• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مولانا ادریس د وژل کېدو په غبرګون کې جمعیت علمای اسلام د پراخو لاریونونو اعلان وکړ

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د مولانا ادریس د وژل کېدو په غبرګون کې د پراخو لاریونونو اعلان کړی دی. د دغه ګوند ویاند اسلم غوري ویلي، چې دا لاریونونه به د چهارشنبې او جمعې په ورځو کې ترسره شي.

پاکستانی دیني عالم مولانا محمد ادریس ترنګزی د سې شنبې په سهار د خیبر پښتونخوا په چارسده سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان شول چې وروسته یې داعش- خراسان ډلې مسوولیت ومانه.

افغان او پاکستاني طالبانو هم دغه برید غندلی.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا د چارسدې په اتمانزيو سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د مولانا محمد ادریس صاحب ترنګزي په نوم یو دیني عالم په ډزو وژلی دی. نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو.

د ځایي پولیسو په وینا؛ په دغه پېښه کې د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي. پولیس وایي، له پېښې وروسته وسله‌وال له سیمې په تېښته بریالي شوي؛ خو سیمه کلابنده شوې او د پلټنې عملیات روان دي.

100%
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له امله لس کسان مړه شوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱

پرون دوشنبه د غویي په ۱۴مه نېټه د پاکستان د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې د سختې ګرمۍ له امله لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي. ویل کېږي، چې په کراچۍ ښار کې د ۲۰۱۸ کال راهیسې دا تر ټولو ګرمه ورځ ثبت شوې ده.

پاکستانۍ رسنۍ «اېکسپرېس ټريببون» د چهيپا بنسټ ویاند شاهد چودري له قوله ویلي، چې د مړو څخه څلور کسان په نازک حالت کې روغتون ته لېږدول شوي و او د درملنې پر مهال مړه شوي دي، د نورو شپږو مړو شویو کسانو جسدونه له کورونو، جوماتونو او د ښار له نورو ځایونو څخه ترلاسه شوي دي.
د خبر له مخې، د سند ایالت اعلی وزیر مراد علي شاه په کراچۍ کې د سختې تودوخې او نورو عواملو له امله د رامنځته شويو مړینو پر سر ژوره خواشیني څرګنده کړه. هغه خپلو اداري چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي مړي ژر وپېژني او د هغوی کورنۍ ومومي.

اعلی وزیر په ښاريانو غږ کړی، چې له اړتیا پرته له کوره بهر له تګ څخه ډډه وکړي او د خوندي پاتې کېدو لپاره د احتیاطي تدابیرو پيروي وکړي.
هغه وویل: «زه له خلکو غوښتنه کووم چې په کورونو کې پاتې شي او د دې ګرمي څپې پر مهال اړین احتیاطي ګامونه واخلي څو خپل ځانونه خوندي کړي.»
له دې وړاندې د پاکستان د چاپیریال ادارې وویل چې د دوشنبې ورځ یې په کراچۍ کې د ۲۰۱۸ کال راهیسې تر ټولو ګرمه ورځ ثبت کړه، ځکه د ښار تودوخه له ۴۴ سانتي ګراد څخه واوښته.

په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې په کال ۲۰۱۸ کې له سختې تودوخې له امله يوازې په درېيو ورځو کې لږ تر لږه ۶۵ کسان مړه شوي وو.

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۵ کې د سختې تودوخې له امله د ۱۲۰۰ څخه زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

ميا افتخار حسين: دولتي پاليسيو کې پښتونخوا په دوامداره توګه له پامه غورځول کيږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱

په خيبرپښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر ميا افختار حسين ويلي، له بده مرغه د پاکستان په دولتي پاليسیو کې پښتونخوا پرله پسې د پامه غورځول کيږي، هغه د برېښنا د پرچاوۍ، د ګاز په اوږد بندښت او د بیو په بې مهاره لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه د دوشنبې په ورځ په يوه بیان کې وويل، خيبرپښتونخوا چې له خپلې اړتیا ډېر او ارزانه برېښنا تولیدوي، له ۱۸ تر ۲۰ ساعتونو پورې برېښنا نه لري.

هغه زیاته کړه، همداراز د ګاز د پرله پسې بندښت له امله کورنی ژوند فلج شوی دی، د خلکو انغري ساړه شوې دي، صنعت ترڅنګ یې کاروبار هم سخت اغېزمنېږي.

د میا افتخار حسين په خبره، د پښتونخوا خلک له مخکې نه د لسیزو راهیسې له ترهګرۍ او بې‌امنۍ سره مخ دي او د تحریک انصاف ګوند په حکومت یې هم نيوکې کړي چې د تېرو ۱۴ کلونو له خرابې حکومتولۍ امله یې ايالت د بدحالۍ تصویر ګرځېدلی دی.

هغه وويل، ايالتي او مرکزي حکومتونه د پښتونخوا له بنسټیزو ستونزو څخه په بشپړ ډول بې‌پروا ښکاري او ايالتي حکومت د اساسي حقونو د تر لاسه کولو لپاره هېڅ جدي نه دی. بايد د مرکز سره د ايالت په ستونزو جدي خبرې وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: د بیان ازادي او د قانون واکمني تر سخت فشار لاندې ده

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون (اېچ ار سي پي) په خپل کلني راپور کې ویل، چې په دغه هېواد کې د بیان ازادي او د قانون واکمني تر سخت فشار لاندې ده.

د دغه ادارې کلنی تفصيلي راپور «په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت» داسې یو کال انځوروي چې پکې د ښاري حقونو ساحه په جدي توګه محدوده شوې، د عدالت بې‌طرفي اغېزمنه شوې او د ناامنۍ احساس لا زیات شوی دی.

د دوشنبې په ورځ وړاندې کړل شوي راپور کې اندېښنه ښودل شوې، چې په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د بیان ازادي، په ځانګړي ډول د چارواکو نه د پوښتنې کولو او د حساب غوښتنې حق سخت ځپل شوی، چې د قانون واکمنۍ او بنسټیزو ازادیو پر ساتنه یې اغېزې کړې دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د اختلاف غږ د ځپلو لپاره قانوني او اداري لارې زیاتې کارول شوې دي. دسایبري جرمونو د مخنیوي لپاره د «پیکا» په نوم جوړ قانون کې بدلونونه، او همدارنګه د بغاوت او د ترهګرۍ ضد قوانینو له لارې، خبریالان، سیاسي فعالان، ټولنیز فعالان او وکیلان په پراخه کچه په نښه شوي دي.

د دې ترڅنګ د ګواښونو، جبري ورکېدو او د تګ راتګ پر محدودیتونو راپورونو د وېرې او ځان-سانسور چاپېریال رامنځته کړی، چې عامه بحث یې محدود کړی او د بشري حقونو د سرغړونو پټولو لامل شوی دی.

د فدرالي حکومت او بلوچستان په کچه د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ ضد قانون کې بدلونونه، چې له مخې یې امنیتي ادارو او پوځ ته دا واک ورکړل شوی چې هر څوک بې له تور او عدالتي څارنې تر درې میاشتو پورې ونیسي، د ازادۍ، عادلانه محاکمې او له بې‌ځایه نیونې د ساتنې بنسټیز حقونه لا کمزوري کړي دي.

راپور د عدلیې د خپلواکۍ په برخه کې هم د پام وړ کمښت ښيي، او د ۲۰۲۵ کال مهمو عدالتي پرېکړو هم دیموکراتیکه فضا نوره هم محدوده کړې ده. د ملکي وګړو په پوځي محکمو کې محاکمه، او د پاکستان تحریک انصاف ګوند له ځانګړو څوکیو محرومول، د عدالتي روڼتیا او د واکونو د وېش پر بنسټیزو اصولو جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

په راپور کې زياته کړل شوې، امنیتي ستونزو هم د حقونو د سرغړونو کچه لوړه کړې ده. وسلوال فعالیتونه او د ترهګرۍ ضد عملیاتو خیبر پښتونخوا او بلوچستان تر نورو زیات اغېزمن کړي، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. جبري ورکېدل، له د راپور له مخې، د محکمې پرته وژنې او ډله‌ییزې سزاګانې روانې پاتې شوې دي. ښځې، ماشومان، مذهبي اقلیتونه او نرښځي د تاوتریخوالي او تبعیض سره مخ دي. کان‌کیندونکي او د صفایۍ کارکوونکي هم ډېر د پېښو ښکار شوي، خو د هغوی د خوندیتوب لپاره ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

د اېچ ار سي پي راپور ځینې مثبت ګامونه هم یاد کړي دي. د لږکيو لپاره قانون پلي کېدل د مذهبي اقلیتونو د ادارتي ساتنې لپاره یو مهم ګام بلل شوی. په اسلام‌اباد او بلوچستان کې د کم عمره ودونو د مخنیوي قوانین د ماشومانو د ساتنې په برخه کې مهم پرمختګ دی، او د هېواد لوړو محکمو د ښځو د میراث او نکاح اړوند قضیو کې مهمې پرېکړې کړې چې د هغوی حقونه یې لا پیاوړي کړي دي. په صوبایي کچه ځینو فلاحي اقداماتو او ادارتي اصلاحاتو هم یو څه اسانتیاوې برابرې کړې دي، خو دا پرمختګ ډېر ورو بلل شوی دی.

پاکستان: په تېرو څو میاشتو کې په پښتونخوا کې ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱

پاکستاني پولیسو ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ټولټال ۲۴۶ د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه شنډ کړي دي. د دولتي خبري اژانس اسوشیټیډ پرېس پاکستان، د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې له دې بریدونو څخه ۲۱۵یوازې د بنو په ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

یاده رسنۍ د پاکستاني چارواکو له قوله وايي، دغه وسله‌والې ډلې، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو کې له ډرون الوتکو زیات کار اخلي. هغوی وایي چې دا ډلې تجارتي ډرونونه بدلوي او چاودېدونکي مواد پرې نصبوي ترڅو وروسته یې د بریدونو لپاره وکاروي.

د پولیسو د چارواکو په حواله ویل شوي چې ټول ۲۴۶بریدونه د پرمختللې ضد ډرون ټکنالوژۍ په مرسته شنډ شوي او هېڅ ډول ځاني یا مالي زیان نه دی رامنځته شوی.

په راپور کې زیاته شوې، چې د امنیتي اندېښنو له امله ځواکونه په سیمه کې په لوړه کچه د چمتووالي په حالت کې پاتې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، د خیبر پښتونخوا په ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د وسله‌والو بریدونو کچه لوړه شوې ده. هغوی ادعا کوي، چې ځینې وسله‌وال په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شویو امریکایي وسلو ته لاسرسی لري.

خو طالبانو تر دې وړاندې دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې ټولې وسلې د دوی په کنټرول کې دي.