طالبانو د مولانا محمد ادریس وژنه غندلې او هغه یې د «علماوو د دوښمنانو» کار بللی دی

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوې خبرپاڼه کې د خیبرپښتونخوا په چارسده کې پر مولانا محمد ادریس صاحب ترنګزي برید غندلی او خواشینې یې ښودلې ده. طالبانو دا کار «د علماوو د دوښمنانو» کار بللی دی.
