• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېرکال؛ په پاکستان کې د «غیرت» په نوم ۴۷۰ ښځې وژل شوې دي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۰۷ GMT+۱

په پاکستان کې د تېر ۲۰۲۵کال پرمهال د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پېښې ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي، چې له دې ډلې یوازې د ښځو پر وړاندې د سایبري ځورونې ۲زره او ۵۸۶ پېښې ثبت شوې دي. له دې سره ۴۷۰ ښځې بیا د «غیرت» په نوم وژل شوې دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د ۲۰۲۵کال د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ. د راپور له مخې؛ پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د بنسټیزو حقونو د پلي کولو له پلوه د ۱۴۳ هېوادونو له ډلې ۱۳۰م ځای خپل کړی او د مرګ سزا کچه هم په‌کې لوړه شوې ده.
راپور زیاتوي:« پاکستان د نړۍوال جنسیتي توپیر شاخص کې د ۱۴۸ هېوادونو له ډلې ۱۴۵م ځای لري، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی، په کورني تاوتریخوالي کې ۱۳۳۲ ښځې وژل شوې او د جنسي تېري ۳زره او ۸۱۵ قضیې ثبت شوې دي. د ښځو پر وړاندې د سایبري ځورونې ۲زره او ۵۸۶ قضیې ثبت شوې، په‌داسې حال کې چې ۴۷۰ ښځې د غیرت په نوم وژل شوې دي».
د راپور په یوې برخه کې راغلي، په ۲۰۲۵کال کې ۱۹ نرښځیان وژل شوي چې له دې ډلې پر دوو تېزاب شېندل شوي دي. یوازې په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیات ۱۰ نرښځیان وژل شوي او ۱۳ د جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
راپور کاږي، په یاده موده کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳زره او ۶۰۰ قضیې راپور شوې دي چې له دې ډلې د تښتونې ۱۱۰۷ قضیې راپور شوې او ۳۶۵ ماشومان بیا لادرکه شوي دي. ورته مهال د کم عمره ودونو ۵۳ قضیې راپور شوې دي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۳

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۴

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

۵

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

•
•
•

نور کیسې

ډونالد ټرمپ: د ایران د نفتو څاه‌ګانې ښايي د «طبیعي چاودنو» له ګواښ سره مخ شي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۲:۱۵ GMT+۱
ډونالد ټرمپ: د ایران د نفتو څاه‌ګانې ښايي د «طبیعي چاودنو» له ګواښ سره مخ شي
100%

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د نفتو څاه‌ګانې ښايي ډېر ژر د «طبیعي چاودنو» له ګواښ سره مخ شي، ځکه د ده په وینا دغه هېواد د نفتو د زېرمه کولو له ظرفیت سره نږدې حد ته رسېدلی دی.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي: «دوی به د خپلو نفتو د څاه‌ګانو له طبیعي چاودنو سره مخ شي، او دا به د دې سبب شي چې د بیا رغونې بهیر یې نږدې ناممکن شي.»

هغه زیاته کړې چې د نفتو د جریان تخنیکي بندېدل کولای شي جدي پایلې ولري او په ډېرو مواردو کې د څاه‌ګانو د زیانمنېدو سبب ګرځي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې که دا ډول وضعیت رامنځته شي، نو د ایران د نفتو پر سیسټم به درانه اغېز وکړي او د بیا رغونې وړتیا به یې محدوده شي. د هغه په وینا، حتی که یوه برخه بیا ترلاسه هم شي، نو د پخواني ظرفیت ته به ونه رسېږي.

ټرمپ همدارنګه یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه وویل چې «په هر ډول شرایطو کې به ایران ته اجازه ور نه کړل شي چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.»

سپینې ماڼۍ ته څېرمه ډزې؛ یو وسلوال کس ټپي شوی او سیمه د لنډ مهال لپاره تړل شوې

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۴ GMT+۱
سپینې ماڼۍ ته څېرمه ډزې؛ یو وسلوال کس ټپي شوی او سیمه د لنډ مهال لپاره تړل شوې
100%

د امریکا د پټو خدمتونو ادارې ویلي، چې د دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نږدې له یو وسلوال او «مشکوک» کس سره مخامخ شول، چې وروسته د ډزو په تبادله کې یاد کس ټپي شوی دی. ویل کېږي، چې د پېښې له امله سپینه ماڼۍ د لنډ وخت لپاره قرنطین (بند) اعلان شوه.

د یادې ادارې مرستیال مشر، مټیو کویین، په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سپینې ماڼۍ د بهرني محوطې د ګزمې پر مهال مامورانو یو داسې کس وپېژانده چې «مشکوک ښکارېده او ظاهراً یې وسلې له ځان سره لرلې.»

د نوموړي په وینا، کله چې ماموران ورته نږدې شول، دغه کس په پلي ډول وتښتېد او د لنډ وخت لپاره یې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې. هغه زیاته کړه چې وروسته مامورانو هم پرې ډزې وکړې او نوموړی تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

کویین همدارنګه وویل، چې د جي‌ډي وېنس د موټرو کاروان لږ مخکې له دې سیمې تېر شوی و، خو داسې کومه نښه نه شته چې ګواکې مشکوک کس غوښتل دې کاروان ته نږدې شي.

هغه دا هم وویل چې یو تن تنکی ځوان لاروی هم د مشکوک کس له لوري په ډزو ټپي شوی، خو ټپونه یې جدي نه دي او دا مهال تر درملنې لاندې دی.

د امریکا په پلازمېنه کې امنیتي ځواکونه په وروستیو ورځو کې په لوړه کچه چمتووالی لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د تېرې میاشتې په پای کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د ماښامنۍ پر مهال د ډزو پېښه رامنځته شوې وه.

امانوېل مکرون: د متحده عربي اماراتو پر ملکي بنسټونو د ایران بریدونه د منلو وړ نه دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۰ GMT+۱
امانوېل مکرون: د متحده عربي اماراتو پر ملکي بنسټونو د ایران بریدونه د منلو وړ نه دي
100%

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، د ایران له لوري د متحده عربي اماراتو پر ملکي بنسټونو بریدونه «ناجایز او د منلو وړ نه دي». هغه ټینګار کړی چې د روان کړکېچ دوامدار حل د هُرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د امنیتي تضمینونو له لارې ممکن دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې فرانسه به لکه د کړکېچ له پیله تر اوسه، د خپلو سیمه‌ییزو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی د خاورې د دفاع په برخه کې به ورسره ولاړه وي.

مکرون همداراز ویلي، چې د روان بحران دوامداره حل یوازې هغه مهال ممکن دی چې د هرمز تنګي د ازاد تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي او داسې یو پیاوړی تړون رامنځته شي چې د سیمې هېوادونو ته لازم امنیتي تضمینونه برابر کړي.

هغه په ځانګړي ډول د ایران د اټومي، توغندیزو او سیمه‌ییزو فعالیتونو له امله د امنیتي ګواښونو یادونه کړې او دا یې د سیمه‌ییز ثبات لپاره جدي اندېښنه بللې ده.

سید عباس عراقچي: د هُرمز تنګي پېښې ښيي چې سیاسي کړکېچ ته پوځي حل نشته

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۱
سید عباس عراقچي: د هُرمز تنګي پېښې ښيي چې سیاسي کړکېچ ته پوځي حل نشته
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د هُرمز تنګي وروستیو پېښو وښوده چې سیاسي کړکېچونه پوځي حل نه لري، او ټینګار یې کړی چې د پاکستان په منځګړیتوب خبرې روانې دي، خو امریکا او متحده عربي امارات باید له وضعیت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پر وړاندې محتاط وي.

سید عباس عراقچي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د هُرمز تنګي وروستي تحولونه دا څرګندوي چې سیاسي بحرانونه له پوځي لارو نه شي حل کېدای.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان په هڅو د اړخونو ترمنځ خبرې روانې دي او پرمختګ پکې لیدل کېږي.

عراقچي خبرداری ورکړی، چې امریکا او متحده عربي امارات باید محتاط واوسي، څو د هغه په وینا «بد نیت لرونکي» اړخونه هغوی بېرته کړکېچ ته ونه کاږي.

نوموړي د «ازادۍ پروژې» په نوم طرحې ته په اشارې ویلي: «د ازادۍ پروژه، بن‌بست پروژه ده.»

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له امله لس کسان مړه شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له امله لس کسان مړه شوي
100%

پرون دوشنبه د غویي په ۱۴مه نېټه د پاکستان د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې د سختې ګرمۍ له امله لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي. ویل کېږي، چې په کراچۍ ښار کې د ۲۰۱۸ کال راهیسې دا تر ټولو ګرمه ورځ ثبت شوې ده.

پاکستانۍ رسنۍ «اېکسپرېس ټريببون» د چهيپا بنسټ ویاند شاهد چودري له قوله ویلي، چې د مړو څخه څلور کسان په نازک حالت کې روغتون ته لېږدول شوي و او د درملنې پر مهال مړه شوي دي، د نورو شپږو مړو شویو کسانو جسدونه له کورونو، جوماتونو او د ښار له نورو ځایونو څخه ترلاسه شوي دي.
د خبر له مخې، د سند ایالت اعلی وزیر مراد علي شاه په کراچۍ کې د سختې تودوخې او نورو عواملو له امله د رامنځته شويو مړینو پر سر ژوره خواشیني څرګنده کړه. هغه خپلو اداري چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي مړي ژر وپېژني او د هغوی کورنۍ ومومي.

اعلی وزیر په ښاريانو غږ کړی، چې له اړتیا پرته له کوره بهر له تګ څخه ډډه وکړي او د خوندي پاتې کېدو لپاره د احتیاطي تدابیرو پيروي وکړي.
هغه وویل: «زه له خلکو غوښتنه کووم چې په کورونو کې پاتې شي او د دې ګرمي څپې پر مهال اړین احتیاطي ګامونه واخلي څو خپل ځانونه خوندي کړي.»
له دې وړاندې د پاکستان د چاپیریال ادارې وویل چې د دوشنبې ورځ یې په کراچۍ کې د ۲۰۱۸ کال راهیسې تر ټولو ګرمه ورځ ثبت کړه، ځکه د ښار تودوخه له ۴۴ سانتي ګراد څخه واوښته.

په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې په کال ۲۰۱۸ کې له سختې تودوخې له امله يوازې په درېيو ورځو کې لږ تر لږه ۶۵ کسان مړه شوي وو.

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۵ کې د سختې تودوخې له امله د ۱۲۰۰ څخه زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو.