوري د متحده عربي اماراتو پر ملکي بنسټونو بریدونه «ناجایز او د منلو وړ نه دي». هغه ټینګار کړی چې د روان کړکېچ دوامدار حل د هُرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د امنیتي تضمینونو له لارې ممکن دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې فرانسه به لکه د کړکېچ له پیله تر اوسه، د خپلو سیمه‌ییزو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی د خاورې د دفاع په برخه کې به ورسره ولاړه وي.

مکرون همداراز ویلي، چې د روان بحران دوامداره حل یوازې هغه مهال ممکن دی چې د هرمز تنګي د ازاد تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي او داسې یو پیاوړی تړون رامنځته شي چې د سیمې هېوادونو ته لازم امنیتي تضمینونه برابر کړي.

هغه په ځانګړي ډول د ایران د اټومي، توغندیزو او سیمه‌ییزو فعالیتونو له امله د امنیتي ګواښونو یادونه کړې او دا یې د سیمه‌ییز ثبات لپاره جدي اندېښنه بللې ده.

سید عباس عراقچي: د هُرمز تنګي پېښې ښيي چې سیاسي کړکېچ ته پوځي حل نشته

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۱
سید عباس عراقچي: د هُرمز تنګي پېښې ښيي چې سیاسي کړکېچ ته پوځي حل نشته
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د هُرمز تنګي وروستیو پېښو وښوده چې سیاسي کړکېچونه پوځي حل نه لري، او ټینګار یې کړی چې د پاکستان په منځګړیتوب خبرې روانې دي، خو امریکا او متحده عربي امارات باید له وضعیت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پر وړاندې محتاط وي.

سید عباس عراقچي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د هُرمز تنګي وروستي تحولونه دا څرګندوي چې سیاسي بحرانونه له پوځي لارو نه شي حل کېدای.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان په هڅو د اړخونو ترمنځ خبرې روانې دي او پرمختګ پکې لیدل کېږي.

عراقچي خبرداری ورکړی، چې امریکا او متحده عربي امارات باید محتاط واوسي، څو د هغه په وینا «بد نیت لرونکي» اړخونه هغوی بېرته کړکېچ ته ونه کاږي.

نوموړي د «ازادۍ پروژې» په نوم طرحې ته په اشارې ویلي: «د ازادۍ پروژه، بن‌بست پروژه ده.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: د مجرمو افغانانو اخراج به په دوامداره توګه روان وي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱
د جرمني د کورنیو چارو وزیر: د مجرمو افغانانو اخراج به په دوامداره توګه روان وي
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ ویلي چې له جرمني څخه د هغو افغانانو اخراج چې جرمونه یې ترسره کړي، په منظم او دوامداره ډول به افغانستان ته دوام ولري. نوموړي ویلي، دا بهیر به د سیاسي ستونزو او د طالبانو له استازو سره د خبرو اړتیا سره سره هم نه درېږي.

هغه د جرمني له عامه تلویزیون (ای ار ډي)سره په مرکه کې ویلي چې دا اخراجونه په اونیز ډول ترسره کېږي او حکومت د دې پالیسۍ پر دوام ټینګار لري.

هغه زیاته کړې: «موږ دا لاره په دوامداره ډول تعقیبوو.» نوموړي همدارنګه ویلي چې د «مجرمو کسانو» د اخراج په اړه نیوکې نه شي درک کولای او ټینګار یې کړی چې د جنسي تېریو او وژنو په څېر جرمونه د جرمني له امنیت سره په ټکر کې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، سره له دې چې د پناه غوښتنو شمېر کم شوی، د هېواد په پولو کې کنټرول لا هم دوام لري، څو د کډوالود مدیریت بهیر منظم وساتل شي.

نوموړي د ۲۰۲۵کال په مې میاشت کې د پولې کنټرول سخت کړي وو او فدرالي پولیسو ته یې لارښوونه کړې وه چې په ځینو مواردو کې د ځینو پناه غوښتونکو د داخلېدو مخه ونیسي، خو د ناروغانو او امیندواره ښځو په څېر زیانمن کسان له دې پرېکړې مستثنا دي.

هغه همدارنګه ویلي چې جرمني غواړي په اوږدمهاله توګه د اروپا په کچه د کډوالۍسیستم اصلاح کړي، څو د پولو د کنټرول تدریجي لغوه کېدو ته زمینه برابره شي، خو په وینا یې اوس مهال د دې بدلون لپاره مشخص وخت نه شته.

رسمي شمېرو ښيي چې د ۲۰۲۵کال په اپریل میاشت کې په جرمنيکې د پناه غوښتنې لومړنۍ غوښتنې ۶۱۴۴ته رسېدلې دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله (۹۱۰۸غوښتنې) د پام وړ کمښت ښيي.