• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فوزیه کوفي: زما درې خپلوان د طالبانو له بنده خوشې شول

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، د هغې درې تنه خپلوان چې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي وو، له بند څخه خوشې شوي او خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

کوفي د سې شنبې په ورځ، د غویي ۱۵مه، پر اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه کسان د روان کال د غویي میاشتې په اتمه نیول شوي وو او شاوخوا یوه اونۍ یې بند تېر کړی دی. هغې ټینګار کړی چې یاد کسان یوازې د هغې سره د کورنۍ اړیکې له امله نیول شوي وو.

نوموړې د بدخشان له مشرانو، سیاسي او مدني فعالانو، د ښځو له خوځښتونو، رسنیو، د ډېپلوماټیکې ټولنې غړو او د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه مننه کړې چې د دې کسانو د خوشې کېدو لپاره یې هڅې کړې دي.

فوزیه کوفي د ټولو هغو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې چې د هغې په وینا، په ناحقه نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

د اروپا پارلمان د افغانستان د بشري حقونو اړوند غوښتنلیک ثبت او رسمي کمېټې ته سپارلی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د اروپايي اتحادیې د پارلمان مخې ته له څو ورځني پرلت او د زرګونو کسانو د لاسلیکونو د راټولولو له انلاین کمپاین وروسته، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت اړوند یو غوښتنلیک په رسمي ډول د اروپا په پارلمان کې ثبت او د ارزونې بهیر ته داخل شوی.

د غوښتنلیک لاسلیک کوونکو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.

د معلوماتو له مخې، یاد غوښتنلیک «په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پیژندل او طالبان د ترهګرې ډلې په توګه اعلانول» تر سرلیک لاندې، په ۰۷۷۸/۲۰۲۶ شمېرې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۳۰مه نېټه ثبت شوی دی.

د اروپا پارلمان د رسمي لیک له مخې، دا غوښتنلیک د غوښتنلیکونو کمېټې ته راجع شوی او دا مهال تر ارزونې لاندې دی.

دغه کمېټه د اروپايي اتحادیې په چوکاټ کې د ورته غوښتنلیکونو د څېړنې مسوولیت لري.

په غوښتنلیک کې دا هم ویل شوي چې د غوښتنلیکونو د زیات شمېر له امله ښايي د ارزونې بهیر وخت ونیسي او وروستۍ پایله به د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته په لیکلي ډول اعلان شي.

دغه غوښتنلیک د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاوش له لوري تنظیم شوی او د کمپاین او اعتراض له لارې یې د ملاتړ لپاره پراخې هڅې شوې دي.

د اروپايي اتحادیې د مقرراتو له مخې، ثبت شوي غوښتنلیکونه عامه اسناد ګڼل کېږي او د شخصي معلوماتو د ساتنې د قوانینو تر پوښښ لاندې راځي.

پخوانی دود؛ طالبانو په ننګرهار کې د «ملاهبت الله» په نامه د کډوالو ښارګوټی پرانېست

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې یې د امير المومنين په نوم د کډوالو لپاره پر شاوخوا ۱۸ زره جریبه ځمکه د استوګنیز ښارګوټي د استوګنې نمرو وېش پیل کړی. یاد وزارت وايي، په دې سره به راستنېدونکو ته دایمي سرپناه او د ژوند مناسب شرایط برابر شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۱۵مه ویلي، چې په دې مراسمو کې ددې ډلې د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني او د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند ګډون کړی و.

حقاني په خپلو خبرو کې راستنېدونکو افغانانو ته ډاډ ورکړی چې دوی به هرې راستنېدونکې کورنۍ ته د استوګنې لپاره ځمکه په عادلانه او منظم ډول ووېشي.

نوموړي زیاته کړې چې «د کډوالو د ستونزو حل او د باعزته ژوند زمینې برابرول د طالبانو له اساسي لومړیتوبونو څخه دي».

د طالبانو د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند په خپلو خبرو کې ویلي، چې د کډوالو لپاره د استوګنې دایمي حل د وخت اړتیا ده او هڅې روانې دي چې راستنېدونکو ته د منظم ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي ټینګار کړی چې اړوندې ادارې باید د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لا زیاته همغږي او چټکتیا رامنځته کړي.

عام خلک نیوکې کوي، چې په افغانستان کې ځینو پخوانيو چارواکو یا هم سیاسی مشرانو په خپلو نومونو په دولتي ځمکو کې ښارګوټي اباد کړي او بیا پر عامو خلکو په پیسو پلورلي دي.

طالبان دغه ښارګوټې داسې مهال پرانیزي، چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې خلکو اعتراضونه کړي، چې ددې ډلې د ځمکو د استرداد کمیسیون او محکمه د خلکو قباله لرونکې ځمکې د دولتي ځمکو په نامه اعلانوي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان وايي طالبانو په ننګرهار کې خبریالانو ته سپکاوی کړی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان ویلي، چې تېره ورځ طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکي د ننګرهار په نارنج ګل مشاعره کې ځايي خبریالانو ته سپکاوی کړی. امسو وايي، د مایکونو د تنظیم پر سر له خبریالانو سره ناسم چلند شوی او پر سټیج هغوی ته «سپکې سپورې» ویل شوې دي.

امسو سازمان نن سې شنبه، د غويي پر ۱۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خبریالانو ته سپکاوی، په اصل کې د بیان ازادۍ او د ولس پوهاوي حق ته سپکاوی دی.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان له مشاعرې سره د خبریالانو د پرېکون ننګه کړې ده.

یاد سازمان له طالبانو جدي غوښتنه کړې چې د دوی مسوول باید د «سپکې ژبې او ناسم چلند» له امله له ټولو خبریالانو بښنه وغواړي.

تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، په جلال‌اباد ښار کې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې پر مهال د غونډې یوه مسوول له خبریالانو سره ناسم چلند کړی او ترټونکي الفاظ یې ورته کارولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې کې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې یوه ډله خبریالان د نارنج ګل له مشاعرې وځي.

تر اوسه د اړوندې پېښې په اړه د طالبانو مسوولو چارواکو غبرګون نه دی ښودلی.

تاجکستان نن له خجند نه ۲۵۰ افغانې کورنۍ افغانستان ته اخراج کړې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱

په تاجکستان کې میشتو یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یو افغان له لوري د یوې تاجکستانۍ مېرمنې له قتل وروسته ۲۵۰ افغانې کورنۍ نن سهار افغانستان ته اخراج شوې دي. اېستل شوي افغانان وايي، چې په تاجکستان کې یې ډک کورونه او کاروبارونه پاتې شول.

د سرچینو په وینا، تاجکستان دغه افغان کډوال نن سې شنبه، د غويي پر ۱۵مه سهار ۴ بجې د افغانستان کندز ولایت ته اخراج کړي دی.

اخراج شوي افغانان وايي، چې یوازې په یو جوړ جامو کې نیول شوي وو او هیڅ وخت نه دی ورکړل شوی چې خپل د کور سازمانونه او د دوکانونو توکي راټول کړي.

یو تن وویل، « هر څه هلته پاتې شول».

تېره ورځ د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې ۲۲ کلن محمد عمر رحماني یې د اپرېل په وروستیو کې د یوې ۲۷ کلنې تاجکستانۍ ښځې وحیدووا عزیزه دونیاربیکوونا د وژلو په تور نیولی دی.

د اعلامیې له مخې، رحماني د خجند ښار د جبار رسولوف ولسوالۍ په دهنموي کلي کې په غیر قانوني ډول اوسېده او یاده ښځه یې د پخلنځي د چړې په ګوزار وژلې ده.

په اعلامیه کې راغلي و چې « عزيزه وحیدووا د خپل ناموس د دفاع هڅه کړې وه».

د ددوشنبې په ورځ په دوشنبه ښار کې سرچینو ویلي و، چې له دغو کورنیو نه اسناد واردمخه غوښتل شوي او راغونډ شوي او وروسته یې ټولې کورنۍ دوشنبې ښار ته لېږدولې دي.

په دغو کورنیو کې ډېری کسان له طالبانو سره د سیاسي ستونزو له امله او غچ اخېستنې له وېرې تاجکستان ته کډوال شوي دي.

سرچینې ویلي وو، په وژنه تورن افغان د شپې مهال د څو تاجکستاني ځوانانو په ګډون یاده ښځه وژلې، خو دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په پېښه کې یوازې د یوه افغان د ښکیلتیا او نیول کېدو خبر ور کړی دی.

د افغانستان-مرکزي اسیا د بین‌الحکومتي همغږۍ غونډه د طالبانو له ګډون پرته شوې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د افغانستان-مرکزي اسیا د بین‌الحکومتي همغږۍ د مرکز (ACICC) غونډه د طالبانو په غیاب کې د اړوندو هېوادونو د استازو په ګډون شوې ده. پاکستان ویلي، چې د غونډې مهم تمرکز د څلور اړخیز ترانزیټي سوداګریز تړون پر پراخولو و. په دغه تړون کې افغانستان شامل نه دی.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، چې دده په وینا، ددې غونډې مشري یې کوله، ویلي، په غونډه کې د ترانزیټي او سوداګریزو لارو د پراخولو موضوعات تر بحث لاندې راغلل او ګډونوالو د موجودو میکانیزمونو د اغیز پر لوړولو ټینګار کړی دی.

د صادق په وینا، د غونډې مهم تمرکز د څلور اړخیزه ترانزیټي سوداګریز تړون پر پراخولو و، چې اوس مهال پاکستان، چین، قزاقستان او قرغیزستان پکې شامل دي. په بحث کې وړاندیز شوی، چې تاجکستان او ازبکستان دې هم په دې څو اړخیزه ترانزیټي هوکړه کې شامل شي، چې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره نوې لارې پرانېستل شي.

په دې ناسته کې دغه راز د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د هوایي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیاوو په اړه هم خبرې شوې دي.

پاکستان له دې وړاندې هم ویلي وو، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د څو ترانزیټي دهلیزونو د فعالولو له لارې پر یوې واحدې لارې د تکیې کمولو په لټه کې دی.

د افغانستان-مرکزي اسیا د بین‌الحکومتي همغږۍ د مرکز (ACICC) په تېره غونډه کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وویل چې د ترانزیټ لپاره یوازې پر یوې لارې تکیه کول، چې هدف یې افغانستان و، دده نظره، عملي نه دي او باید څو موازي لارې فعالې وساتل شي چې د سوداګرۍ دوام او ثبات تضمین شي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله په دغه مرکز کې د افغانستان په استازیتوب چا ګډون نه دی کړی.

طالبانو تېره میاشت په کابل کې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي ډیالوګ په نامه یوه غونډه وکړه، خو تر اوسه روښانه نه ده، چې ددې ډیالوګ نورې غونډې هم کیږي او که نه.

پاکستان په دې وروستیو کې په دې لټه کې دی، چې د افغانستان پرځای د ایران له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي لارې پرانیزي، خو د شنونکو په باور، دغه لارې اوږدې او ګرانبیه دي.