په تخار کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسه مړه او درې نور ټپیان شوي دي

په تخار کې د طالبانو د والي ویاند محمدعارف عارف خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا؛ د یادې پېښې قربانیان د دغه ولایت د کلفګان او رستاق ولسوالیو اوسېدونکي دي.
