• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

ناهيد سپان: د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډلې په رسميت پېژندنه یوه تاریخي پېښه ده

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۱

د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشرې ناهيد سپان افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) له‌خوا د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډلې د رسمیت پېژندلو مبارکي وړاندې کړه او دغه اقدام یې د سپورت په برخه کې یو لوی، مهم او تاریخي ګام وباله.

هغې ټینګار وکړ، د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډلې په رسمیت پېژندل دا په ډاګه کوي چې د افغان ښځو او نجونو غږ نړۍ ته رسېدلی او اورېدل شوی دی؛ هغه ښځې چې د کار، زده‌کړو او سپورت په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د سپان په وینا؛ دغه لاسته راوړنه د افغان ښځینه‌و فوټبال لوبغاړو د کلونو هڅو، زیار، صبر او مبارزې پایله ده؛ هغه هڅې چې ټول یې شاهدان دي. هغې زیاته کړه، چې دغه بریا کولای شي د افغان ښځو لپاره د روښانه راتلونکي او مساوي فرصتونو لپاره نوې هیلې راژوندۍ کړي.
د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشرې یادونه وکړه، چې د هېواد د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډله لاهم له جدي ننګونو سره مخ ده او د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) له‌خوا د رسمیت پېژندنې او په لوبو کې د ګډون حق ترلاسه کول غواړي.
هغې هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال لوبډلې په برخه کې رامنځته شوي پرمختګونه کولای شي په نړۍ کې د ټولو افغان ښځینه‌و لوبغاړو د ملاتړ لپاره لاره هواره کړي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۳
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

۴

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۵
ځانګړی

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور