هغه ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د پوځ بریدونه به دوام ومومي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر د خبرپاڼې له مخې، پوځي جنرالانو ویلي چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د طالبانو تګلاره په بشپړه توګه بربنډه شوې او برعکس پایلې یې ورکړي دي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز، عاصم منیر، په همدې ناسته کې ویلي، چې د «غضبللحق» په نوم عملیاتو د ترهګرو شبکو وړتیاوې او د هغوی ملاتړي بنسټونه په څرګند ډول کمزوري کړي دي. هغوی زیاته کړې، چې دا عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي، څو ترهګریزې شبکې په بشپړه توګه لهمنځه یوړل شي، د هغوی ملاتړي جوړښتونه ګډوډ شي او هر ډول عملیاتي فضا ترې واخیستل شي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو وسلهوالو پر ضد څو ځله پوځي عملیات ترسره کړي وو، خو ونه توانېد چې د هغوی د بریدونو د زیاتېدو مخه ونیسي. دا بریدونه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا ډېر شوي دي.
اسلاماباد وايي، د دې لامل په افغانستان کې د دغو ډلو خوندي پټنځایونه او د پاکستاني ځواکونو پر ضد د عملیاتو لپاره د هغوی ازادي ده. خو افغان طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.
پاکستان د طالبانو سره د شخړو له زیاتېدو وروسته د «غضبللحق» عملیات پیل کړل. د دې عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو لسګونه پوځي او وسلهوال مرکزونه د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي. پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د طالبانو سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.
افغان طالبانو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې او د خپلو پوځي تاسیساتو د ویجاړۍ په اړه کوم رسمي شمېر نه دی خپور کړی. دې ډلې پاکستان تورن کړی چې په خپلو بریدونو کې یې ملکي سیمې په نښه کړې او ملکي وګړي یې وژلي دي.
طالبانو رسنیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د پاکستان د بریدونو په اړه په ازاد ډول راپورونه خپاره کړي.
اسلاماباد د طالبانو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان په ختیځ، په ځانګړي ډول په کونړ ولایت کې ملکي وګړي په نښه شوي دي. د پاکستان پوځ دغه ادعاوې «همغږې تبلیغاتي کمپاین او ناسم معلوماتي جګړه» بللې چې موخه یې د طالبانو د کورنیو ناکامیو پټول او ځان د قرباني په توګه ښودل دي.
پاکستان ټینګار کړی چې د دوی عملیات «دقیق، هدفمند او یوازې د نفوذي کسانو، ترهګریزو پټنځایونو او ملاتړو بنسټونو پر ضد» ترسره کېږي.
طالبانو مخکې ویلي وو، چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې د پاکستان بریدونو ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده. د د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوی هم په خپلو پخوانیو راپورونو کې د پاکستان په بریدونو کې د ملکي تلفاتو شتون تایید کړی و.
د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې پرلهپسې ترینګلې پاتې شوې دي.
دواړو لورو څو ځله د ډیورنډ کرښې مدیریت او امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کړي، خو تر اوسه کومه دوامداره هوکړه نه ده شوې. د پاکستان د روانو پوځي عملیاتو او متقابلو تورونو له امله لا هم ترینګلتیا په لوړه کچه پاتې ده.